IRB:له افغانستان چا ډیري پیسې ایستلې؟!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36715

دخبریدو نیټه : 2010-07-03

له افغانستانه چاډیرې پیسې ایستلي دي ؟ 

سرچینه: IRB

ترتیب: جلالزی

له کابو نهو کلونو راهیسې چې امریکا او متحدینو ېې افغانستان ونیوپه دې هیواد کې دمیلیارډونو ډالرو دلګولوژمنې وشوې خو په دې موده کې نه یوازې دافغانانو ژوند بدل نه شو بلکه ستونزې او ناخوالې ېې نورې هم زیاتې شوې که څه هم ددې مرستو ډيره برخه بهرنیو په خپله لګولې ده خو په ورستیوکې لودیځو رسنیو ادعا کړې چې افغان چارواک په میلیونونه ډالره له افغانستانه ایستلي دي.

 پردې سربیره د امريکا د گانگرس استازې نيتا لواى ويلي دي تر هغې به له افغانستان سره يوه پيسه مرسته هم ونکړي، تر کومه چې دا ډاډ تر لاسه نه کړي، چې دا پيسې د افغان حکومت ددرغلو چارواکو، جنگ سالارانو، ترهگرو او د نشيي توکيود قاچاق وړونکو جيبونو ته نه لوېږي.

 افغان حکومت د بهرنيو رسنيو هغه راپورونه رد کړل چې گواکې افغان چارواکو په ميلياردونو ډالر له دغه هېواده بهر ته لېږدولي دي.


د افغانستان د ماليې وزارت وويل چې ددوى د معلوماتو له مخه د تېرو دريو کلونو په ترڅ کې تر څلور ميلياردو ډېير ډالر يوازې د کابل هوايي ډگر له لارې بهر ته ليږدول شوي دي.


د ماليې وزير مرستندوى هېوادونه په دې تورن کړل چې گواکې د مرسته شويو مرستو يوه غوښنه برخه يې د قراردادي کمپنيو له لارې بهر ته لېږدولې ده.


د افغانستان د ماليې وزارت وايي دا خبره په پيل کې خپله افغان حکومت راپورته کړه، چې ميلياردونه مرسته شوې پيسې بيرته له افغانستانه ايستل شوي دي، وايي داسې نه ده چې داري ښاغلي زاخيلوال وويل چې د بهرنيو مرستو يوازې يو ميليارد ډالر د افغان حکومت له لارې لگيدلي دي،نو څنگه به شونې وي چې افغان چارواکي دي تر څلورو ميلياردو ډير ډالر غلا او بهر ته وليږدوي:


''که هغه پيسې يو ميليارد ډالر وي چې افغانستان ته په واک کې ورکړل شوي دي، او ليږدول شوې پيسې تر څلور ميلياردو ډيرې وي،ښايي پنځه ميليارده وي،شپږ ميليارده وي، څنگه کيدى شي چې دا پيسې دې افغان حکومت له بهرنيو مرستو نه پټې کړې وي. دا خو شونې نه ده.''

ښاغلي زاخيلوال وويل چې په تيرو دريو کلونو کې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې نژدې شل ميليارده ډالر لگولي دي،چې يوازې يو ميليارد ډالر يې افغان حکومت لگولي دي .


نوموړي وويل موږ تيار يو چې ددغو يو ميليارد ډالرو حساب کتاب نړيوالو ته ورکړي خو وايي نړيوال دى هم موږ ته د هغو ميلياردونو ډالرو حساب راکړي چې په دغه هيواد کې يې لگولي دي.