يوه ستره ماڼۍ د چوپې شپې تر وزرو لاندې داسې ولاړه وه لكه ژوند چې د مرګ تر پردې لاندې وي. په دې پرتمينې ماڼۍ كې يوه ځوانه ښځه يوه مېز ته ناسته او خپل سر يې په پستو لاسونو تكيه كړې و او داسې ښكارېده لكه كوم مړاوي زنبك چې په ګلپاڼو تكيه كړي وي. هغه يوازې وه، په وار وار به يې شاوخوا نهيلي كتل، ځان يې يو بدمرغه بندي ګڼه او هڅه يې كوله، چې د دې زندان دېوالونه د خپلو سترګو په تېز نظر سوري كړي او وګوري چې ژوند د ازادۍ د جنازې په كټ پسې روان دى.
وخت د شپې د ارواحو د ډلې په څېر تېرېده او دې داسې انګېرله لکه د وير ساندې يې چې زمزمه كوي. هغې په خپل ربړن يوازيتوب كې د اوښكو په تويولو د ډاډ احساس كوه خو كله چې يې نور د دغه غم د زغملو تاب له لاس وركړ او وپوهېده، چې په خپل زړه كې د زېرمه شوو رازونو يوازينۍ مالكه ده نو يو شهپر يې راپورته كړ، خپلې اوښكې یې له رنګ سره ګډې كړې او پر يوه پوست يې داسې وليكل:
زما ګرانې خورې!
كله، چې په زړه كې د نورو رازونو د ځايولو وس ختم شي، سوزوونكې اوښكې د سترګو داغل پېل كړي او نزدې وي، چې پوښتۍ د زړه له انحصاره وچوي نو انسان يوازې د زړه د بړاس په ويستو سره ارام موندلې شي.
خواشيني خلك د غم په وير كې خوښي لټوي، مينان په خوبونو كې د راحت او غم شريكۍ په لټه كې وي او بې وزلي د خواخوږۍ په ترلاسه كولو خوشاليږي. د دې ليك د ليكلو پرمهال زما احساس هغه شاعر ته ورته دى، چې په ذهن كې د پرتې خيالي ښكلا اغېزه په داسې حال كې كمپوز كوي، چې يو سپېڅلى قوت پرې حاكم وي. زه د هغې بې وسه مور د بچي په څېر يم، چې خوراك پسې ژاړي، د لوږې د درد له امله ناكرار وي او د خپلې مهربانې مور بدمرغي او په ژوند كې د هغې ناكامي نه پېژني.
ګرانې خورې! زما غمجنې كيسې ته غوږ شه او له ماسره اوښكې تويې كړه ځكه د بل چا په حق كې سلګۍ وهل د هغه لپاره دعا ده او د مهربانۍ اوښكې تويول ځكه خېرات دى، چې دا د يوې ژوندۍ، مهربانه او بااحساسه ارواح له سترګو څڅيږي او بېځايه نه توييږي. زما ګناه دا ده، چې د پلار په غوښتنه مې له يوه شريف او بډاي سړي سره واده وكړ. هغه هم د نورو ډېرو بډايو په څېر د ژوند خوښي د مال په ډېرولو او د غربت د بدو ورځو له وېرې د ډېرو طلاوو په ټولولو كې لټوي او له تورو ورځو سره د مخ كېدو له وېرې خپل برم او شرافت تر پښو لاندې كوي. زه اوس له خپلې ټولې مينې سره سره د سروزرو د هغه مذبح قرباني يم چې زه ترې نفرت كوم او د هغه ارثي شرافت چې د كركې وړ دى.
زما مېړه د نېكې رويې څښتن دى ځكه يې زه هم اطاعت كوم. هغه هڅه كوي چې د مال په خرچ كولو زما د زړه خوښي ترلاسه كړي خو زه اوس په دې پوهېږم، چې د دې ټولو شيانو اغېزه د يوې لحظې سپېڅلې او ريښتينې مينې په وړاندې د نشت برابر ده.
زما ګرانې خورې! ما ناپوه مه ګڼه ځكه زه اوس د يوې ښځې د زړه په غوښتنو تر بل هر چا ښه پوهېږم. دا درزېدونكى زړه د مينې په ارت اسمان كې د الوتونكي مرغه په څېر دى، دا د هغې ګلدانۍ په څېر دى، چې د څښونكو ارواحو لپاره د زمانو له شرابو ډكه شوې وی، دا د هغه كتاب په څېر دى چې په پاڼو كې يې د نېكمرغۍ او بدمرغۍ، سكون او درد او خندا او خواشينۍ بابونه لوستل كيږي. دغه كتاب له ريښتيني ملګري پرته بل څوك نه شي لوستى، چې هغه د ښځې نور نيمايي دى او د نړۍ له پېل راهيسې ورته پېدا شوې دى.
