FT.Times: د یو والې ننداره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35518

دخبریدو نیټه : 2010-05-16

سرچینه: لندن چاپ فايننشل ټايمز ورځپاڼه ترتیب: میرویس جلالزی د لندن چاپ ورځپاڼې فايننشل ټايمز په خپله ننۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه بله مقاله خپره کړي ده . د دغې مقالې سرلیک دی د يووالي نمايش، ونه کړاى شوای د جګړې پر سټراتيژي برى حاصل کړي. د مقالې په یوه برخه کې راغلي چې تر دې وروسته به د روان کال د پيل غوندې، واشنګټن او کابل يو او بل تر ستوني نه نيسي، په خاص ډول په مارچ کې افغانستان ته د اوباما تر سفر وروسته. ورځپاڼه زياتوي، سره له دې چې زيات پام د کندهار پوځي عملياتو ته اوښتى، د طالبانو په وړاندې د جګړې ستراتيژي اوس هم نه ده روښانه، پر کرزي او د هغه د پلوي، يعنې واشنګټن ترمنځ پر پېچلو اړيکو نوي فشارونه زيات دي. اوباما په سپينه ماڼۍ کې وويل، د کابل او واشنګټن ترمنځ ستونزې له مبالغې ډکې وې، نوموړي زياته کړه، په داسې يوه پېچلي چاپېريال کې به لانجې او ستونزې موجودې وي. فايننشل ټايمز زياتوي، اوباما وويل چې کابل او واشنګټن به د امنيتي مسووليتونو د سپارلو، په ولايتونو کې د حکومتدارۍ د غښتلي کولو په هدف پر يوې پراخې ستراتيژۍ کار کوي. خو ورځپاڼه ليکي چې د امریکا ولسمشر بايد اساسي پوښتنې ځواب کړي، چې د پوليسو او پوځ په ليکو کې د جلب او جذب ستونزې ته په پام سره به افغانستان د امنيت ساتنې مسووليت څنګه واخلي او امريکا به د را روان ميلادي کال له جولاى وروسته، څنګه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته له کابل سره کار ته ادامه ورکړي.