د ۱۳۸۹لمريز كال د غويي ۷مه
نن سهار ښكلا بيا په مسيج كې راته ليكلي وو، جان خېر دى په ماخو كبر كوې، خو يوه ورځ به درته زما قدر معلوم شي. دا چې موږ يو بل ته له ډېرې مينې جان ويل، په ځواب كې مې ورته وليكل، نه جان داسې كومه خبره نشته، د شپې خوب راغلى وو او همداسې ويده پاتې شوى وم ، ځكه مې ستا د مسيج ځواب درنه كړ.
ښكلا چې له دوو كلونو راپه دېخوا زما د زړه واكداره وه، بيا يې راته وليكل، چې سبا ته خو د جمعې ورځ ده او رخصتي ده، څه پلان لرې؟
ورته ومې ليكل، غواړم سبا ته له نږدې وګورو او يو بل ته د زړه غوټې وسپړو. هغې په ځواب كې راته وليكل، چې د پلان خبره به سبا سهار درته وكړم، خو ډېر مې يادېږې او ها رښتيا دا راته ووايه، زه هم درته همدومره يادېږم لكه ته چې مې يادېږې؟
ما ورته وليكل، هغه څوك چې د چا په زړه كې وي د يادولو ضرورت يې نه وي او ته خونو زما د زړه دنيا يې....
_ دا د شاعرانو خبرې مه كوه كه يادېږم دې، نو بيا ولې د مسيج ځواب په دومره ځنډ راكوې؟
_جان په دفتر كې مې كارونه زيات شوي دي.
_ نه، ته له ما نه bore شوى يې، اوس دې نه خوښېږم او....
_ داسې كومه خبره نشته، داسې فكر هېڅكله هم ونه كړې، خپله دنيا څوك په خپله نه ورانوي....
_ تاته خپل كارونه له ما نه ډېر مهم دي؟
_ نه هېڅكله هم نه دي مهم،خو څه وكړم كار پرېږدم؟
_نه جان نه
_هو رښتيا نن مې روژه نيولې او ډېرې زياتې دعاګانې مې وكړې.
_ څنګه دعاګانې؟
_نه ته چې كله دعا كوې څه وايې؟
زه ...زه، خو بس ....هاها (خندا)...زه خو يوازې او يوازې ستا د خوشالۍ دعا كوم.
ښه ځه! اوس ته ووايه، تا څه دعا وكړه؟
_ماويل،چې خداى(ج) زما او ستا آرمان پوره كړي.
_ كه د الله (ج) خوښه وي حتما پوره كيږي.
_ ښه دا راته ووايه، چې ستا كوم رنګ ډېر خوښيږي، چې زه تل هماغه رنګ كالي واغوندم.
_جان زما خو سور رنګ ډېر خوښيږي، خو ستا كوم رنګ ډېر خوښيږي، چې زه هم هماغه رنګ كالي واغوندم.
_ جان ته چې هر رنګ كالي واغوندې ماته له ټولې نړۍ نه ښايسته ښكارې.
_ ښه سمه ده جان، داچې ته هم په كور كې كار كوې نورې خبرې به د شپې وكړو.
_ ښه ورځ ولرې bye
_ تا ته هم ښه ورځ غواړمه good bye Jan
له دې مسيج وروسته مې په موبايل كې چارج هم ختم شو او تر ماښامه بند و،
كله مې چې ماښام موبايل چارج او روښانه كړ،نو د ښكلا مسيج راغى.
_ ما درته نه ويل، چې له ما نه bore شوى يې، نن دې موبايل هم زما له خاطره بندكړى و، ټوله ورځ مې درته زنګونه ووهل، خو موبايل دې بند و. له زړه نه مې يو الله خبر و.
_ جان په موبايل كې مې چارج خلاص شوى وو، ځكه بند و، زما په خبرو باور نه لرې؟
_ لرم يې خو ته ما نه bore شوى يې او په دې څو ورځو كې بدل بدل ښكارې او د مسيج ځواب هم په ځنډ راكوې.
_ نه جان داسې كومه خبره نه ده، ما درته ويلي ووكنه، چې ته بايد زما په اړه كوم غلط فكر ونه كړې.
