( ( رنج زمانه ) ) په نوم يو افغاني فلم پېښور کې نندارې ته وړاندې شو:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3569
ننداره
دخبریدو نیټه : 2005-09-02

پېښور :: ننداره
 رنج زمانه يو افغاني فلم دى چې په فارسي ژبه جوړ شوى او د سپټمبر په دوهمه د پېښور په افغان رستورانت کې يې د پرانيستې غونډه جوړه شوه چې ورکې د فلم ستورو، فرهنګيانو او افغان مقاماتو هم ګډون کړى و_ ددغه فلم ليکواله مېرمن فرخ زاد ده چې وړاندې تر دې يې هم يو شمېر فلمونو ته کيسې ليکلي دي _ دغه فلم وحيدشريف ډايريکټ کړى دى _ نوموړي تر دې وړاندې د شک او چانس فلمونه هم ډايريکټ کړي دي _ دفلم د پرانيستې غونډې ته پېښور کې افغان مرستيال قونصل احمد سعيدي ، د فلم ليکوالې مېرمن فرخ زاد او د فلم دايريکټر وحيد شريف ويناوې وکړې چې په ترخ کې يې د فلم د څرنګتيا تر څنګ په پردېسۍ کې دافغاني فلمونوپه جوړولو خوښي خرګنده کړى شوه _ورپسې فلم په سالون کې ناستو کسانو ته د پروجيکتر دلارې دسينما په پرده نندارې ته وښودل شو _
 نوموړى فلم ديوې افغانې کډوالې کورنۍ د ژوند انځور وړاندې کوي ا و ښايي چې په کډوالۍ کې افغانان په څومره مجبورۍ کې ژوند تېروي _ نوموړى فلم اوس بازار ته راوتلى او د فلم مينه وال د دغه فلم ککوړي (سي ډي ګانې) په ارزانه بيه لاس ته راوړلى شي _نوموړى فلم نه يوازې په کتلو بلکه په ساتلو هم ارزي