ريالسټ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36576
صابر شينوارى
دخبریدو نیټه : 2010-06-27

 لنډه کيسه

جنرل موريسن هم عجيبه سړى و. په يو وخت كې پكې څو بېلابېل صفتونه راټول شوي وو. هغه يو بردبار، وجېه او دلچسپ سړى و. د دومره دولت سره سره پكې د كبر او غرور څه نښه نه لېدل كېده. سړى د هغه سره په صحبت كې نه تنګېدۀ. د هغه د كار دفتر د سپر سټار واين كلب تر څنګه واقع و. زما او د هغه د پېژندنې سبب د هغه يواځنۍ لور باربرا موريسن وه. د باربرا د پښتو ادب سره مينه وه او غوښتل يې چې د پښتو او پښتنو په باره كې معلومات لاسته راوړي. نن سبا د همدې مجبوريت له مخې دلته راغلې وه او ما سره يې ملاقات شوى و. هغه زما د معلوماتو نه متاثره شوه او د بېرته تګ په وخت يې ماته هم لندن ته د تلو بلنه راكړه. او دا دى صرف دوه مياشتې پس پسې زه هم لندن ته راغلم.
لندن زما د توقع نه زيات ښكلى ثابت شو. ټكسي زه د باربرا د كور مخ ته كوز كړم. كور څه و سم شاهي محل و او په وسېعه احاطه خور و. هغه زما په ناڅاپي راتلو ډېره خوشحاله شوه او دا يې يو سرپرايز وګاڼۀ. لږه شېبه وروسته جنرل موريسن هم راغى. هغه ماته د هركلي په وخت نوم واخيست او په ګرمجوشۍ سره يې زما هركلى وكړ. څه شېبه پس يې ما سره زما د شاعرۍ په هكله خبرې پېل كړې. زه پوه شوم چې باربرا زما په هكله ډېر څه ورته ويلي دي. د خبرو په ترڅ كې زه په دې ورسېدم چې مورېسن يو زمانه ساز شاعر او صاحبِ طرز اديب دى.
د چاى څښلو نه وروسته مونږ درېواړه راووتو او تر ماښامه آخوا دېخوا وګرځېدو. چې كور ته راغلو نو د موريسن د مازغو نه لا د شعروشاعرۍ خبره نه وتلې. هغه ما سره نزدې كښېناست. زما لاس يې په خپل لاس كې ونيو او ويې ويل: ”ته رياليزم خوښوې او كه رومېنټك جذبات؟“ ما جواب وركړ: ”زه مشرقي سړى يم خامخا به ريالسټ يم. رنګيني او نمايش د مغرب كار دى“.
هغه په قهقهه وخندل او ويې ويل:”ګوره صاحبه! دا صحيح ده چې مونږ د رياليزم نه انكار نه شو كولى خو رومانيت هم د ژوند يو دروند اړخ دى چې په شاعرۍ كې بايد ښه په شدومد څرګند شي“.
”-هغه هسې خيالي خبرې دي او د ژوند په كومه لحظه كې په كار نه راځي. زه د ادب د پاره د ژوند د نظريې قايل يم. شعر د ټولنې عكاس پكار دى“.
”-درسته ده خو زه وايم چې يو شاعر اديب په خوله وايي يو څه، او كوي بل څه نو دا هم ښه نه ده“.
ما په پوره زعم وويل: ”زه چې د رياليزم نه ډكه شاعري كوم ګو شاعري به مې لږه شډله وي خو ما ټولې د كار خبرې كړي. په خپل ژوند كې تل د ښځو سره د مينې، بې ځايه خوندونو او آواره ګرځېدو نه ليرې پاتې شوى يم“.
”-سمه ده ماته خوب راغى. ته هم ويده شه سبا به خبرې كوو“.
د جنرل د وتلو نه وروسته باربرا راغله. د سلام نه وروسته يې وويل: ”زه همدې ته منتظره وم چې جنرل ووځي او زه راشم. ځه چې بهر ځو“.
دواړه راووتو. باربرا خپل موټر د يو نايټ كلب په احاطه كې ودرولو او كلب ته ننوتو. ژوند دلته بل ډول و. شباب شباب و او د هر شي نه دولت او مستي څڅېده. مخامخ هال كې بېلابېلې جوړې په رقص بوختې وې. ما هم باربرا د لاس نه ونيوه او په رقص مو شروع وكړه. رقص دومره خوند راكړ چې باربرا مې په غېږه كې ټينګه كړه او تر خپله وسه مې وزبېښله. ما او هغې په يو بل د بوسو باران وكړ.
