Israelnationalnews:اوبهاما کرزي ته ډیرقدر ورکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35523

دخبریدو نیټه : 2010-05-16

سرچینه: اسرایل نشنل نیوز ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی د اسرایلو ملي ورځپاڼي په خپله ننۍ ګنه کې تر دې عنوان لاندي چې اوبهاما کرزي ته د اسرایلو تر لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ډیر قدرورکړ، یوه مقاله خپره کړي ده . ورځپاڼه لیکي چې بارک اوبهاما کرز ته په سپینه ماڼۍ کې د غرمې یوه له شوره او ولولې ډکه ډوډي برابره کړي وه او هغه ته یې په خپل دې کار سره دا وښوده چې دی کرزي ته څومره ډیر احترام لري په داسي حال کې چې اسرایلو ته دومره احترام قایل ندی. په ملګرو ملتونو کې د امریکا له پخواني سفیر جان بولتن څخه په حواله د اسرایلو ورځپاڼي خبر ورکړ چې اسرایل که څه هم په منځني ختیځ کې د امریکا نږدې متحدین دي خو افغان ولسمشر کرزی تر اسرایلو هم امریکا ته نږدې بریښې او امریکایی ولسمشر هم ورته د اسرایلو د صدراعظم په پرتله خاص احترام لري. جان بولتن په اوبهاما انتقاد وکړ چې د اسرایلو حقونو ته درناوی نه کوي او د اوبهاما هغه کار یې هم وغندل چې د فلسطین په خاوره کې یې د یهودیانو د میشت ځایونو د بندیدو غوښتنه کړي. بولتن ویلي چې دا د اسرایلو حق دی چې جایداد ولري، کورونه جوړ کړي او راکړه ورکړه پرې وکړي. د اسرایلو ملي خبري رسنۍ کاږي چې اسرایل پر امریکا ډیر حساب کوي او امریکا باید د افغانستان په پرتله اسرایلو ته ډیر درناوی وکړي په داسي حال کې چې افغان دولت په خپله خاوره کې د امریکا له مرستوراضي هم ندی خو بیا هم د ورځپاڼي په باور اوبهاما د افغان ولسمشر ډير درناوی کوي او هغه ته یې د اسرایلو د لومړي وزیر په پرتله خاصه میلمستیا برابره کړي وه. اسرایل نیوز لیکي چې اوبهاما که څه هم په کرزي انتقاد کړی وو او کرزي هم اوبهاما ته اوتې بوتې ویلي وو خو بیا هم کابل او واشنګټن د جورسلیم او واشنګټن په پرتله ډیر نږدې ښکاري. د ورځپاڼې په لیکنه چې امریکا دمګړۍ د اسرایلو تر ملګرتوب د افغان دولت ملګرتوب ته زیاته اړتیا لري او ښایې همدا یې لامل وي چې د اسرایلو د لومړی وزیر په پرتله اوبهاما کرزي ته ډیر درناوی کوي. By: Mirwias Jalalzai