عبدالله مجبور / كندهار
د وږي د ۲۷ نېټې د ولايتي شوراګانو او ولسي جرګې له پاره ټولټاكني د افغانستان په تاريخ يوه خورا پاموړ او ارزښتمنه پېښه ده، ددغي پيښي په پايله كي د افغانانو استازي د واك مزي پخپلو لاسونو كي اخلي، د واك هغه مزي چي تر پرون پوري د افغان او افغانستان كورنيو او باندنيو غليمانو په مخامخ او نامخامخ توګه پخپلو منګولوكي ښكېل كړي وو او دا هم رښتيا خبره ده چي د افغانانو له غليمانو څخه د افغانانو استاوز ته د واك ليږد دافغان او افغانستان د پټ او ښكاره غليم پر اروا باندي داسي يو ګوزار دى چي كه دلوى الله (ج) خوښه وه نو ترابده به بيا دغه ناولې اروا د افغانانو او افغانستان په باب د ارام ورځ ون ويني.
زما هغه ورځ هم ياده چي له بي بي سي راډيو څخه د پاكستان ديوه ديني عالم او مذهبي ډلي له مشر مولناقاضي حسين احمد له خولې واورېدل چي افغانانو خپل عزت نه دى بايللى ځكه په افغانستان كي ( امريكې او فساد) پر ضد جهاد كوي، كله چي پوښتنه ورځني وسوه چي په پاكستان كي خو هم تر ټولو ډېره فحشا او ناروا كيږي، خو هم پټ او ښكاره كفار واكمن دي، پر افغانستان خو د امريكې لومړى ګوزار له پاكستانه وسو؟
نو ده په ځواب كي وويل: چي موږ هم تر پنځوس كلونو زيات وخت كېږي چي ددغه فساد پر ضد مو جهاد روان كړى دى، خو موږ د پارلمان له لاري هڅه او كوښښ كوو او دا پارلماني جنګ به مو روان وي تر هغه چي په پاكستان كي يو سوچه اسلامي نظام راولو.
په هغه شېبه كي چي مي دغه خبري اورېدلې، هغه د چا خبره پر ككرۍ مي اور بل سو او ومي ويل چي يا لويه خدايه دا څنګه سپين سترګي بندګان دي پيدا كړي دي، چي د ټولي نړۍ په مخكي ما د مرګ ژوبلي او ورانۍ جهاد ته هڅوي او خپله د پارلماني او سياسي جهاد شعار وركوي.
خو د وږي پر ۲۷ تمه سهار چي مي كله د كندهار ښار په مشرقي لېسه كي تر يوې خېمه لاندي پر چوكۍ يوه ناست كس زما د شهادت ګوته پر مېز د يوې سپين رنګي بوتل په خوله ننئسته بيا يې د رايي كارت راسورى كړ، وروسته يې و څنګته بل ناست تن د ولايتي شورا او ولسي جرګې رايي پاڼي د خپل ځانګړي ترتيب له مخي درې قاته كړې او په مهربانه لهجه راته وويل چي واخله، وروسته يوه بل تن د يو د يوې كاغذي غورفې شاته ولېږلم، هلته مي د خپل فكر او وجدان په خوښه دوه كانديدان په نښه كړل، راووتم او دغه دوې پاڼې مي ودوو پرتو صندوقونو ته ورواچولې، كله چي مي يوه پاڼه په لږ تكليف صندوق ته اچوله، نو د صندوقونو شاته ولاړ مسئول تن همداسي راته كتل، ما ورته وويل چي وروره! لكه چي هيڅ ډول مرسته نه راسره كوې؟
هغه راته وويل، نه وروره، دا ستا خپل كار دى، زه بايد مداخله پكي ونكړم.
دلته مي شكر وايست او هغه اور چي مي د پاكستاني مولنا خبرو پر سر بل كړى و، ددغه ورور په خبره او د رايي په وركړه سره مړسو، دا ځكه چي ما د خپل ټول تاريخ په اوږدوكي دا توان پيداكړ چي پرته د پردويو له اشارې او زور څخه پخپله خوښه د خپل برخليك ټاكني ته ګام واخلم، زړه مي له خوښۍ باغ_باغ كېدى چي دا دى زه هم د پارلمان څښتن كېږم او د پارلمان له لاري به له نړۍ او ګاونډيانو سره د سياست او منطق په ژبه ږغېږم، نه د بې مانا او بې ګټي جنګ په ژبه.
ما غوندي د ډېرو نورو نر او ښځو پر له پسې اوږده بهير د افغانانو د ملي او سياسي شعور د ويښتابه زېرى وركاوه او د افغانانو پر سپېرو شونډو د خوښيو موسكا ديو نوي ژوند استازيتوب كاوه او په ټول هيواد كي د ټولټاكنو د بهير پرله پسې خبرونو د پرمختللي، پر خپلو پښو ولاړ، د ګاونډيو او نړۍ له شرمونكي اړتيا او غلامۍ څخه د خلاص افغانستان پيغام درلود.
دا سمه ده چي زموږ راتلونكى پارلمان به هغسي نه وي لكه زموږ چي ارمان دى، خو دا لومړنى ګام دى او طبعي خبره ده چي لومړنى ګام يو څه ريږدېدلى وي او موږ باور لرو چي دويم، ورپسې درېيم ګام به مو تر دې ټينګ او پراخ وي ، همداسي به ورو_ورو زموږ ګران افغانستان د نړۍ د پرمختللو هيوادو سره د سيالۍ په ليكه كي درومي، دا ځكه چي افغانان هغه با استعداده خلك دي چي سارى يې ډېر لږ دى، خو تر ننه يې بدمرغي دا وه چي د دوى د استعداد دروزلو او په كار اچولو لپاره چا وخت نه و وركړى، اوس به كه خداى كول دوى د سياست پر ډګر چي دا لار نوره ورته خلاصه ده خپل د وړتوب ننداره وركوي او افغان ملت به د پوهي له منبره د نجات د آذان ږغ پورته كوي.
ان شاء الله
ټول افغان ملت ته دي مبارك وي دا سياسي برى او دا سياسي جهاد.