ما د باربرا په فرمايش مشروبات څكل او شا او خوا د ناستو منتخبو حسيناوو د لغړو پښو او نورو قابلِ ديد حصو نه محظوظ كېدم. داسې ښكلې جينكۍ د سړكونو په سر ډېرې كمې ليدل كېږي. بِل باربرا آداء كړ او د شپې دوه نيمې بجې د كلب نه راووتو. بهر چې راغلو نو سترګې مې نېغ په نېغه راتلونكو رڼاګانو وبرېښولې. د سړك په غاړه هم ښه ګڼه ګوڼه وه. دې شېبه كې زما مزغو كار پرېښود. د سړك د بلې غاړې نه جنرل اوږده اوږده قدمونه اخيستل او زمونږ خوا ته راروان و. زما په بدن كې وينه وچه شوه. مونږ ستړي مشي وكړه او د باربرا سره په موټركار كې كور ته راغلو. په ټوله لار هغه هيڅ ونه ويل يواځې يې د ځان سره په سترګو كې اشارې كولې او په لېمو كې يې خندل.
هغه زه ډراينګ روم ته راوستم او تر څنګه يې كښېنولم. زما لاسونه يې په خپلو لاسونو كې ونيول او ويې ويل: ”ګوره صاحبه! كلب هم د رومان او رنګينۍ يو نماينده ځاى دى چې نن ته ورغلى وې“.
زما په ستوني كې آواز ونښت او په ټيټ آواز مې وويل:
”دا نن زه هسې غلط شوى وم. زه خو د باربرا د شوق د تكميل په خاطر تللى وم. زه اوس هم په خپله نظريه كلك ولاړ يم“.
هغه خپل دروند سر وخوځولو، فرش ته يې وكتل، وروځې يې جيګې كړې او په سترګو كې يې وخندل. ويې ويل: ”له تانه مخكې هم زه ستا په شان له دوه درې پهلوانانو سره مخ شوى يم. هغوى خو مې رام كړي دي اوس ستا وار دى. ته به هم معلوم شې. اوس د شپې درې نيمې بجې دي ته ويده شه سبا به خبرې كوو“.
جنرل ووت او زما په ذهن د لندن رنګينۍ راوورېدې. د چا پلار به دې ښكلاګانو ته ټينګ شي.خداى خبر څه وخت زما سترګې ورغلې وې.
سحر لس بجې راپاڅېدم. باربرا زما د پاره ناشته راوړه. د ځان سره مې سوچ وكړ چې نن خو يواځې وسېدل پكار دي. د باربرا نه پټ د كوره ووتم او د هارډي پارك په لور روان شوم كله چې د لوى چوك نه تېر شوم نو سترګې مې په يوه داسې جوړه ولګېدې چې سرتاسري حسن و. لوړه دنګه جينۍ او نيم عريان بدن، د هر قدم سره به يې ټخ ټخ پټاخې الوزولې.
ما چې هر څو كوشش وكړ خو سترګې مې ترې وانه وښتې او بې اختياره په هغوى پسې روان شوم. يو دوه څلور لاري وروسته په يوه داسې كوڅه ننوتل چې ما يې تصور هم نه شو كولى. د يو بلډنګ د دويم چت نه چن چن د ګونګروګانو آواز او د طبلې دربهار راته. ما چې سر پورته كړ نو يوې نوخېزې حسينې راته لاسونه وخوځول. زه لكه د مشين په څېر زر زر وروختم. دروازه مې چې پرانسته نو حېران پاتې شوم. داسې ښكلې كوټه ما په ټول عمر كې نه وه ليدلې. د دنيا هر څه دلته موجود وو. هغې په يوې خاص آدا ما ته هركلى ووې او د ځان سره يې په صوفې كښېنولم. زما د پوښتنې په جواب كې هغې داسې څه وويل چې زړه دې غواړي. د هغې نوم روينا و او اصلاً ډمه وه. هغه يوه ښه مغنيه هم وه چې دلته يې د مشرقي موسيقى يو كلب جوړ كړى و. د هغې په وينا هغه د حسن بازار د سر په حسيناؤ كې يوه وه. هغې د رقص په دنيا كې ځان ته مقام جوړ كړى و. د هغې خبرې دومره دلنشينې وې چې زه بې اختياره د هغې په لور مايل شوم. ما او هغې تقرېباً نيم ساعت صحبت وكړ. هغې د ما نه سبا ماښام د بيا راتلو او د هغې د رقص په محفل كې د شامليدو وعده واخيسته. ما د هغې د صحبت قيمت آدا كړ او د هغې ځاى نه نېغ د جنرل كور ته راغلم. جنرل دومره ښه سړى و چې د هغه كور ما خپل كور ګاڼه. ما د باربرا سره تر ډېره د روينا په هكله خبرې وكړې او ومو پتيله چې سبا ماښام به دواړه ورځو.
