اریستون ویبپاڼه : ولې موږ له منځه وړي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36551
ژباړه: سلطان
دخبریدو نیټه : 2010-06-26

ماخذ: http://www.iriston.com/nogbon/news.php?newsid=408

په یاد مې نه دې چې په کوم کال کې وو، د سوسیالیستی اوستیا په ورځپاڼه کې د «کاجی بی» د متقاعد منصبدار (چې نوم یې نه وو اخستل شوی) یو مطلب خپور شوی وو چې پکې یې افغانستان ته د قواوو د ننوتلو نه مخکې په خاصو عملیاتو کې د ګډون په هکله د ځان یوه خاطره راوړې وه. په دې مضمون کې لیکوال دا بیان کړی وو چې څنګه هغه د یوې وړې ډلې په ترکیب کې د فارسي ژبې او ملیتي ځانګړتیاوو د زده کړې وروسته په بدلو جامو او اوږدې ږیرې سره د افغانستان یوې غرنۍ سیمې ته سوق شوو څو معلومات راټول کړي او د قواوو د ننوتلو نه مخکې د خلکو په منځ کې د چمتووالي کارونه سرته ورسوي.

کله چې دی غرنۍ سیمې ته ورسید د مسافر په پلمه یې د یوه کور څخه د شپې د پاته کیدو غوښتنه وکړه. وروسته لیکوال داسې بیان کوي:

(ماته یې د شپې ځای راکړ، د ماښام ډوډۍ تعارف یې راته وکړ، څه خواړه او ډوډۍ یې راته راوړه. دې خبرې ته په پام سره چې دغه کورنۍ فقیره غوندې ښکاریده د دې لپاره چې د کور خاوند خوابدې نه کړم د ډوډۍ څخه مې یوه ټوټه راجلا کړه او په خوله مې کړه. د هغه نه وروسته چې په ما څه تیر شول یوازې په یوه نامه یې یادولای شم – شوک!!! د کورنۍ مور په صفا «دیګوري» لهجې خپلې یوې لور ته وویل «ځه غوا ولوشه!!!». هغه ډوډۍ چې مې په خوله کې وه په ستونې کې مې ونښته.
 

په ماغزو کې مې څړیکه شوه. لومړی فکر چې مې سرته راغی دا وو «زه افشا شوم، عملیات ناکامه شو او داسې نور». زما د شوک دوهمه مرحله هغه وخت پیل شوه چې د کور میرمن ما ته مخ راواړاوه او وویل: «صبر بخور».  د کور نارینه زما تر څنګ ناست وو او راته موسکی شو. د یو څه وخت په تیریدو سره زه پوه شوم، چې دا کومه بله ژبه ده، که څه هم موږ ته د دا ډول ناببره شیانو په هکله څه نه وو ویل شوي. لکه څنګه چې وروسته څرګنده شوه (د کور خلکو) له ما سره په فارسي خبرې کولې ا و په خپلو مینځو کې په پښتو. داسې هم نه وو چې ټول هغه څه چې دوی ویل زه ورباندې پوهیدم، خو ډیری کلیمې سره ورته وې او یایې هم تلفظ  کټ مټ د دیګوري لهجې ته شان وو.  ټوله شپه ماته خوب نه راغی. زړه مې کیده چې خپل احساسات له دوی (کورنۍ) سره شریک کړم. زړه مې کېده چې د خپل ځان او خپل قومیت په هکله دوی ته ووایم او هم دوی ته ووایم چې د دوی د ژبې په ډیرو خبرو باندې پوهیږم. خو پوځي راز مې باید ساتلی وای او ....
ځان ته مې په دې تسل ورکاوه چې یو وخت به وکولای شم هغه ځای ته بیا راشم.

څو ورځې وروسته زه کابل ته رسېدلی وم، خو بیا هم له تلوسې خلاص نه شوم. په کابل کې زما دې خبرې ته هم پام شو چې حتی په ظاهر کې د هغې غرنۍ سیمې د خلکو او د هوارې سیمې د خلکو ترمنځ توپیر وو.)

ما دغه کیسه  هغه وخت په یوې ورځپاڼې کې لوستی وه چې زه لا تنکی ځوان وم او ما هغې ته خاصه پام ونه کاوه. تر ډېره حده د روسیې د حکومت سیاست هم دغه وو چې له موږ څخه «کسموپولیت» یعنې بې قومیته خلک یا پیشاهنګان او کمسمولان جوړ کړي. پښتانه یو له هغو محدود شمیر قومونو څخه دي چې د اوسیتینیانو سره د ژبې او جنتیکې نصب په اساس د خپلوي او ورورګلوي اړیکې لري.

