افغان يوناټيد فاونډېشن خپلي د زده کړي وړيا چاري ښي پر مخ بيايي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36047

دخبریدو نیټه : 2010-06-03

 

افغان يوناټيد فاونډېشن چي دڅه مودې راهيسي دخپل ګران اولس دسوکالۍ لپاره دخپلو ساختماني سوداګريزو چارو تر څنګ دبې سرپرسته  خوارو او غريبو وګړو لپاره خيريه خدمتونه هم په وړيا ډول وړاندي کړي  چي پدې سره به وکولاى سي خپل مسلمان او لس ته دخدمت جوګه سي دا خيريه بنسټ په کوم چا پوري تړلي بنياد نه دى ټول خيريه ښېګڼي او خدمتونو دخپلو سوداګريزو عوايدو له لاري  په مصرف رسوي چي دا دى دنورو خدماتو تر څنګ يې په کندهار کي دنوو ګامونو په پورته کېدو دتېرو دوو مياشتو په لړ کي لاندي ګامونه اوچت کړي دي .


په لمړي سر کي يې ديتيمو او بېچارو کسانو لپاره  دغاليو اوبدلو هټۍ نه يوازي داچي په مجاني ډول پرانيستې ده بلکه هر يوه زده کوونکي  ته دغاليو اوبدلو تر څنګ دمياشتي ١٥٠٠پنځلس سوه افغاني دکور خرڅ هم ور کوي نوموړي هټۍ چي دتېرو درو مياشتو را پدې خوا خپله عملي پروسه په دوه شيفټه کي پر مخ بيايي
جي په سهاري شيفټ کي يې ټول ټال ٣٠ تنه هلکان  ٣٦ نجوني
په ماپښين شيفټ کي يې ٣٢ هلکان ٣٥ تني نجوني داسلامي او افغاني شريعي فرهنګ په نظر کي نيونه سره به بېلو بېلو ځايونو د٢تنو نارينه وو او ٣تنو ښځينه وو استادنو لخوا روزل کېږي .


ددې پروګرام هره روزنيزه دوره درې  مياشتي طول لري چي لمړۍ دوره يې درواني مياشتي په پاي کي مخ پر پوره کېدو ده ددې تر څنګ يې دروان ١٣٨٩ لمريز کال دثور دمياشتي له لمړۍ نېټې څخه پسله وخته د١٠ پاسو زده لپاره په لوړ معيار سره دکمپيوتر  انګليسي او منيجمنت تعليمي مر کز پرانيستل سوي چي تر اوسه  له نوموړي مر کزاو دهغه دزده کړو سره دعلاقې له رويه  ١٥٩ تنو زده کوونکو را جستر کړي ولي دهمدې تعليمي مر کز  دانکشافي پلان له رويه دلمړيو شپږمياشتو لپاره  ٩٠ تنه زده کوونکي رسماًتر زده کړو لاندي نيوله سوي چي البته تدريسي برنامه يې دکريډيټ سيستم پر معيارونو عياره ده چي دازاد رقابت له لاري دمجربو استادانو لخوا تدريس ور کول کېږي .

 

دا فاونډېشن دخپل خيريه انکشافي پلان په لرلو سره په پلان کي لري چي دکندهار ښار په مر کزي هسته کي يو عالي لېسه په لوړه سويوه او ښه امتيازاتو په خيراتولو سره تاسيس کاندي

 

د بينوا ياداښت : په کندهار کي دبينوا دفتر ځکه پورته ګذارش خپروي چي دا مرکز په وړيا ډول کندهاري او تنکي ځوانان روزي د بينوا هدف په دي برخه کي يوازي ددي اداري د کارکوونکو تشويق دي او بس

 

.