PRESS: افغانستان او عیسویت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36121

دخبریدو نیټه : 2010-06-05

PRESS

London


د هغه CD  خپریدلو چې مسیحیت ته د افغانانو اوړیدل پکې ښودل شوې دي د افغانستان د پارلیمان غړي ولړزول او هغوي په افغانستان کې د مسیحیت د دین د تبلیغ لپاره د مسیونرانو د هڅو په غندلو سره هغه د اسلام لوی سپکاوی وباله. د دغه سي ډي خپریدا د افغانستان د خلکو د دین د بدلولو لپاره په دغه هیواد کې د میشته بهرنیو موسسو او ادارو تبلیغي مذهبي فعالیتونه ثابتوي او ښیی چې دغه موسسې ښه په جار د عیسائیت په تبلیغ لګیا دي  چې د میشنري یا تبلیغي فعالیتونو په نامه پیژندل کیږي.


په دوه زره لومړي کال کې د امریکا له حملې او دافغانستان له نیواکه وروسته په افغانستان کې د بهرنیو تبلیغي ډلو فعالیت زیات شو او کورنیزو او سیمه ایزو ټولنو ډیر ځله په افغانستان کې د تبلیغي فعالیتونو په اړه چې په دغه هیواد کې له بیا رغاونې سره د مرستې په نامه کیږي خبرداری ورکړی و.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د دغه هیواد رسمي دين اسلام دی او نه نوي فیصده خلک یې مسلمانان دي له دې امله نه کاله مخکې لویدیځو ټولنو د افغانستان د خلکو د دین د بدلولو لپاره پراخې تبلیغي او ګمراه کوونکې هلې ځلې پیل کړې په افغانستان کې د غیر اخلاقي او د عمومي عفت او حیا په خلاف د فلمونو اوتصویرونو د خپرولو په چوکاټ کې د لویدیځ تبلیغاتي یرغل په ځوان نسل د اغیز اچولو او په هغوی کې د دین په هکله د حساسیت د ختمولو په هدف سره په حقیقت کې له افغان ټولنې د دین دختمولو لپاره د لویدیځوالو د هڅو لومړي ګامونه وو.

چې په وروستیو کلونو کې یې د افغان ټولنو لخوا ډیرې نیوکې راپارولې دي . او په دې اړه د عالمانو او مذهبي ډلو اعتراضاتو څه ګټه نه ده کړې . په دې اساس د افغانستان په پارلیمان کې مسیحیت ته دافغانانو د اوړیدلو د فلم ښودل په حقیقت کې په دغه هیواد کې د تبلیغي او میشنري ډلو د قدرت ښودل دي.

 چې د افغانستان د ولسي جرګې د استازي عبدالستار خواصي په وینا چندانې ناپیژاندې نه دي. ځکه چې هغه د دغه سي ډي د ویشلو په غبرګون کې ادعا وکړه چې دهغو ټولو کسانو چې په افغانستان کې د مسیحیت تبلیغ کوي پوره پوره ځانګړتیاوې او درکونه اړوندو ادراو ته ښودلی شي.


د سیاسي شناندو له نظره د دغه سي ډي ښودل د افغانستان ټولنې او حکومت ته بوږنوونکی خبرداری دی چې په افغانستان کې له هغو موسسو او ډلو سره چې په ظاهره د انساندوستانه مرستو په توګه فعالیت کوي په هوښیارۍ سره او کلک چلند وکړي.

 که څه هم ویل کیږي چې دافغانستان د اقتصاد وزارت د تبلیغي فعالیتونو په اړه د دوو موسسو د فعالیت اجازت نامه ځنډولې ده خو د افغانستان د پارلیمان دغړیو په باور دا ډول کمزوری چلند د تبشیري او تبلیغي فعالیتونو او د لویدیځ د کلتور د خپراوي د خطرناکو او اندیښمنوونکو پایلو په پرتله چندانې کارنده نه دی بلکه د افغانستان امنیتي او پوځي ادارې باید په پریکنده اقداماتو سره په دغه هیواد کې د د غه ډول بهرنیو په تیره بیا د لویدیځو ټولنو فعالیت ختم کړي.