تصوف او عرفان ( ۳۵) برخه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35927
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
دخبریدو نیټه : 2010-05-30

تصوف  او  عرفان  ( ۳۵) برخه .
.علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسمه تعالی
محترمواسلامی وروڼو داسلام پیغمبرصلی الله علیه وسلم په یوه مبارک حدیث کښی چی ترحدوتليْ ډیر  مشهوردۍ اودحدیثوپه ټولومعتبروکتابوکی  مذکور دۍ اودتصوف دشمنان اودوستان یې ټول منی اودجمعی مبارکی دلمانځه په خطبوکی یې خطیبان په هرځای کی وایې ،فرمایلی دی
( خیرالقرون قرنی ثم الذین یلونهم ثم الذین یلونهم ثم الذین یلونهم ) بخاري وغيره ـ
یعنی بهترین دقرنوځما قرن دۍ بیایعنی په دوهمه درجه کښی هغه خلګ دی چی زمادزمانی په خلګوپسې دی چی تابعین ورته ویل کېږی بیا په دریمه درجه کښی بهترین  هغه خلګ دی چی په تابعینوپسې دی  چی تبع تابعین ورته ویل کېږی ،،،
،ددغه حدیث په رڼا کی داسلامی امت ټولو علماؤداخبره کړیې ده چی ددغودریوقرنوعلماءدوروسته قرنودپاره دمقتدایانوحیثیت لری  داسلامی امت څلورمنل سوی امامان ،امام اعظم  ابوحنیفه ، امام مالک ،امام شافعی ،امام احمدرحمهم   الله یاله تابعینویاله تبع تابعینودی له خیرالقرون څخه دی     اودامت مسلمه سواداعظم  یعنی اکثره برخه ددوی مقلدین دی اورسول علیه السلام په یوه بل حدیث کښی چی هغه هم بېخی مشهوراومقبول صحیح حدیث دۍ وامت ته په قطعی ډول امرکړَیدۍ چی تا سی دسواداعظم تابعداری کوۍ څوک چی له سواداعظم څخه مخالف وی نوله هغوڅخه ځانونه ګورۍ،1- فروى أبو نعيم والحاكم وابن منده ومن طريقه الضياء المقدسي في "المختارة" عن ابن عمر مرفوعاً:
(لا تجتمع هذه الأمّة على ضلالة أبداً، وإنّ يد الله مع الجماعة فاتبّعوا السواد الأعظم، فإنّ من شذّ شذّ في النار).
كذا في كشف الخفاء للعجلوني ص50، وكذا هو عند الترمذي.
2- وروى عبد بن حميد وابن ماجة عن أنس رضي الله عنه رفعه:
(إنّ أمّتي لا تجتمع على ضلالة فإذا رأيتم الإختلاف فعليكم بالسواد الأعظم).
كذا في كنز العمال ج1ص18، وكشف الخفاء ج2ص350. قال في كشف الخفاء ج2ص391: "إنّ مثل ذلك روي عن ابن عبّاس مرفوعاً كما في مستدرك الحاكم. وفي تخريج الحافظ ابن حجر لمسند الفردوس.
3- وروى الترمذي أن أمير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه خطب بالجابية فقال:
"عليكم بالجماعة وإيّاكم والفرقة فإنّ الشيطان مع الواحد وهو عن الإثنين أبعد".
4- وروى الطبراني عن عرفجة بن شريح:
"يد الله مع الجماعة والشيطان مع من خالف الجماعة يركض".
وأحاديث التمسك بالجماعة في الصحيح أشهر من أن تذكر، والمراد بالسواد الأعظم في الروايات السابقة سواد علماء أمّته صلّى الله عليه وسلّم، لأنّ العلماء هم أهل الحلّ والعقد والإستنباط والإفتاء... ورأيهم بموجب هذه الروايات هو مظنّة الصواب، والتشكيك في صواب الكثرة بسرد آيات وأحاديث – إنّ أكثر من في الأرض ضالّون – فإنمّا مورد تلك النصوص هو كثرة الكفار وقلّة المؤمنين بها.وما زعم أحد أنّ الصواب يكون في جانب الكثرة المطلقة من كفار ومؤمنين، ولكنّا ندعي كما في أحاديث التمسك بالجماعة، والتحذير عن الشذوذ عنها بعمومها، وأحاديث الدعوة إلى إتبّاع السواد الأعظم من علماء هذه الأمّة المحمدّية المؤمنة، وأنّ الباطل يكون فيمن شذّ عنهم." اهـ. (الإتبّاع والإبتداع للهاشمي ص46-48)
