NYtimes: دافغان ګاردانو اوطالبانو پراړیکوتحقیق

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36142

دخبریدو نیټه : 2010-06-06

سرچینه: نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې تر دې عنوان لاندی ( افغان ساتونکې  له طآلبانو سره د اړیکو په تور تر څیړنو لاندي نیول شوي) یوه مقاله خپره کړي ده .

ورځپاڼه لیکي چې له میاشتو راهیسې داسې رپوټونه را رسیدل چې هغه افغان سوداګران چې د امریکا او ناټو ځواکونو  قافلې سکورټ( بدرګه) کوي په ځينو نا امنه او بدو سیمو کې طالبانو ته پر دغو قافلو د برید د نه کولو په بدل کې رشوت ورکوي.

نیویارک ټایمز لیکي چې تیره میاشت داسي رپوټونه بیخي زیات شول چې یو شمیر امنیتي خصوصي شرکتونه چې د کتارونو د بدرګو دندې لري مخالفوجنګیالو ته پيسې ورکوي.

ورځپاڼه لیکي چې له ولسي افغانانو سره د دغو کمپنیو د محافظینو د خونړیو مخالفتونو وروسته دوه لویې خصوصي امنیتي کمپنۍ  وطن ریسک منجمینت Watan Risk Managment  او کمپس سیکیورټي شرکت څخه دا حق واخیستل شو چې د کندهار - کابل پر لویه لاره به فعالیت کوي.

نیویارک ټایمز لیکي چې په دغو دوو کمپنیو لګیدلي بندیز د مې میاشتې د ۱۴م تاریخ په لس نیمو بجو خپله اغیزه څرګنده کړه.

دورځپاڼې په لیکنه چې په دغه ورځ د ناټو په اکمالاتي کتار د دغې لارې په اوږدو کې د طآلبانو له لوري برید وشو  یو افغان موټر چلونکی او دوه عسکر یې ووژل شول او یوه لارۍ هم وسوځول شوه.

په دوو اونیو کې د کابل - کندهار پر لویه لاره ۱۰۰۰ بار وړونکي لارۍ چې ناټو ځواکونو ته یې مواد لیږدول ودریدی او له ډاره یې حرکت بند کړ.

د وطن ریسک منجمینت کمپنۍ ریس  رشید پوپل دا تورنه په کلکه رد کړل چې ګواکي د ده کمپنۍ طالبانو ته رشوت ورکوي او یا یې هم طالبانو ته ویلي چې اوس نو په کتارونو برید وکړي چې دوي یې قراردادونه نه لري.

نیویارک ټایمز لیکي چې د کمپس کمپنۍ په دې باب خپل بیان ورنکړ.

خو نیویارک ټایمز لیکي چې دغو خبرو اوس دلته په واشنګټن کې د هغو سلګونو ملیونو امریکایې ډالرو په باب اندیښنې را پارولي چې افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو لپاره د مرستو رسولو د برنامو لپاره افغانستان ته استول شوي دي.

په داسي حال کې چې تر اوسه د دغو کمپنیو په اړه تحقیقات ندي بشپړ شوي، افغان چارواکې شک لري چې د دغو خصوصي امنیتي کمپینو یو شمیر به یې چې له افغان عالي ر تبه چارواکو سره اړیکې لري هغه پیسې طالبانو ته د رشوت په توګه ورکوي چې له امریکا څخه افغانستان ته راغلي دي.

افغان چارواکې په دې هم شکمن دي چې ښایې دغه کمپنۍ د کابل کندهار د لویې لارې د امنیتي د خراب معلومولو لپآره کله نا کله طالبانو ته بیا هم پيسې ورکړي چې په کتارونو بریدونه وکړي او د خصوصي امنیتي کمپنیو مالکین په دغه دروغي پلمه له ناټو اوامریکایې ځواکونو ډیري پیسې تر لاسه کړي.

نیویارک ټایمز لیکي چې دغو شکونو اوس بنیادي پوښتنې را پیدا کړي دی.

دغه پوښتنې د هغو کتارونو  او هغو موادو په اړه دي چې ناټو اوړامریکایې ځواکونو ته انتقالیږي او یوه پوښتنه دا ده چې آیا په ریښتیا هم دغه کتارونه د ترهګرۍ پر ضد جګړې لپاره د حیات د وینو په څير دي؟

په کابل کې د ناټو یوه چارواکې ویلي چې مونږ د جګړې دواړو لورو ته پیسې ورکوو.

دغه چارواکې چې د تحقیقاتو  په برخه کې کار کوي وایې چې دی د تحقیقاتو تر بشپړیدو خپل نوم نه شي په  ډاګه کولای .

هغه وایې: (( زه باور لرم چې په ملیونونو ډالر به طالبانو ته ورغلي وي)).

نیویارک ټایمز لیکي چې د دغو امنیتي شرکتونو په باب پیل شوي پلټني د ځينو دلایلو له امله مختلي شوي دي.

په حقیقت کې اصلي خبره دا ده چې ځيني دغه امنیتي کمپنۍ د افغان ولسمشر حامد کرزي او یو شمیر نورو افغان چارواکو د خپلوانو له لوري پر مخ بیول کیږي .

نیویارک ټایمز لیکي چې د وطن ریسک منجمینت شرکت مشر پوپل د حامد کرزي د کاکا زوی دی.

یو بل غربي چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي چې دوطن ریسک منجمینت امنیتي کمپنۍ ډيره برخه د حامد کرزي د ورور قیوم جان کرزي ده .

نیویارک ټایمز لیکي چې دلته په افغانستان کې د امنیت د راوستلو لپاره د امریکا بنایدي اصول دا دي چې د دغه هیواد کورني ځواکون وروزي.