د سلو کلونو څخه زیات وخت کیږي چې دغه قوم په لوی لاس او په مختلفو پلمو له مینځه وړل کیږي! په دغه هیواد کې د منظم پوځي حضور ټول هغه دلایل چې د رسنیو له لارې خپریږي د خندا وړ دي، که نور نه وي د هغو کسانو لپاره چې په څه پوهیږي او د تحلیل او ترکیب توان لري. جنیتیکي تحقیقات ښیي چې دغه قوم د آریایي R1a هپلوټایپ تر ۸۰٪ زیات درلودونکی دی! د دې خبرې په پوهیدو سره چې په دې خاوره کې د تروریزم ضد او دې ته ورته نورو درواغو په پلمه د ټولو پوځي عملیاتو تر شا څوک ولاړ دی، د دوی قومیت او دین کوم دی، دا څرګندېږي چې د جیوپولیتیک او خامو موادو د مسایلو د حل ترڅنګ په عین وخت کې د آریایي نژاد ځپل او له منځه وړل هم روان دي!!! د بم غورزوونکو الوتکو د پیلوټانو د «تیروتنو» او د درانده توپچي په «نښې کې د خطاوو» په پلمه بسته سیمې له منځه وړل کیږي!!! په یوه څرپ کې زموږ د خپلوان قوم په لسګونه او په سلګونه زاړه، ښځې او، چې تر ټولو وحشتناکه ده، ماشومان له مینځه وړل کیږي! په دې «د تروریزم ضد» عملیاتو کې تر ټولو نوې وسلې او پوځي تکنالوژي ازمویل کیږي.

د ګرجستان او اوستیا په اصطلاح شخړه کې به زموږ قوم په ورته حالت کې وای، که چیري زموږ ترشا روسیه نه وای ولاړه هغه هم په سیمه کې  د خپلو ګټو په خاطر! ځکه چې ګرجیان او امریکا او اروپا په دې ښه خبر دې چې موږ اوستیان له خپلې خپلواکې څخه تل دفاع کړې. خو نړیوالو رسنیو دغه شخړه او موږ د ګرجستان په خاوره کې د بیلتون غوښتونکو په نامه دنیا ته وروپیژندلو چې نه غواړو د هغه (ګرجستان) «دیموکراتیکو» قوانینو ته غاړه کیږدو او د جنوبي اوستیا په خاوره کې حکومت له ګواښ سره مخامخوو ! هرڅوک کولای شې ناقانونه اعلان شي، خو تل باید له ځانه وپوښتو چې دا کار د چا په ګټه ده؟


ډیر د خواشینې ځای دی چې موږ د خپل ورور پښتون قوم د واقعي قتل عام په اړوند یوځل هم خپل اضطراب او غوسه څرګنده نه کړه. د فعلي قتل عام په غندنه کې یوه کلیمه هم چا نه واوریده. په دې حالت کې زموږ دریځ که هیڅ نه وي د خندا وړ دی، کله چې موږ ځان د آریایي توکم د خپلوان قوم په توګه نوروته ورپیژنو، څیړنې کوو، تاریخي ریښې راسپړو، په هره سطحه خپلې قومي اړیکې په ثبوت رسوو، خو د خپلې ځانځانۍ له لاسه د ورور قوم څخه د دفاع لپاره د دوو کلیمو له ویلو څخه بیرېږو یا يې مو هیریږي. خو کله چې بلا مو په خپل سر نازله شي موږ ټولې دنیا ته د مرستې چیغې وهو. له دې چې دغه قوم (پښتون) په جګړو کې پیچل شوی، او په لوی لاس له فقر او بی سوادۍ سره مخامخ شوی، نه شي کولای په مطبوعاتي ډګر کې د ځان دفاع وکړي!!!

هم هلته او هم دلته (اوستیا) کې دغه وینې تویونې د عین کسانو، د هغوی اولادونو او عین هیوادونو له خوا تنظیمیږي. هغوی دي چې وسلې لیږي، په دې کې بې پیلوټه کشفي الوتکې هم شاملې دي. دا  له تروریزم سره د متمدنې نړۍ یا د اوستیانو او ګرجیانو ترمنځ جګړه نه ده. دا  پر نړۍ باندې د یوه معلوم قوم د یوې وړې ډلې خلکو د واکمنۍ هڅې دي!!! تروریزم او داسې نورې ستونزې د همدغه کسانو او د هغو د ګټو محصول دي. په طبابت کې د اعراضو سره مبارزه لږ موثریت لري، د (ناروغۍ) بیرته راتګ امکانات زیات وي، باید د ناروغۍ له سبب او منبع سره مبارزه وشي مخکې له دې چې ناوخته شوې وي. ولې دا پوښتنه کیږي؟ د څه لپاره؟ دا ځکه چې د (نه راګرځیدو ټکۍ) په نامه یو مفهوم موجود دی! چې له هغې وروسته هرڅه کول له وخته تیر کاروي!! هغه خلک چې د واکمنۍ وږي دي، کله چې دغه ټکی ترلاسه کړي، غواړي چې د خپلې واکمنۍ لاندې خلکو ترمنځ ټولې قومي پولې او ځانګړتیاوې له مینځه یوسي.
د الکتروسینک د څښتنانو نومانو ته پام وکړﺉ چې زموږ خلک له مینځه وړي!!!
دا زما شخصي نظر دی.
ډیره هیله لرم چې په دغه ویبسایت کې د پښتنو د عام وژنې په اړوند د اضطراب په هکله که نور نه وي نو یو کوچنی مطلب موجود وي!

په درناوي.  ادوارد (احمد) داوربیکویچ ګادزییف