هو! زه اوس د روح په هدف او د زړه په معنى ترټولو ښځو ښه پوهېږم ځكه ماوليدل، چې زما ښكلي اسونه، رنګينې بګۍ، له طلاوو ډك ځلېدونكي صندوقونه او لوړ نسب د هغه غريب سړي د مينې د يو نظر په وړاندې په هېڅ حساب دى، چې د بدمرغۍ ترخه خوږ په ورين تندي زغمي..... دغه ځواني زما د پلار حرص او ظلم وځپله او د ژوند په تنګ او له خپګانه ډك جېل كې يې بندي كړه.
زما ګرانې! زما د دلاسه كولو هڅه مه كوه ځكه هغه افت، چې ما د هغه په وسيله د خپلې مينې قوت درك كړ، زما ستر دلاسه كوونكى دى. زه اوس له خپلو اوښكو سره د مرګ انتظار باسم ترڅو هغه ځاى ته مې لاښوونه وكړي، چې هلته زه د خپل روح له ملګري سره وګورم او په غېږ كې يې داسې ټينګ ونيسم لكه دې نړۍ ته له راتلو وړاندې مې چې نيولى و.
په ما بد ګومان مه كوه ځكه زه د يوې منونكې ښځې په توګه خپله دنده په ښه توګه سرته رسوم او په پټه خوله د سړي قانون او اوامرو ته غاړه ږدم.
هو! دا به د هسك رضا وه، چې زه بايد له يوه داسې سړي سره ژوند تېر كړم چې زما نه وي. زه په پټه خوله د هسك له رضا سره سم د ژوند ورځې ضايع كوم خو كه د ابديت دروازې خلاصې نه شي زه به د خپل روح له ښكلي نيمايي سره پاتې شم او خپل ماضي ته به ګورم، چې هغه ماضي د اوس حال دى. زه به ښايي ژوند ته داسې ګورم لكه سپرلى چې ژمي ته ګوري او د ژوند په پېچومو به داسې چورت وهم لكه څوك چې په سختو او تنګو لارو د غره څوكې ته رسېدلې وي.
دغه مهال هغې د يوې شېبې لپاره ليكل ودرول، مخ يې په لاسونو پټ كړ او په سلګو سلګو يې وژړل. د هغې زړه نه غوښتل چې قلم يې له تر ټولو سپېڅلو رازونو خبر شي خو يوه لحظه وروسته يې بيا شهپر راپورته كړ او ويې ليكل:
آيا هغه ځواني دې په ياد ده؟ ايا دهغه پرمخ د غم نښې او د هغه له سترګو راوتونكې وړانګې دې ياديږي؟ ايا هغه خندا دې په ياد ده، چې له بچي د بېلې شوې مور د اوښكو انځورګري يې كوله؟ ايا ستا هغه چوپتيا ياديږي چې د يوې لرې درې د غږ انعكاس به پكې پروت و؟ ايا ستا په ياد دي، چې هغه به په فكر كې ډوب و، شيانو ته به يې لېواله كتل او بيا به يې په اړه نااشنا خبرې كولې، چې وروسته به يې سر ټيټ كړ، اوږده ساه به يې واخيسته لكه د خپل غټ زړه له پټو رازونو د پردې له پورته كولو ډارېده؟ ايا ستا د هغه ارمانونه او عقايد ياديږي؟ ايا ته كولى شې په يوه ځوانۍ كې دا ټول شيان درك كړې، چې انسانيت يې له خپل اولاده ګڼي، چې زما پلار ورته د برترۍ له احساس سره كتل ځكه هغه له ځمكني حرصه لوړ او له ارثي شرافته ډېر شريف دى؟
زما ګرانې خورې! ته پوهېږې، چې زه په دې منفوره نړۍ كې د بې پروايۍ شهيده يم. ايا ته به له يوې داسې خور سره خواخوږې ولرې، چې د وېروونكې شپې په چوپتيا كې له نورې نړۍ ناخبره يوازې ناسته وي او د خپل زړه له رازونو درته پرده پورته كوي؟ زه باور لرم، چې ستا خواخوږي له ماسره ده ځكه زه پوهېږم، چې ستا زړه ته مينې لار كړې ده.
هغې تر دې ځايه وليكل، چې د سهار وړانګې راخورې شوې او هغې هم خوب ته په دې هيله ځان وروسپاره، چې په ويښه له ليدلو خوبونو هم خواږه خوبونه وګوري.