لنډه کيسه
د هر انسان د تخليق شاته د دوه كسو لاس دى يوه ښځه او يو نر. سړى چې په څه شي سړى دى ګويا هغه برخه ورته د نارينه رسېدلې ده. اوهره ښځه چې په څه شي ښځه ده نو د وجود هغه برخه ورته د ښځې په نصيب رسېدلې ده، باقي سړى دى.
د خبرې مطلب دادى چې هر سړى نيم نر دى او نيمه ښځه او دغه شان هره ښځه نيمه ښځه ده او نيم نر. بلكه هر سړي او هرې ښځې د جوړېدو په وخت كې زيات وخت له ښځې سره تېر كړى دى.
په ما چې دا نادر راز افشا شو نو سمدستي مې ورته د يوې مقالې شكل وركړ او مقامي اخبار ته مې ولېږه چې په هغې كې مې د نورو دلايلو سره دا علمي دليل هم ليكلى و چې: ”د هر انسان د تخليق شاته د دوه كسو لاس ............. “
زما يقين و چې د مقالې چاپ كېدل به د نارينه ؤ غرور ته ماتې وركړي او د ښځينه ؤ د كمزورۍ احساس به راكم كړي. خو داسې ونه شو.
اخبار په نارينه طبقه كې مقبوليت پيدا كړ او له هره طرفه راته تعريفي ليكونه راغله. خو بل طرف ښځو دا د ځان بې عزتي وگڼله او په ما يې د يو كم عقل، بې موضوع او كچه سړي تورونه پورې كړل. او اخبار ته يې وارننگ وركړ چې بيا داسې بې سروپا ليكنې چاپ نه كړي.
زه چې دلته مايوسه شوم نو بل ښار ته مې د تلو اراده وكړه په دې خيال چې :
ندارد چون اين شهر گوهر شناسى
دلِ خود به ملكِ دِګر مفروشم
زه چې بل ښار ته راغلم نو په بې غمۍ سره مې په دې هكله څېړنې پېل كړې چې په دې كې د ښځو عالمي ورځ راورسېده. ما رنگ په رنگه پوسټرې بېرغونه تيار كړل او مختلفې نعرې، شعرونه مې پرې وليكل او په هغې كې مې په دې خبره زور راوړو چې له دې وروسته هر سړي ته په بل سړي كې له سړي سره سره خامخا ښځه هم په نظر راشي او لكه د طاؤس خپلو پښو ته په ليدو شرمنده شي. او هرې ښځې ته بله ښځه پوره ښځه نه بلكه نيمه ښځه نيم سړى ښكاره شي او له نتايجو نه يې بهرور شي.
سهار تر لسو بجو پورې ما خپل اشتهاراتي مهم ښه په تُندۍ سره جاري وساته. هر خاص و عام، اخباري نمايندګانو او د كليو بانډو څخه راغلو مريضانو سيلانيانو ته مې تشريحي خطبې بيان كړې، پوسټرې تقسيم شوې او د هر قسمه سوالونو ځوابونه مې وويل. تقريباً ډېرو خلكو زما د راوړي پيغام مرسته ملگرتيا وكړه او ډاډ يې راكړ.
په دې كې ناڅاپه د يوې خوا نه د ښځو يو مضبوط ټولى راښكاره شو چې مخه يې همدې چوك ته وه. د راتلو سره يې فلك شگافه نعرې پورته كړې چې په كې د سړو نه د بغاوت، په خپلو پښو د ودرېدو او د ظلم او زياتي خلاف آوازونه پورته شو. زه چې پوه شوم چې دوى يوځل بيا خطا شوې او د افراط لاره يې ونيوه نو زر زر مې خپله ميانه روي رامخې ته كړه او په ډېر هنر مې د سړيو د سړيتوب گراف ففټى ففټى ته راكوز كړ او چې په دې لړ كې مې څه زده وو ټول مې د دوى مخ ته ډيرى كړل او بيا مې يې خپلو بېنرونو ته پام راوګرځولو.
ښځو چې دا هر څه وليدل نو يوه پكې راوړاندې شوه او ويې ويل: ”دا څه بې هودګي ده!!! _____ له دې ځايه ځې او كه پوليس راوغواړم “.
په ما ورځ توره شپه شوه چې تر اوسه دوى څه ويل او اوس د يو نارينه د شړلو د پاره نارينه راغواړي. ګويا خپله ګټه په نارينه ؤ كوي او سړي خپلو كې په جنګ اچوي. دې شېبه كې ما نه هم رګِ نبض خطا شو او سړي راته مكمل سړي ښكاره شو. ما سره غم شو چې دا هر څه خو زه د يو علمي تحقيق د رامخې ته كېدو نه زيات د ښځو سره د همدردۍ د اظهار د پاره كوم. نو بيا دوى زما مخالفت ولې كوي. ددې نظريې خو د سړو نه زيات ښځو ته د خپلولو ضرورت دى. دې كې نورو زما كاغذونه پوسټرې راجمع كړې او ما ته يې په دا مخ راوويشتې.
ماته ځان گلېليو ښكاره شو چې په ښار كې روان دى او د روم خلك يې په كاڼو ولي. بيا سقراط رامخې ته شو چې د حق و صداقت د پاره يې زهر وڅكل خو يو قدم هم شاته نه شو. ددې خيالاتو راتلل وو چې زه په نوې جذبه خپل فلېټ ته راغلم او ټوله شپه مې په دې غم كې تېره كړه چې غلطي په كوم ځاى كې ده. آخر د دنيا خلك زما په خبره ولې نه پوهېږي. ما لا دا سوچونه كول چې دې وخت كې راته د تبليغيانو هغه خبره راياده شوه چې د هر عمل شروع اول د خپل ځان نه پكار ده.
سهار ما پوره تياري وكړه او په ډېر فخر د ښار په كوڅو كې راروان شوم چې دې كې يوې ښځې بلې ته ووې: ” دا لا څه شى دى _____ دا خو لكه چې هجړا دى خانه خراب. “
ما مخ ورواړولو او ومې ويل: ” بالكل صحيح تعبير دې وكړو____ د بادشاه مازغه لرې خو افسوس چې ښځه ذات يې. “
خو چې لږ وړاندې لاړم نو سوچ راغى چې هجړا خو څه بل څه شى وي. هغه عېب خو په ما كې نشته نو بيا ولې غلط طرف ته منسوب كړل شوم.
ما داسې كار كړى و چې قميص مې د ښځې اغوستى و او پرتوگ د نر. چې د وجود پورته حصه د ښځې نمايندگي وكړي او لاندې د نر.
زه چې پوه شوم چې نور نو بيخي په شرمونو شرمېږم او دې خلكو هسې هم ټول عمر د علم او ترقۍ مخالفت كړى دى او خداى خبر څومره د ملك و قوم خېرخواهان به شاته ديكه شوي وي نو څه فايده چې ځان كړوم. همغلته د خپل مشن نه مستعفي شوم او كور ته روان شوم.