_ ښه سمه ده، خو جان ما هېڅكله مه خفه كوه؟
_ ګرانې زه هېڅكله تا خفه نشم ليدلى نور ما ته د خفګان خبرې مه كوه، او رښتيا د سبا د ورځې پلان دې څنګه شو؟
_ سبا چې ما درته ټليفون وكړ، نو ښار ته راشه هلته به يو بل ووينو او تاته مې په تحفه كې هغه څه اخيستي، چې زما ډېر خوښيږي.
_ جان مننه
_ د مننې ضرورت نشته
_ دا چې ته هم ستړې شوې يې او ټوله ورځ دې د كور كارونه كړي، نور دې وخت نه نيسم Good night Jan
_ ok Good night Jan and have sweet dream
سهار چې له خوبه راپاڅېدم، نو سمدستي مې ښكلا ته مسيج وليكه او ورته مې ليكل، په څو بجو به ښار ته راشي، چې يو بل سره ووينو: ((زړه مې غواړي نن دسترګوتنده ماته كړم.))
هغې راته په ځواب كې وليكل، چې په لسو بجو به ته راته په نوي ښار كې د كابل سيټي سنټر مخې ته ودرېږې زه به هم ځان در ورسوم، خو جان! ته دا څنګه خبرې كوې داسې څوك نه وايي، زه ډيره وېرېږم ستا له خبرې سره مې زړه نور هم....
_ولې ته په ما باور نه لرې؟
_ ولې نه له ځانه هم زيات، كومه خبره نه ده، زه به هم په خپل وخت ځان در ورسوم
_ مننه جان
_ هيله كوم
له ډېرې خوشالۍ مې د سهار چاى ته زړه نه كېده او همداسې په تشه ګېډه د نوي ښار په لور وخوځېدم، ترڅو د خپل ټول عمر له آرمان سره خبرې وكړم او ووينم، چې ښكلا راته په تحفه كې څه اخيستي دي.
نهه بجې او څلوېښت دقيقې وې، چې نوي ښار ته په تلونكي ټكسي موټر كې كښيناستم او ښكلا ته مې ټليفون وكړ، چې هغه تر كومه ځايه رسېدلې.
هغې ويل، چې پنځه دقيقې وروسته به د سيټي سنټر مخې ته ولاړه وي. ما هم ورته د موټر نښه وويله او هغې ويل، چې جان ډېره وېرېږم هسې نه، چې څوك مو وويني او د ټول عمر پېغور راته پاتې شي.
_ څوك چې مينه كوي هغه بيا له پېغور مېغوره نه وېريږي.
_ هو رښتيا هم مينان لكه د ړندو په څېر وي.
له دې خبرو وروسته مې ټليفون بند كړ او په دې فكر كې شوم، چې ښكلا ته بايد داسې يوڅه واخلم، چې د هغې له تحفې نه څو چنده زيات قيمت ولري. په همدې فكر كې وم، چې ټكسي چلوونكي راباندې غږ وكړ: ((بيادر شهر نو رسيد.)). ما هم ژر جېب ته لاس كړ، موټر چلوونكي ته مې پيسې وركړې او له موټره ښكته شوم. له ښكته كېدو سره سم مې د سيټي سنټر مخې ته په ښكلا سترګې ولګېدې، سرې جامې يې اغوستې وې سمه لكه د پرستان ښاپيرۍ وه، په سترګومې ډېره خوږه ولګيده او خوا ته ور روان شوم. هغې هم اخوا دېخوا څار كاوه، چې ناڅاپه يې زه وليدلم او له سړك نه دېخوا ته يې د راتګ نيت وكړ، په همدې وخت كې د پوليسو يو رنجر موټر په ډېرې چټكۍ سره د ښكلا خوا ته راورسيد. موټر چلوونكي د موټر د درولو لپاره ډېر كوښښ وكړ، خو موټر يې و نشو درولى او ښكلا يې ووهله . خلكو چيغې پيل كړې. ما هم د ښكلا په لور ور منډې كړې د هغې سر مې په خپله غېږه كې ونيوه او له ژوند سره د مخه ښې په وخت كې يې راته يوازې دومره وويل: ((take care Jan))