NYtimes:افغان میرمنو ته د یوه خوندي ځای جوړول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36660

دخبریدو نیټه : 2010-07-01

سرچینه: نیویارک ټایمز

ژباړه او ترتیب : میرویس جلالزی

افغان میرمنو ته د یوه خوندي ځای جوړول

وه نه وو په دې ښار کې یو زوړ باغ وو، په دغه بڼ کې ډیري ونې وي او د ونو لاندې ښځې ناستي وي.

د دغو ښځو پر لاسونو چې د کابل د باغ زنانه د ونو لاندی ناستي وې دسماغو ( دست کش) نه لیدل کیدل.

نیویارک ټایمز هم په همدغه باغ مقاله لیکلي.

ورځپاڼه لیکي چې یو مهال د یوه داسي صحنې لیدل په افغانستان کې ناممکن کار وو خو اوس داسي یو حالت محسوس دی.

نیویارک ټایمز لیکي چې ځیني خلګ وایې چې د کابل زنانه دغه بڼ په اته هکټاره ځمکه کې د بابر تر بڼ وروسته جوړ کړای شوی دی.

د بابر بڼ ۱۵۰۰ هکټاره ځمکه کې د ظاهر شاه له لوري جوړ شوی دی.

نیویارک ټایمز د کریمې سالک له خولې چې د دغه بڼ د مسولو چارواکو له ډلي څخه یوه ده په حواله لیکي چې د باغ زنانه د جوړولو لپاره د امریکا د پراختیایې ادارې او د پاملرنې د موسسې له خوا پینځه لکه امریکایې ډالر بیل شوي چې له دغو پیسو څخه د بڼ په دننه کې د ونو په کښینولو او پاللو، د پیاده رونو په جوړولو، د اوبو د سیستمونو په جوړولو او همدا راز د باغ  د دیوالونو په لوړولو کار روان دی.

ویل کیږي چې په دغه پروژه کې ۵۰ سلنه کاري ونډه د میرمنو ده .

ورځپاڼه لیکي چې په دغه بڼ کې اوس په لسګونو ښځي هټۍ لري او بیلا بیل توکې خرڅوې.

نیویارک ټایمز لیکي چې یو مهال چې افغانستان د طالبانو په واک کې وو دغه بڼ په یوه مخروبه بدل شوی وو او ځکه میرمن سالک وایې چې له دغه بڼ څخه یې یوازي ۴۵ لارۍ خاورې او خزلې ایستلي دي.

د ورځپاڼي په لیکنه چې د طالبان د رژیم پر مهال د دغه بڼ د دراوزې په خوله کې یوازي یو جومات وو او نور د بڼ دننه تش پش، ونې یې وچې او د تازګۍ هیڅ نښې نښانې پکې نه لیدل کیدی او ښځو هم  اجازه نه لرله چې د سیل لپاره دغلته سره را ټول شي او د نن په څیر ساعت تیري پکې وکړي.

By:Mirwais Jalalzai