سبا ماښام په ټاكل شوي وخت زه او باربرا د روينا بالاخانې ته ورغلو. د يو نوكر په رهنمايي مونږ د رقص هال ته ننوتو. هال سم د يوې نګارخانې په څېر و او په كې د شيشې هنري كار شوى و او په دې تياره ماښام كې د يو شيش محل په څېر ښكارېده. فانوس، بلبونه، روښانه شمعې، د ګونګروګانو شرنګار، د رباب سوزوساز، په يوه زمانه كې ما هم په خپل ښار كې داسې محفلونه ليدلي وو. په دروازه چې داخل شو نو د پوخ عمر يوې ښكلې ښځې مونږ ته ښه راغلاست وويل. لږه شېبه هم نه وه تېره شوې چې د هال ټولې كرسۍ ډكې شوې. مخامخ يوې ښكلې نازك اندامې غوټۍ رقص كولو او يو پُرسوز غزل يې زمزمه كولو. د څه وخت د پاره دې هم محفل ته روښنايي وبخښله او د خپل حسن داد يې وصول كړ. د پوخ عمرې ښځې په اشاره هغې محفل برخاست كړ او د روينا د راتګ اعلان يې وكړ. په ټول هال كې ګونګوسي پېل شو. روينا څه راغله چې محفل يې جاوداني كړ. د رقص په وخت د هغې ټولې پلې خوزېدې. اُف د هغې آداګانې، سوزنده آواز، د هغې د پښو ټپار. كله چې غزل خپل شباب ته ورسېده نو يو صاحب پاڅېده او په روينا يې د روپيو باران جوړ كړ. كله چې د هغه جېبونه سپك شول نو زه ورپاڅېدم. ما د مخې د غټو نوټونو نه شروع وكړه. د روينا خولې هم اوبه راپرېښودې. ما يو لاس د هغې د نرۍ ملا نه تاو كړ او په بل لاس مې د هغې د حسن اسناد وېشل. كله مې چې يو لوى بنډل راووېست نو هغې له ډېرې خوښۍ زه ښكل كړم. ما هم دوه درې ځله هغه ښكل كړه. دا حالت تر هغې جاري و تر څو چې ما سره پيسې وې. نن د روينا د رقص ټول وخت ما نيولى و. ځكه خو زما د بيرته كښېناستو سره سم محفل برخاست شو.
د نورو خلكو سره يوځاى مونږ دواړه هم راووتو. ما به لا دوه درې قدمه هم نه وو اخيستي چې د خلكو د منځ نه يو غوښن لاس راووت او زه يې د لاس نه ونيولم. ما چې وروكتل نو زړه مې ډوب شو. په تندي مې يخه خوله راغله.
-”آفرين صاحبه! زه نه پوهېدم چې ته دومره حسن شناس هم يې. نن خو دې د روينا پوره پوره حق آدا كړ “. موريسن په لوړ آواز وويل.
ما هغه ته هيڅ جواب ورنه كړ خو په زړه كې مې تېره شوه چې نور نو د موريسن سره ګوذاره ګرانه ده. په لومړي فرصت كې به ترې يو خواته كېږم.
موريسن يوه ټكسي ونيوله. زه د شرمه په وروستي سيټ كې غونج كښېناستم. زه د خپلې دعوې ضد ثابت شوى وم. ما احساس كړه چې زما تېرې خبرې هسې د خولې بړبوكۍ وې. ټكسي مونږ د موريسن د محل مخې ته كښته كړو. موريسن زه د لاس نه ونيولم او نېغ يې خپلې كوټې ته بوتلم. هغلته يې تر څنګه كښېنولم او زما لاسونه يې په خپلو لاسونو كې ونيول. د هغه دا عادت ډېر عجيب و. هغه به په خبرو كې د تاكيد په وخت زما لاسونو ته زور وركاوۀ. د لږ ځنډ نه وروسته يې په خوږه لهجه وويل:
”فكر كوم حسن بازار هم د ژوند رومانوي اړخ دى. يواځې دده په هكله فكر كول هم څومره خوندور دي، څه دې خيال دى؟“.
