رپوټ ورکونکی: میرویس جلالزی
دافغانستان بانک د افغانستان بانک کليدي کړه وړه اوفعاليتونه وڅيړل او دافغانستان دبانکي نظام دلازيات ښه والي او په عين حال کې دتورم دکنترولولو اودهيواد داقتصادي ودې دښه والي لپاره يولړ نوي پريکړه ليک صادرکړي .
دافغانستان بانک دعالي شورا رييس اوعمومي رييس عبدالقديرفطرت دعالي شورا دوروستيو پريکړو په اړوند دخبرو په ترڅ کې وويل سره له دې چې په ١٣٨٧ هجري لمريزکال کې دهيواد اقتصادي وده ، دپرله پسې وچکاليو اودلږاورښت اوپه کورني ناخالص توليدکې دکرنې دسکتور په نسبي دکمزوري رول په دليل په سلوکې درې اعشاريه څلوروه په ١٣٨٨ کال کې دکرنې دسکتور دپياوړتيا اوداورښت دزياتوالي په پام کې نيولو سره دهيوادداقتصاد وده په سلو کې دوه ويشت اعشاريه پنځه ثبت شوې ده او دروان هجري لمريز کال لپاره اقتصادي وده په سلو کې يوولس اعشاريه يو اټکل شوي چې دافغانستان بانک دعالي شورا له نظره يوه په زړه پورې وده بلله کيږ:ي په همدې حال کې دافغانستان بانک عالي شورا پريکړه وکړه چې دتورم دکنترولولو لپاره پولي لاري چارې او سياستونه ترلاس لاندې ونيسي چې په اوږدمهاله کې دتورم بيه په سلو کې له پنځو څخه زيات نه شي . دافغانستان بانک عمومي رييس زياته کړه اوس دعمومي تورم بيه له منفي حالت څخه دزماني په تيريدو سره مثبت حالت ته رسيدلې ده اودافغانستان بانک عالي شورا باور لري چې مرکزي بانک بايد دتورم دبيې دکنترولولو لپاره جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي چې خلک دبيو دزياتوالي له پلوه زيانمن نه شي اوپه نتيجه کې يې دپيرودنې په قدرت اوځواک کې کمښت را نه شي.