د ميرمن ګراسيمووا د زوكړي د كليزي په وياړ، د روسيې د علومو د اكاډمۍ د ختيځ پيژندني د انستيتوت له خوا پرون له غرمي نه وروسته د سپمتبر په ۵ نيټه په مسكو كې يوه بله غونډه جوړه شوي وه.
په دغه غونډه كې د روسيې د علومو اكاډمۍ د ختيځ پيژندني د انستيتوت ريس، ښاغلي روستيسلاف باريسوويچ ريبا كوف، د دغه انستيتوت مرسيتال، ښاغلي ولاديمير الكساندرويچ ايسايف، د دغه انستيتوت د آسيا د خلكو د ادبیاتو د څانګي مشره، آنا هارونوفنا صبوروا او همدارنګه، د دغه انستيتوت يو شمير پوهانو او عالمانو او د ميرمن ګراسيمووا دوستانو او همكارانو او همدارنګه يو شمير افغني ليكوال او فرهنګيانو ګډون كړي وو. په غونډه كې د ميرمن ګراسيمووا لور، د رواني ناروغيو دوكتوره ولګا ويكتوروفنا كالينوا، هم برخه درلوده.
په دي غونډه كې هر چا په خپل وار، ميرمن ګراسيمووا ته د هغي د زوكړي د كاليزي له كبله، لنډه مباركي ويله او په دي ډول يې هغي ته خپل دوستانه احساسات او نيكي هيلې څرګندولي.
بر سيره پر دي، د روسي دود او دستور سره سم، غونډه په ټوكو او ټكالو ښه توده وه. په غونډه كې برخه والو د خبرو او ټوكو ټكالو په وخت كې? پر ميزونو باندي د برابري شوي ډوډۍ او تازي ميوي نه هم استفاده كوله.
د مباركيو د ويلو په لړ كې، په مسكو كې د افغان سوداګرۍ مركز د رييس له خوا هم يو لنډ پيغام برابر شوي او را ليږل شوي و، چې په غونډه كې ولوستل شو. د پيغام متن په لانډ ډول دي:
د ر وسیې د ستر هيواد منلي افغان پوه،
دوكتور الفتينا سرګييفنا ګراسيمووا!
خوشحاله يم چې تاسي د خپلې زوكړي جشن په روغ صورت د خپلو دوستانو او همكارانو په منځ كې لمانځي.
تاسي چې د خپل عمر د نيمي پيړۍ نه زيات وخت (۵۶كال) د پښتو ادبياتو خدمت ته د تحقيق او سپړني او په روسيې ادبياتو كې د هغي د ځلولو او پيژندني په لاره كې خدمت ته وقف كړي دي او په دي برخه كې مو داسي هلي ځلي كړي دي، چې سړي په معنوي لحاظ د هغي د ارزښت كچه نه شي ټاكلي.
زه باور لرم، چې ستاسو نوم او ستاسو خدمتونه به د افغانستان د ادبياتو په تاريخ كې په زرينو كرښو وليكل شي او افغانان به د تل لپاره ستاسو هلو ځلو ته په درنه سترګه ګوري.
په پاي كې، تاسو ته، ستاسو د زوكړي د كاليز ي د جشن له امله د زړه له كومي مباركې وايم او تاسو ته د اوږده عمر او روغتيا هيله مند يم.
په درناوي
جنرال غلام محمد
په مسكو كې د افغان تجارتي مركز رييس
د ۲۰۰۵ كال د اګست ۱۳ نيټه
ميرمن ګراسيمووا، د ۲۰۰۵م كال د اګست په ۱۳مه ڼيته اتيا كلنه شوه. دا دويمه غونډه ده چې په مسكو كې د هغي د زوكړي په وياړ جوړيږي.