زه نو د خجالته نه مړ وم نه ژوندى. د جنرل دې خبرې چې درسته ده! خو زه وايم چې يو شاعر اديب په خوله وايي يو څه، او كوي بل څه نو دا هم ښه نه ده. زما په ذهن كې د تندر په څېر څړيكې وكړې. په ډېره نا آرامۍ مې وويل: ”بخښنه غواړم! زه هم حېران يم چې هلته تللى څنګه وم. زه بېخي نه تلم خو زه خو باربرا د ځان سره بېولى وم“.
_ ”هلته هسې هم څوك يواځې نه ځي. يو څوك خامخا بيايي. هسې هغه ښكلې غوټۍ، هغه روڼ ماښام او پُرخياله غږ څومره خوند كوي. سړى د هغې په هكله صرف فكر كولى شي. زه خو وايم ريالسټ هم اوسه خو بې د رومان نه هم ژوند نيمګړى دى“. ما دده په رويه تعجب وكړ. د وروستۍ خبرې په ترڅ كې يې يو ځل بيا زما لاس ته زور وركړ.
ما په شكست خوړلي لهجه وويل: ”خو كار هم ښه شى دى. بې د كار كولو نه ژوند ممكن نه دى. د خلكو د حق غم هم بايد وخوړل شي. د رومان نه هېڅ هم نه جوړېږي. كار خو يې كار او حقيقت پسندي خو يې حقيقت پسندۍ ته ويلې ده“.
هغه زما لاسونه بيا زور كړل او ويې ويل: ”عشق دې كړى“.
_ ”نه ... نه دا څه وايې!!! ما په خپل ټول ژوند كې كومې ښځې ته كتلي هم نه دي“.
_ ”په غره كې به لوى شوى يې ..... چې هلته ښځې بېخي نه وي“.
_ ”نه نه دا څه وايې!!! په كور كې راسره دوه د تره لورګانې او يوه د ترور لور هم وسېدې او زمونږ دوه ګاونډۍ ماريه او شازيه به هم مونږ كره تلې راتلې چې د سپوږمۍ په څېر ښايسته وې. د ماريې سره خو مې داسې زړه لګېدلى و چې يو ساعت به مې ونه ليده، زړه به مې پړق چاودېده. هغه په ما دومره ګرانه وه چې ما نه به يې څه غوښتل ما به ورته راوړل. ټوله ورځ به د باغ په يو كونج كې ناست وو او د دنيا جهان كيسې به مو كولې. ما هغه ډېر ځله غاړه ايستلې هم ده. ددې نه علاوه مې داسې كارونه كړي دي چې توبه ترې هم شرمېږي“.
-”د افسوس خبره ده ... نو دا د رومانيت كرونده نه ده نو نور څه شى دى. ګوره صاحبه! ښه به دا وي چې زما خبره ومنې او د رومانيت په هكله درست معلومات لاس ته راوړې. ته رومانيت ډېر په غلط مفهوم كې اخلې “. هغه په يو آدا سره وويل.
_ ”دا هسې پخوانۍ قصې دي. دا كارونه ما هغه وخت كول چې زه شاعر نه وم. زه اوس د يو ريالسټ انسان په حېث ددې خرافاتو كلك مخالف يم“.
_ ”يعني ستا مطلب دادى چې ته د عشق او مينې په نوم كوم لفظ نه پېژنې او نه به په راروان وخت كې عاشق شې“.
_ ”او باالكل! زه به كومې پېغلې ته وهم نه ګورم او نه به يې څه دعوت قبول كړم“. ما په پوره زعم وويل.
_ ”درسته ده ته اوس آرام وكړه بيا به خبرې كوو“. دې سره هغه نېغ ودرېد خو ماته هغه د رخصت خبره راياده شوه. ماته نور ددې ځاى نه په تګ كې عافيت ښكارېده. اګر چې جنرل ماته د پاتې كېدو ډېر وويل خو كله چې پوه شو چې زه نور دلته د پاتې كېدو والا نه يم نو ويې ويل: ”ښه ده ... سبا به لاړ شې“. هغه لاړ او زه د خوب په تكل وغزېدم.