داسلام  دغه سترڅلورامامان  هریوتصوف  منی  اودتصوف تابع دۍ اوهرڅوک چی په صحیح معنی  سره ددوی  مقلدين دي  هغه  ټول  تصوف اوطريقت مني  اوتابع يې دي  هو داسي  فريبګراودوکه باز ملايان تېرسوی دي  اوسته  چي  دفساداودتخريب په نيت  په دغوڅلورومذهبوکښي ويوه ته ځان منسوبه وي اوپه حقيقت کښي  دمذهب دښمنان دي دغه ډول خلګ اودارنګه هغه خلګ چي په باطن اوپه ظاهرکښي د مذهب   مخالف دی له تصوف څخه منکردي  نوتاسي فکروکړۍ په دې کښي  چي له تصوف څخه منکرخلګ ډېردي  اوکه يې منونکي ډېر دي  دسواد اعظم تشکيل له چا څخه کيږي؟  اوبيا په دې کښي فکر وکړۍ چي دتصوف منونکي په خير القرون کښي موجود وو اومنکرين يې ډېروروسته پيداسوي دي  نو وچاته اعتبار بايد ور کړ سي اوبيا په دې کښي  فکر وکړي چي دتصوف منونکي  داحاديثومصنفين اوامامان دي  اوهر يوه په احاديثو کښي تصنيفونه کړي دي چي دتصوف منکرين هم استدلال په کوي  لکه موطا دامام مالک اومسند داحمدبن حنبل اومسند دامام اعظم اومسند دامام شافعي  رحمهم  الله  تعالي اولکه دامام سيوطي کتابونه اولکه فتح الباري دابن حجر عسقلاني او په  منکرينو دتصوف کښي ددغه راز اشخاصودامثالووجود وهرچاته معلوم دي  چي نسته،اوبياپه دې کښي فکر وکړۍ چي دتصوف منکرين کله يوڅوک دخپلو ځانو امام ګڼي او په  قول يې دليل نيسي  خوهلته  چي  دهغه قول ددوۍ له خواهشاتو سره موافق وي  اوکله چي بيا  دهغه امام قول ورته ووايې چي ددوۍ له خواهش سره موافق نه  وي  نوبيايې نه مني  لکه شيخ ابن تيميه رحمه الله تعالی چي دتصوف دښمنان ئې خپل امام ګڼي خوکله چي بيا ورته ووايې چي ابن تيميه خو تصوف مني نو تاسي ولي انکار ورڅخه کوۍ  نو بيا دوۍ وايي  چي موږ دهيچا تابعداري نه کوو موږ  د حديث اودقرآن تابع يو، نومحترمومسلمانانو  اوس تاسي په خپله دتصوف ددوستانو  اودتصوف ددښمنانو په منځ کښي فيصله وکړۍ،زه اوس دڅلورو امامانو  داهل السنت والجماعت موقف درته ذکرکوم کوم چی دتصوف اوطریقت په باره کښی یې درلودئ  اودادغه  موقف دوهم ځل  تقدیم دۍچی بیان یې په دې شرحه دۍ
اول
امام اعظم ابوحنيفه نعمان رحمه الله،ځموږدغه مبارک اوعالیقدره امام په تصوف کښی صاحب دطریقت ؤپه هدایة النافع کښی مذکوردی چی امام اعظم په طریقت کښی دامام جعفرصادق شاګرداومریدؤپه درمختارکي اوپه حاشیه دابن عابدین کښی پردرمختارباندی راغلی دی چی ابوعلی دقاق ویلی دی چی مادطریقت اخذله ابی قاسم نصرآباذی څخه کړیدۍ اوابوقاسم ویلی دی چی مادطریقت اخِسته له شبلی څخه کړی دی اوهغه له سری سقطی څخه اوهغه بیاله معروف کرخی څخه اوهغه بیاله داوودطائی څخه اخذدطریقت کړیدۍ اوهغه بیا علم اوطریقت دواړه له امام اعظم ابوحنیفه څخه حاصل کړیدۍ
دوهم
امام مالک بن انس رضي الله عنه هم  صاحب دشريعت اودطريقت ددواړو وو علامه عدوي په خپله حاشيه کښي کومه چي پرشرحه دامام زرقاني پرته ده پرمتن دعزيه کوم چي په فقه مالکي کښي جوړسويدۍ ددريم جز په صفحه۱۹۵ کښي ويلی دي چي امام مالک رحمه الله تعالی فرمايلي دي (من تفقه ولم يتصوف  فقدتفسق ومن تصوف ولم يتفقه فقدتزندق ومن جمع بينهمافقدتحقق)یعنی هرڅوک چی دفقهی علم حاصل کړی اوعلم تصوف اوطریقت حاصل نکړی اودطریقت پرلارباندی ولاړنسی نوپه تحقیق سره به دغه سړئ فاسق وګرزی اوهرڅوک چی بیاطریقت اوعلم تصوف  حاصل کړی اودعلم فقهی تحصیل ونکړی نوپه تحقیق سره به دغه څوک زندیق  وګرزی اوهرڅوک چی دغه دواړه علمونه سره جمع کړی نوپه تحقیق سره دغه سړئ وحق ته ورسیدئ
دریم امام شافعی رحمه الله فرمایلی دی چی ستاسی له دنیا څخه دری شیان وماته محبوب دی،اول ترک دتکلف دوهم له خلګوسره ښه معاشرت دریم پیروی اواقتداء په لاره پسی داهل تصوف،انظرکشف الخفاءللامام العجلونی ،ص،۳۴۱،جزء،،۱
څلرم امام احمدرحمه الله فرمایلی دی چی زه ترصوفیه ؤبهترین قومونه نه پیژنم یوچاورته وویل چی دوی سماع اوتواجدکوی ده په جواب کښی و رته وویل چی پریږده دوی چی یوساعت له خپل رب سره خوشحالی وکړی،غذاءالالباب شرح منظومة الآداب،جزء،۱ص،۱۲۰لمحمدالسفارینی
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. .