نیویارک ټایمز: امریکاپه افغانستان کې غني طبیعي زیرمې موندلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36315
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2010-06-14

 

سرچینه: نیویارک ټایمز ورځپاڼه

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي له امریکایې چارواکو په حواله خبر ورکړ چې دغه هیواد په افغانستان کې د یو ترلیون امریکایې ډالرو په ارزښت طبیعې زیرمې مشخصي کړي او د ورځپاڼي په لیکنه که چیرته دغه منا بع استخراج شي افغانستان به وکولای شي چې د سعودي عربستان په څير خپل اقتصاد ورغوي.
په دغو معادنو کې د اوسپنې، مسو، کوبالت، سرو زرو او په تخنیکي چارو کې د مغلقې اونایابې قیمتي مادې لیتیوم زیرمې شاملي دي

امریکایی محقیقینو ویلي چې په افغانستان کې داسي طبیعي زیرمې مشخصي شوي چې پکې په صنایعو کې کاریدونکي داسي مواد موجود دي چې په استخراج سره به یې دغه هیواد د نړۍ په کچه د کمیابو معادنو په یوه عمده مرکز بدل شي.

د امریکا دفاع وزارت په یوه یاداشت کې ویلي چې افغانستان د لیتیومو د درلودو په سبب د سعودي عربستان په څير چې تیل لري یو غني هیواد بللای شو او افغانستان ته د لیتیومو سعودي عربستان ویلای شو.
لیتیوم هغه ماده ده چې د  بلک بیرې موبایل ټلیفونونو اولپ ټاپ کمپیوټرونو په بتریو کې ترینه کار اخیستل کیږي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د افغانستان دغه زیرمې د امریکا د دفاع وزارت او د دغه هیواد د جیولوجیستانو د یوې کوچنۍ ډلي له لوري موندل شوي دي.
ورځپاڼه وایې چې دغو کسانود حامد کرزي دولت ته هم د دغوزیرمو په باب خبر ورکړی دی .

د امریکا د دفاع وزارت یوه عالي رتبه چارواکي جنرال دیوید پتریوس نیویارک ټایمز ته په مرکه کې چې نن خپره شوي ویلي چې د دغو منابعود استخراج په برخه کې ډیري داسي پوښتني را پورته کیږي چې که چیرته دا کار داسي شي او که چیرته دا کار داسي شي خو په حقیقت کې دغه زیرمې خورا ډیري مهمې دي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د افغانستان ناخالص تولیدات دولس ملیارده امریکایې ډالروته رسیږي خو د دغو معادنو بیه دومره لوړه ده چې تصور یې هم نشي کیدای.
د افغانستان د کانواو صنایعو وزارت یوه سلاکار جلیل جمریاني ویلي چې په دغو زیرمو باندي به د افغانستان اقتصادي حالت ډیر ښه شي.