Surce: Press TV
By: Mirwais Jalalzai
دافغانستان ولسمشر دطالبانو ډلې له نامتو قوماندان سراج الدین حقاني سره په کابل کې خبرې کړي .
کابل ته نن سبا دپاکستان دپوځ دمشر او دجاسوۍ ادارې ISI دمشر تګ راتګ زیات شوی دی.
خبري سرچینو ویلي چې دافغانستان ولسمشر کرزي دطالبانو ډلې له نامتو قوماندان سراج الدین حقاني سره په کابل کې خبرې کړي .
دپریس ټي وي چینل دراپور پراساس په کابل کې خبري سرچینو وویل دافغانستان دولسمشر کرزي او دطالبانو ډلې دنامتو قوماندان سراج الدین حقاني کتنه تیره اونۍ دپاکستان دپوځ دمشر جنرال اشفاق کیاني او دجاسوسۍ ادارې اي ایس اي دمشر احمد شجاع پاشا په شمول دپاکستان دمقاماتو په وساطت سره شوي ده .
دغو سرچینو وویل کابل ته نن سبا دپاکستان دپوځ دمشر او دجاسوۍ ادارې اي ایس اي دمشر تګ راتګ زیات شوی دی او هغوې اراده لري ولسمشر کرزی قانع کړي چې دافغانستان په راتلونکي حکومت کښې دسراج الدین حقاني ډلې لپاره ونډه بیله کړي .
سراج الدین حقاني دجلال الدین حقاني زوی دی او دطالبانو یو نامتو مشر دی چې له القاعده او دپاکستان له جاسوسۍ ادارې اي ایس اي سره نږدې اړیکې لري او په افغانستان کښې اکثره حملې هم دحقاني ډله ترسره کوي .
دافغانستان حکومت تراوسه دغه راپور نه دی تاید کړی .