محاسن الاسلام(۴۷)برخه دامام اعظم توصیې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36606
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
دخبریدو نیټه : 2010-06-29

محاسن الاسلام(۴۷)برخه دامام اعظم توصیې

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

عزیزانومسلمانانوورونوپه تېره برخه کی ماپه دې اړه بیان  درته وکړچی داسلام دمبین دین  له سترومحاسنواوښېګڼو څخه  یوه ښېګڼه داده چی په اسلام اوداسلام په هدایاتوکی نېکی اوښې توصیې موجودی دی اسلام ویوبل ته دښوتوصیودین دۍ   همداسبب دۍ چی په اسلام  کی چی  هرامام او دېنی مشرتېر سویدۍ نو  له هغه څخه داسلامی جامعې اوعالم بشریت دپاره داسی  وصیتونه  پاته  سویدی چی په هغوکی ددنیا اودآخرت ګټی اوفائدې پرتې دی چی یوله  هغوامامانوڅخه امام الائمه  استاذ الائمه امام اعظم ابوحنېفه رحمه الله دۍ داسلامی امت دغه ستراواولین امام  چی کوم  وصیتونه کړیدی دامت مسلمه اودعالم بشر دسعادت په منظور اګرچه په ظاهره یې په دغووصیتوسره یوخاص څوک مخاطب کړی وی خومقصودیې هرانسان اوهرمسلمان ګرځولی وی دهغوی له جملې څخه  یوتعدادهغه وصیتونه دی،چی  ده مبارک وخپل ځوی حمادرحمه الله ته کړی دی  چی څلوروصیتونه  دهغوی له جملې څخه په لاندی ډول دی

(يابني ارشدک الله تعالی وايدک اوصيک بوصايا ان حفظتهاوحافظت عليهارجوت لک السعادة  في دينک ان شاءالله،اولهامراعاة التقوی بحفظ جوارحک  من المعاصي خوفا من الله تعالی والقیام باوامره  عبودية  له تعالی،والثاني ان لاتستقر علی جهل ماتحتاج الی علمه،والثالث ان لاتعيش الامع من تحتاج اليه في دينک  اودنياک،، الرابع ان تنتصف من نفسک ولاتنتصف لها الالضرورة)

،ترجمه اوژباړه

،یعنی ای زوی کیه ا لله دی  وتاته دسمی لاری هدایت وکړی  اوخدای پاک دی ستا تائیداوکومک وکړی وتاته یوڅووصیتونه کوم  که دی چېری دغه وصیتونه ځما په یاد کړل اوبیادی ددغووصیتو مراعت اوساتنه وکړه یعنی عمل دی په وَ کَی ،نوبیا زه امیدلرم چی حاصل بسی تالره سعادت اونېک بختی په دین ستا کی که دالله اراده وه  ،که څه هم دغه وصیتونه  ددنیا دسعادت پوره تضمین کوی خوامام اعظم ددین دذکرتخصیص ځکه کړیدۍ چی دمسلمان په هرکارکی اصلی مطمح نظربایددین وی ،امام صاحب وخپل زوې ته وویل چی اول دوصیتو زما وتاته دادۍ چی دتقوی به کامل اوپوره مراعت ساتې په دې ډول چی دبدن ټول اعضابه دالله پاک دوېری له وجی له ګناووڅخه ساتې اودخدای پاک دبندګۍ په سبب به دالله په امرونواوحکمونوعمل کوې  ،محترمومیا فقېرالله رحمه لله په قطب الارشادکی ذکرکړیدی  چی تقوی څلو ېښت کرامته وانسان ته ورپه برخه کوی شل په دنیا کی اوشل په آخرت کی چی بیان یې مکمل ما دمحاسن الاسلام دتقوی په برخه کی کړیدۍ ،اودوهم  له وصيتوڅخه زمادادۍ چي دهغه شی پرجهل باندي به قرارنه کوې  کوم چي ته يې  وعلم ته  محتاج يې یعنی دکوم شی ومعرفت اووزده کړی ته چی اړتیا لرې که ددین په باب وی اوکه ددنیابایدسمدستی یې زده کړې اوشرم عارکبر،سستی باید له تحصیل څخه دعلم  دهغه شی  درته مانع نسی ،اودريم وصيت زمادادۍ چي  ژوند به نه تېره وې مګر دهغه چاسره چي وهغه ته ته په دين ياپه دنیاکښي محتاج یې ،مطلب داچی له عبث اوبې فائدې چا سره به انډیوالی اواختلاط نه کوې باید ستا اختلاط له داسی چا سره وی چی یاهغه وتاته دینی فائده رسوی اویاته وهغه ته اویا دنیوی   حاجت  ورته لرې،

څلورم له وصيتوزماڅخه دادۍ   چي له خپل ځانه انصاف غواړه اوده لره له نوروانصاف مه غواړه مګر لپاره دضرورت ،یعنی په خپله انصاف کوه اوله نوروڅخه دانصاف طمع اوغوښتنه بې له یوه عاجل ضرورت څخه مکوه محترموتاسی دخپل امام په دغه مقدس وصیت کی غوروکړۍ چی څونه ارزښت اوسنګینی اوګټه له ځان سره لری نن خوخلګ په دې لوی غضب هم اخته دی چی له بل څخه انصاف په ډېرتاکید سره غواړی اوپه خپله انصاف کول نه پېژنی  ددغه مبار  کوآیاتوپه تفسېرکی چی(ویل للمطففین الذین اذا اکتالوا)الخ مفسرینوذکرکړی دی چی ددغوآیاتوپه حکم کی هرهغه څوک داخل دۍ چی له بل څخه په پوره پیمانه  خپل حق غواړی اودبل حق چی ورکوی نوبیادورپوره کولوهیڅ خیال نه ساتی  ،مسلمان چی مسلمان وی نوهغه خپل مسئولیت ته متوجه وی په دې کی فکرکوی چی دیوچادحق په اداکولوکی خوبه می کوم تقصیرنه وی کړی په دې سرنه ګرځوی چی فلان زماحق رااداکړیایې نه کړرااداځکه هغه دهغه مسئولیت دۍ له هغه سره بې حساب کېږی همدا سبب دۍ چی داسلام پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلی دی (صل من قطعک واعف عمن ظلمک واحسن الی من اساءالیک)دامام اعظم باقی وصیتونه به په نووبرخوکی ان شاءالله درته راسی،والسلام ومن الله التوفیق