يکشنبه د وږي ٢٠ مه ١٣٨٤ لمريز کال
دافغانستان د کلتوري ودي ټولني له خوا د٢٠٠٥ ز کال د سپټمبر د مياشتي پر لسمه نېټه د جرمني د ليورکوزن په ښار کي د افغان هوتکي پاڅون د درې سومي کاليزي جشن د علمي سيمينار او يوې درنې غونډي په لړ کي ولمانځل شو ، په دې غونډه کي د اروپا دبيلابېلو هيوادونو څخه دراغليو افغانانو شمېر شپږ سوه تنو ته رسيده .
غونډه د ماځيګر پر څلورو بجو د ښاغلي عابدالله ساپي له خوا د قرآن مجيد دڅو مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه .
ورپسې دافغانستان د کلتوري ودي ټولني د مشرتابه جرګې په استازيتوب ښاغلي ډاکټر محمد صابر پرانستونکې وينا اواوروله او د هغو دولس ټوکو کتابونو په اړه مالومات وړاندي کړل کوم چي د افغان هوتکي پاڅون ددرې سومي کاليزي په وياړ د همدې جشن له پاره چاپ شوي وو . .
بيا په پرله پسې ډول د هوتکي پاڅون د بيلابيلو اړخونو په باب ددغو پوهانو ويناوي اومقالې واورول شوې :
_ ډاکټر عبدالصمد حامد
_ پوهنوال ډاکټر رستار تره کی
_ کانديد اکاډمسين محمد اعظم سيستاني
_ ښاغلی مانفريد شميت
_ ښاغلی محمدمعصوم هوتک
_ پوهنوال رسول باوري
د علمي برخې په پای کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له خوا ددغو دريو افغاني ويبپاڼو استازو ته د ميرويس نيکه مډالونه ورکړل شول :
_ دکانديد اکاډمسين محمد اعظم سيستاني په لاس د ټول افغان ويبپاڼي استازي شيرزاد کامه وال ته
_ د پوهنوال ډاکټر روستار تره کي په لاس د بېنوا ويبپاڼي استازي عبدالله احسان ته
_ د ښاغلي محمد معصوم هوتک په لاس د افغان جرمن ويبپاڼي استازي ښاغلي قيس کبير ته .
تر دې وروسته د جشن دوهمه برخه د ميرويس نيکه د تاريخي ډرام د يوې برخي په ښودلو پيل شوه ، دغه تاريخي ډرام د ارواښاد استاد برېښنا په قلم ليکل شوې او د نوميالي ډايرکټر ښاغلي واحد نظري له خوا وړاندي شو ، په ياد شوي ډرام کي لاندي لوبغاړو برخه اخستې وه :
_ اغلې ستورۍ منګل
_ ښاغلی محمداجان يار
_ ښاغلی مطيع الله رووفي
_ ښاغلی معاون ګران
ورپسې د ټنګ ټکور برخه پيل شوه چي لومړی ښاغلي احمدشاکر او ورپسې ځوان سندرغاړي ښاغلي شهنا په زړه پوري سندري وويلې ، د بېلابېلو مستو ملي اتڼونو په کولو سره د شپې پر يوه بجه د افغان هوتکي پاڅون ددرې سومي کاليزي جشن پای ته ورسېد .
ددې غونډي نور انځورونه له دې ځای نه وګورئ