سنډې ټایمز: د افغان ماموریت تیروتنې، د جنرالانواستعفا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36300
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2010-06-14

 


سرچینه: د بریټانیا سندې ټایمز ورځپاڼه
د انګلستان سنډې ټایمز ورځپاڼې په افغان ماموریت کې د بریټانیا د پوځ د یو شمیر ارشدو قوماندانانو تیرې تیروتنې د هغه څه لامل بللي چې اوس یې د چارواکو ادلون بدلون بولي.

سنډي ټایمز په خپله ننۍ ګڼه کې لیکلي چې د انګلستان عالي رتبه چارواکې اوس غواړي د پوځ یو شمیر جنرالان او د جګړې د کرښې قوماندانان د هغه څه په سبب له دندو ګوښه او د هغو تیروتنو د تکرار مخه ونیسي چې په افغانستان کې یې تر سره کړي دي.
د انګلستان دفاع وزیر لیام فاکس د سنډي ټایمز ورځپاڼي ته په مرکه کې ویلي چې د هیواد نوی حکومت یې نه غواړي په افغانستان کې تیرې تیروتنې بیا تکرار شي نو له همدې امله یې د خپلو هغو قوماندانانو او جنرالانو د لري کولو لړۍ پیل کړي چې د ماموریت له امله یې په افغانستان کې انګلیسي سرتیرو ته زیانونه اوښتې دي.
سنډي ټایمز لیکي چې د راتلونکې منې تر را رسیدو دمخه یعني د کار د پای ته رسیدو له دقیقې نيټې دمخه به د انګلستان د هوایې ځواکونو قوماندان جاک استراپ هم له خپلې دندې استعفا وکړي.

په ورته وخت کې به د انګلستان د دفاع وزارت ملکي ارشد چارواکې بیل جفري هم ډیر ژر د فشارونو په سبب له دندې استعفا وکړي.
ویل کیږي چې دغه استعفاوي به د جګړې د اغیزمنتوب او په ورته وخت کې د جګړې په ډګر کې د بي ځایه لګښتونو د مخ نیوي لپاره ډیري اغیزمنې وي.
سنډي ټایمز لیکي چې د انګلستان په پوځ کې مکرري تیروتنې او په خاصه توګه په افغانستان کې د بریټانوي سرتیرو لپاره دامکاناتو کموالی هغه ګرمه مسله وه چې پرې حکومت په وار وار بحثونه کړي او د دې مسلې د حل لپآره یې یوه کمیټه هم جوړه کړي وه.

د بریټانیا د دولت مخالفین وایې چې په افغانستان کې د سرتیرو لپاره د کافي منابعو نه برابرول  په دغه هیواد کې د بريټانوي سرتیرود مرګ ژوبلې اصلي لامل بلل کیدای شي.

سنډي ټایمز لیکي چې په افغانستان کې د وروستي بریټانوي سرتیري مرګ په بي ساري توګه په بریټانويو رسنیو کې ګرمه موضوع را پيدا کړه او ډیر تاوده بحثونه یې د سیاسي او نظامي کړیو په منځ کې را وپارول.
سنډي ټایمز لیکي چې دغه وژل شوی سرتیری روپرت تورنلو نومیده او د جولاۍ په میاشت کې د ماین په یوه چاودنه کې په هلمند کې ووژل شو

دغه سرتیري له خپل مرګ دمخه خپل دولت ته خبرداری ورکړی وو چې دوي په هلمند کې د  تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ دي.

سنډي ټایمز لیکي چې دغه سرتیري د جون په میاشت کې د بریټانی د پوځ جنرالانو ته په یوه لیک کې لیکلي وو چې دوي له یوې سیمې بل ته د تګ پر وخت د چورلکې له نشتون څخه کړیږي او که چیرته چورلکې د انتقالاتو لپاره پيدا نشي نو دوي به هره ورځ د دښمن د واټ د غاړې د ماینونو ښکار وګرځي.