NY Times: دامریکايي عسکرو تلفات

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35725

دخبریدو نیټه : 2010-05-24

Source:News York Times

Edited By Jalalzqai


د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د May د شلمې نیټې په گڼه کې دې ترېخ تاریخ ته نظر اچوي چې په کې د امریکايي عسکرو تلفات اوس 1000 ته ورسیدل.


ورځپاڼه د یوه عسکر تراژیکې مړینې ته کتنه کوي او لیکي، پاتریک فتزگیبن لا تنکی او بې پروا ځوان ؤ چې په پوځ کې یې د شمولیت پریکړه وکړه. ښځه یې حامله وه او هیله یې وه چې کورنۍ تشکیل کړي.

 که څه هم ښځې یې سقط وکړ خو پخپله یې له دری میاشتو تعلیم نه وروسته د جنگ جبهې ته واستول شو.


ورځپاڼه د عسکر کیسې ته دوام ورکوي اولیکي، پاتریک له کندهار نه خپل پلار ته لیکل چې دلته سگرت او امریکایي نوشابې نه پیدا کیږي خو بیاهم د خپلې وظیفې سره مینه لري او په داوطلبه توگه یې د پیرې زیاته دنده په غاړه اخیستې ده.

د ٢٠٠٩ کال د اگست په میاشت کې پاتریک په داسې حال کې چې یو ماموریت ته روان ؤ په یوه فلزي تخته پښه کیښودله چې په کلکه ځمکه کې د یوه ماین سره په مزو تړل شوې وه.

شین اسمان ورته توره شپه شوه. په چاودنه کې پاتریک او یو افسر سمدلاسه مړه شول.

یو ساعت وروسته په یوه بله چاودنه کې چې هغه هم یو ماین ؤ، دریم عسکر هم ووژل شو.

 په دواړو چاودنو کې ترلسو زیات عسکر ټپیان شول.