لنډه کيسه:
د کمکې اختر يوه هفته مې په کور کې تېره کړيوه، نن مې مور سهار د وخته له خوبه پاڅولم او راته يې کړه: زويه ! دادى نو د اختر شپږمه ورځ ده اوس نو کار ته ځه.
دې څو ورځو رخصتيو ډېر ناراسته کړى وم، خداى مې دې نه ګنهکاروي چې د سهار لمونځ هم رانه پکې قضاء کېده، رښتيا يې ويلى چې بيکاري د لټۍ مور ده.
د موټر کيلې ګانې مې راواخيستي، په ګراج کې نوې ماډل سوپرجېل سراچه چې همدادوه مياشتې کېدې چې په کشت اونغدومې اخستې وه ولا ړه وه، په روژه کې مې ښه ستړې کړېوه، ډېره مې وګرځوله او هغه د چا خبره ښه ډبله د اختر خرچه مې پرې وېستلې وه.
موټر مې له نظره تېر کړ، اوبه، ټايرونه او نور عوارضي سامان مې ورته وکوت، بس صرف يوي صافي ته يې ضرورت ؤ چې څو ورځې د ګراج دوړو وهلې وه.
نن ورځ له نورو ورځو ډېر بدله وه، بس ټوله ورځ مې د ابن سينا شفاخانې مخې ته تېره کړه خو يو مريض هم زما د موټر تر څنګ رانغى، دا چې د موټر دروازې بندې وي او له ټيپه مې غمجنې ټپې اورېدې نو خوب راته چې يو څو دقيقو لپاره مې سر په اشترينګ کېښود
نه پوهېږم چې څومره وخت به ويده وم، چې د شيشي ډبهار له خوبه راجګ کړم، سترګې مې سره ومښلې ، لونګک مې له سره کوز کړ، د شيشي ترڅنګ يو د پوخ عمر سړى چې د غم نښې يې په تندې له ورايه ښکارېدې،خوزه نه پوهېدم چې دانښې دغم نه بلکې دغم دتمثيل دي، ولاړ ؤ، شيشه مې ښکته کړه، سړى لاس پورته خواته ونيوه او ويې ويل:
- استاده! د ده سبز حصه اخر ته ځو
څو ځله مې زړه کېده چې سړي ته ووايم چې وروره! چې د شپې ناوخته زه چېرته نه ځم، خو بيا مې د ځان سره وويل کېداى شي راته ووايي چې ته ايا دا مريض نه ګوري؟
- نور څوک درسره دي؟
- بس يو زه يم او دغه دوه سياسرې دي
دا وخت مې زنانه و ته چې د ويالى هغه بل اړخ ته ولاړې وي وکتل، يوې خپل ماشوم چې په ډېرو ټوټو کې تاوو کړى و د غيږ پورې کلک نيولى ؤ او بله يې همداسې راټول کړى ځان ولاړه وه.
- ښه ځم، خو د پيسو خبره بايد سره وکړو
- سهي ده
- څو راکوي؟
- بس چې څو د لاري کرايه وي، هماغه واخله
- ښه راځئ وخيژئ!
د شاته سيټ لاک مې جګ کړ، دوازه مې خپله خلاصه کړه دريواړه په دويم سيټ کې کېناستل.
د شپې مې خوب ليده چې (( تر ناوخته موټر چلوم، درې تورې بلاګانې د موټر مخې راته ودرېږي، موټر ته ډېر زور ورکړم خو موټر هم راته قسم وکړي چې والله که مې له ځايه وخوځوي، هېڅوک هم زما د مرستي لپاره نه وي، ډېرې چيغې وهم، تر دې چې يو ناڅاپه د پوليسو د ګزمې موټر راڅرګندېږي او ددې بلاګانو څخه خلاصېږم ))
که ريښتيا ووايم ډير ځله د شپې خطرناک خوب وينم خو په سهار مې بيا هير وي مګر دې خوب نن له سهاره په چورت کې کړى وم او هره لحظه مې همدغه صحنه چې(( بلاګانې مې مخې ته ودرېږي او موټر هېڅ حرکت نه کوي))، سترګو سترګو ته کېده.