سحر د ناشتې نه وروسته مې د جنرل نه رخصت واخيست. هغه باربرا ته وويل چې تر يو ځايه زما ملګري وكړي او زما د ټكټ وغېره غم وخوري.
زه د باربرا سره په موټر كې كښېناستم. باربرا د موټر د روانېدو وروسته وويل: ”تر سټېشن پورې به دې زه ورسوم ځكه چې لاره ډېره اوږده ده“. ما د هغې شكريه آدا كړه. كله چې د فايو سټار هوټل مخ ته تېرېدو نو باربرا په غمګينه لهجه وويل:
-”كه خفه كېږې نه يوه خبره وكړم؟“. ما وويل: ”آو ... ولې نه“.
_” د كله راهيسې مې چې ته ليدلى يې د زړه آرامه دنيا مې بې آرامه شوې ده. زما ستا قدوقامت، تورې سترګې او مشرقي انداز ډېر خوښېږي. مهمه دا چې زه په تا مينه يم“.
زما په دماغو كې چراغونه بل شو، سترګو ته مې ستوري وځلېدل او په زړه كې مې يخه هوا وچلېده. صرف دومره مې وويل: زه هم ستا وصال بيخي بدل كړى يم. د كله راهيسې مې چې ته ليدلې يې د زړه ورانه دنيا مې آباده شوې ده. زما په زړه كې هم ستا د پاره چپې په موجونو وې خو ما دې چپو ته نوم نه شو وركولى.
_ ”سمه ده. ډېره ښه شوه چې زمونږ مينه يو طرفه نه ده. ته اوس زما د پاره دومره نه شې كولى چې يوه شپه پاتې شې تر څو يو بل ته خپل زړونه ښه تش كړو؟“.
ما په پوره تېزۍ سره وويل: ”ولې نه! خو اوس خو دا بېخي امكان نه لري ځكه چې ما اوس د جنرل نه رخصت اخيستى دى. هغه به څه وايي“.
_” دا هيڅ خبره نه ده. ته داسې چل وكړه چې ورځ په كوم بل ځاى كې تېره كړه. كله چې شپه شوه نو د هغې بلې لارې به زما خوابګاه ته راشې. خيال كوه چې د نوكرانو نه دې څوك ونه ګوري. زه به منتظره ناسته يم“.
_ ”سمه ده. زه به همداسې وكړم“. هغې زه د موټر نه كوز كړم او بيرته د كور په لور رهي شوه. زه د ورځ تېرولو په خاطر نزدې پارك ته ورغلم. زما دا حال و چې يوه يوه لمحه به راباندې كال تمامېده. په پارك كې مې هم زړه ونه لګېده او په سړكونو مې آواره ګردي پېل كړه. تر څو چې شپه راتله نو ما دوه كِلو وازده ويلي كړې وه. آخر څه په اكو بكو ماښام راغى. تر څو چې د جنرل كور ته رسېدم،شپه پخه شوې وه. زه د باربرا د هدايت مطابق د هغه بلې لارې خوابګاه ته ورغلم. د باربرا خوابګاه هم ديوې لويې بنګلې نه كمه نه وه. لږه شېبه پس د باربرا مترنم غږ زما غوږونه ځان ته راښكل.
_ ”باربرا! دروازه زر خلاصه كړه زه يم“. د بلې خوا د باربرا آواز راغى چې: ”مائي ډارلنګ! دروازه خو په دې نه شم خلاصولى چې آواز يې پورته نه شي. نزدې د نوكرانو كوټه ده. ته داسې چل وكړه چې په دېوال راواوړه. اول لاسونه راواړوه زه به دې د لاسونو نه رازور كړم“.
ما هم په يو پړق كې لاسونه په دېوال ورواړول. د هغې خوا باربرا ونيول. زه حېران شوم چې د باربرا په لاسونو كې دومره زور د كومه ځايه راغى. خو كله مې چې په دېوال سر ورنېغ كړ نو سترګې مې ټېغې پاتې شوې. هاخوا جنرل د غره په څېر دنګ ولاړ و ........ زما لاسونه يو ځل بيا د هغه په لاسونو كې وو.