نیویارک ټایمز لیکي چې خلک دا فکر کوي چې بلوا ګر او حکومت سره بیل بیل ګروپونه دي، خو په کابل کې د ناټو یو چارواکی وایې چې اصلي خبره دا نده، کله نا کله دغه دوه اړخونه په ځینو مواردو کې سره یو شي.

غربي چارواکې وایې چې د امنیتي شرکتونو کسان د عامو خلکو پروا نه لري او په تیرو څو کلونو کې یې په ډیرو مواردو کې په هغو کلیو باندی په ولسي خلکو بریدونه کړي چې ترینه محدودو بریدکونکو د دوې په قافلو یرغل کړی .

ارقام ښیې چې دمګړۍ په افغانستان کې ۵۲ امنیتي کمپنۍ فعالیت کوي چې شاوخوا ۲۴۰۰۰ وسله وال کسان لري .

خو یو شمیر دغه کمپنۍ تر اوسه هم د کورنیو چارو له وزارت سره ندي راجستر شوي، او نه یې هم خپلو کسانو  ته سمې پوځي روزني ورکړي .

نیویارک ټایمز لیکي چې د دغو یو شمیر کمپنیو وسله وال چریکان خو له غلو سره داسي لږ توپير لري.

یوازي په کندهار ولایت کې ۲۳ وسله والي کمپنۍ فعالیت کوي چې له دولت سره راجستر دي .

خود کندهار په واټونود دغو کمپنیو داسي کسان هم لیدل کیږي چې تر غاښونو په وسلو سمبال دي او سیمیزې جامې اغوندي.

نیویارک ټایمز لیکي چې له طالبانو سره د دغو وسله والو توپير عادي افغانانواو حتی بهرنیو ځواکونو ته هم ستونزمن کار دی .

د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر چې اوس یې استعفا ورکړه وایې چې افغان ولسي خلک د دغو کمپنیو له کړنو سره چندان علاقه نه لري.

نیویارک ټایمز لیکي چې د شخصي امنیتي کمپنیو کسان د هغو کتارونو محافظت کوي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو هډو ته اړین مواد رسوي او د دغه قرار داد بیه دوه اعشاریه دوه ملیارده امریکایې ډالره ده چې د  Host National Trucking  د قرار داد په نامه یادیږي.

د وطن ریسک منجمینت کمپنۍ تر څنګ د NCL Holdings په نامه یوه بله امنیتي کمپنۍ هم شتون لري چې د حمید وردګ په نامه د یوه ځوان له لوري پر مخ بیول کیږي.

حمید وردګ د افغانستان د دفاع د وزیر جنرال رحیم وردګ زوی دی .

Elite Security Service د یوه بل امنیتي شرکت نوم دی چې د ناټو کتارونه بدرګه کوي چې د صدیق مجدیدي تر مشرۍ لاندي فعالیت کوي.

صدیق مجدیدي د حضرت صبغت الله مجدیدي زوی دی.

Asia Security Group یوه بل خصوصي امنیتي شرکت دی چې ورته دندې لري چې د حشمت کرزي له لوري پر مخ بیول کیږي .

حشمت کرزی د حامد کرزي د کاکا زوی دی .

نیویارک ټایمز لیکي چې تر ټولو مشهوره او په خطرناکه او زړوره کمپنۍ مشهوره کمپنۍ بیا د Commando Security  په نامه یادیږي چې د روح الله په نامه یو کس پوري اړه لري.

دغه کمپنۍ د کندهار او هلمند تر منځ د  کتارونو ساتنه کوي.

د دغې کمپنۍ مشر له طالبانو سره په اړیکو تورن دی خو دی دغه تورونه نه مني.

نیویارک ټایمز لیکي چې ډیري دغه امنیتي کمپنۍ د روح الله د کمپنۍ په ګډون د احمد ولي کرزي تر اغیزې لاندي دی.

د ناټو یوه چارواکې په کابل کې د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط وویل چې د پوپل وطن ریسک منجمینت کمپنۍ، د روح الله کومانډو سکیورټي کمپنۍ  له احمد ولي خان کرزي سره ډیري ډیري ډیري نږدې اړیکې لري.

ښاغلي پوپل په خپله مرکه کې ویلي چې دی د کرزي د کورنۍ له هيڅ یوه غړي سره اړیکه نه لري.

هغه وویل چې دا سیاست دی او هر څوک د هغه پر وړاندي داسي اتهامات لګوي.

افغان او امریکایې چارواکي وایې چې احمد ولي کرزی په کندهار کې د ۲۳ امنتیي کمپنیو مشري په یوه ډول نه په یوه ډول په واک کې لري.

نیویارک ټایمز لیکي چې احمد ولي کرزی او روح الله غواړي د کندهار امنیتي قواوو په نامه یوه داسي کمپنۍ را منځ ته کړي چې ټولي نوري کندهار کې میشتې امنیتي کمپنۍ تر خپل پوښښ لاندی ونیسي.

په میدان ښآر کې یوه امنیتي چارواکې د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي چې د وطن ریسک منجمینت کمپنۍ طالبانو ته په دوامداره توګه رشوت ورکوي او له همدې امله د وطن سړي کله نا کله طالبانو ته وایې چې په یوه یوه لارۍ برید وکړي چې خپل ماموریت ناټو ته ډیر ارزښتمن ثابت کړي.

یادونه: دغه مطلب د بینوا ویب پآڼي له لوري ترتیب او ژباړه شوی.

که چیرته کومه ویب پاڼه یا اخبار دغه مطلب بیا خپروي نو د بینوا ډاټ کام منبع دي ذکر کړي.

دا اخلاقي اصول دی.

میرویس جلالزی

۰۷۰۸۷۰۹۲۰۰۰