دا چې دې خلکو سره مريض وه نو ټيپ مې هم خاموش ؤ او داسې څه هم نه وه چې د بېګاني ليدلي خوب سوچونه مې له ذهنه وباسي.
د ده سبز حصه اخر ته په رسېدو مې د موټر ساعت ته مې وکتل چې د ماخوستن اته بجې دي، روانه خاموشي مې په دې خبره ماته کړه چې وروره دادې د ده سبز حصه اخر اوس وايه چې کوم کور ته ودرېږم.
سړى ځان ناګاره کړلکه هېڅ يې چې نه وي اورېدلي، د موټر د چت ګروپ مې روښانه کړ، سړى سمدستي وښورېده او ويې ويل: وروره همداسې مخامخ په دې خامه سرک مخکې ځه بيا زه درته وايم چې کوم ځاى کې ودرېږه.
تقريباً يو لس دقيقي مزل به مې کړى وي، چې ورته ومې وويل:
- وروره تا خو راته د ده سبز حصه اخر ښودلي وه اوس نو دادې د حصه اخر څخه خو ډېر راتېر شو.
- دا هم د د همدې حصي مربوط ده خو ځه خير تاته به ددې پيسې اضافه درکړو .
فکر مې کاوه لکه چې د خوب تعبير مې په خپله پيدا کړى وي، موږ ډرېوران هم عجيبه خلک يو، په موټر کې مې د سيټ بورډ په لاندېنۍ برخه کې يوه بټنه د انجن د بنديدو لپاره جوړه کړېوه چې کله به مې ووهله نو موټر به په هېڅ مسترى نه چالانېده تر دې چې بيا به ما په خپله بټنه نه وه وهلې. دا کار مې له هغه وخته شروع کړى وه له څه وخته مې چې د کابل جلال اباد په لويه لاره کرولا موټر چلاوه او کاغذونه مې پاک نه وه نو بيا به مې سوارلي په دې نوم چې تر پل محمود خان پورې مو بيايم، راجيګوله او د هډې نه لږ مخکې مې له همدې بټني کار اخيسته او موټر به مې ګل کاوه چې بيا به سوارلي له مجبوريته په بل موټر کې کيناسته،
دا چې بټن مې په همدې موټر کې جوړه کړيوه نو دا وخت مې هم له همدې بټني کار واخيست، د موټر له ګل کيدو سره سړى غږ وکړ استاده لکه چې موټر دې خراب شو که څنګه ورته مې وويل نه پوهيږم،
په خپلو کې سره وسونګېدل، تر لږ ځنډ وروسته يې راته وويل: بس همدلته يې ودروه.
د اعتبار لپاره له موټره کوز شوم او اخوا ديخوا مې موټر ته وکتل، دا چې سړى د موټر ګروپ ته پيسى شمارلى نو موټر لاندنې انجن ته مې سر ورښکته کړ، چې د شا له خوا مې يو زورور ګوزار وخوړ، ډېر زر پوه شوم چې د خوب معنا پسې مې چې فکرونه کول څه وه؟ تر ټولو حيرانوونکې خو لا دا وه چې دوه ښځې په دوو سړيو بدل شوي وه او په يو ځان مې د دريو دفاع کوله خو دا چې د موټر ګروپونه هم له يو څو ځنډ وروسته مړه شول نو کلک او زورور ګوزارونه مې وخوړل چې له پاڅيدلو يې پاتې کړم، هېڅ د جګيدو وس راکې نه وه خو بيا مې هم ناکامه هڅه کوله، دا ځکه چې د موټر دوه مياشتې کشت خو لا پاتې وه، په اخر ځل مې داسې يو ګوزار په سر وخوړ چې بيا نو په ځان نه يم پوه شوى بس يو وخت ؤ چې ډاکټران راباندې په هماغه شفاخانه کې راغونډ وو له کومې نه چې مې ناروغه سوارلۍ پورته کړې وه.