ګل اغا احسان - کندهار
پرون د وږي د مياشتي پر ۱۰ مه د پنجشنبې په ورځ په کندهار کي د A.E.F افغان- ښوونيزي او روزنيزي ادارې په نوښت د همدې ادارې د انتخاب شويو څانګو تر منځ په زړه پوري ذهني سيالي تر سره سوه. پدې سيالۍ کي د A.E.F سيميز مسؤل ښاغلى نصيراحمد، يو شمېر مېلمانه ، د نوموړي مرکز د بېلابيلو څانګو مسؤلين او د ۲۰۰ سوو په شاوخوا کي زده کوونکيو او ....برخه لرله .
د سيالۍ پروګرام د مازديګر پر 4:00pm د قرانکريم په څومبارکو اياتونو پيل سو. ورپسي د ميرويس نيکه لېسې د څانګي مسؤل او کوربه ښاغلي مطيع الله خان پرانستونکې وينا او برخوالو ته ښه راغلاست ووايه وروسته د مشرقي لېسې د څانګي مسؤل د سيالۍ پريکړه-کوونکى ګروپ خپل اتخاب شوي ځاى ته را و بله او د سيالۍ پروګرام چه د دوو اتخاب شويو څانګو(ميرويس نيکه لېسې څانګه او د مشرقي لېسې څانګه) تر منځ وو پېل کړ.
په سيالۍ کي د اړوندو څانګو د بېلابيلو ټولګيو(انګليسي ټولګيو) زده کوونکي يو په بل پسي د دريځ پر مخ ښکاره کېده، سيالي د اوړندو څانګو د Beginner-2, level-1, level-2, level-3, level-4, level-5 او level-6 ټولګيو تر منځ وه.
په سيالۍ کي ليکل شوي مقالې، پر دريځ د سيالۍ پريکړه-کوونکى ګروپ له لوري انتخاب شوي مقالې له ياده، بېلابيلي جملې، لغتونه، او......نور اړوند ذهني سوالونه شامل وه.
د سيالۍ په منځ کي طنزيه په زړه پوري ټوټې، د مازديګر د لمانځه لپاره ځانګړې وقفه او د ماښام د لمانځه لپاره نيمګړې وقفه او؛ د سيالۍ په اخرو شېبوکي بېلابيلي ډالۍ پر بېلابيلو مېلمنو ، ځينو ښاغليواستادانوباندي د هغوي د نه ستړي کېدنکيو هڅو په وياړ، د سيالۍ پر دريو ممتازو زده کوونکيو ( اول او دوهم د ميرويس نيکه د څانګي څخه اودريم د مشرقي لېسې د څانګي څخه وو) باندي ووېشل سوې .
د سيالۍ هر پړاو د برخوالو په تودو چکچکو بدرګه کېده.
په پاى کي د سيالۍ پريکړه-کوونکى ګروپ له غړيو څخه ښاغلي سميع حيات (د محمود طرزي د څانګي مسؤل) د سيالۍ د پايلو په موخه پر دريځ را ښکاره شو، نوموړي د سيالۍ بېلابيلي ګټونکي او نه-ګټونکي نقطې په تفصيل سره وړاندي کړې چه د برخوالو له لوري تائيد شوې .
سيالي د ميرويس لېسې څانګي د لومړي مقام په ګټلو او د مشرقي لېسې څانګي د دوهم مقام په ګټلو سره پر 7:30 pm پاى ته ورسېده .
پاته دي نه وي چه د ميرويس نيکه لېسې څانګه په سيمه کي په هرو ورستيو سياليو کي د لومړي مقام د ګټلو او د همداسي لومړي ساتلو وياړ لري؛ اود همدې څانګي مسؤل ښاغلي مطيع الله خان ته پدې وروستيو کي د A.E.F د سيميز مسؤل له لوري يو ستاينليک هم ور کول سو چه نوموړي د سيمي د ټولو څانګو په مسؤلينو کي د نه ستړي کېدونکي خدمت لومړى مقام تر لاسه کړى وو.
دا ډول ذهني سيالۍ په سيمه کي يو څرک-څرک ليدل کيږي چه بايد ورته په سيميزه کچه او همداسي پسي په ولايتي او ....کچه کار و سي ؛ خو د زده کوونکو پر ذهني ځواک ځانګړى اغېز لرلاى سي او زده کوونکي دې ته اړ باسي چه څرنګه سيالي ګټلاى سي!
په پاسني انځور کي پر دريځ د A.E.F سيميز مسؤل او د سيالۍ پريکړه-کوونکى ګروپ له غړيو څخه ښاغلي سميع حيات
په پاسني انځور کي د پروګرام برخوال، مېلمانه او .....
دراسته لوري د سيالي ډلي ځيني غړي، د سيالۍ پريکړه-کوونکى ګروپ، پر دريځ سوالونه -ويونکى او د بلي سيالي ډلي ځيني غړي