سرچینه: روماندي نیوز - سویسۍ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د سویس هیواد روماندي نیوز ورځپاڼی تر تر عنوان لاندي چې فرانسه په افغانستان کې د امریکا د ماموریت منتقد فرانسوۍ جنرال محاکمه کوي تر عنواند لاندي یوه مقاله خپره کړي چې ځیني مهمې برخې یې په لاندې دول خپریږي.
ورځپاڼه لیکي د هغه فرانسوي جنرال دوسیه د فرانسې دفاع وزیر ته استول شوي چې په افغانستان کې یې د امریکا پر ماموریت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې امریکا په افغانستان کې د متحدینو له جنرالانو سره مشوره نه کوي او هر څه په خپل سر او په خپله خوښه پر مخ بیایې.
جنرال کریستوف پرازوک چې د فرانسې لوی درستیز دی له دغه منتقد فرانسوي جنرال وینسنت دسپورت سره یې لیدنه کړي او هغه ته یې ویلي چې دی باید د خپلو دغو بیاناتو په باب د فرانسې دفاع وزیر ته سپیناوی وکړی.
لوی درستیز ویلي چې دفاع وزیر اروه مورن به د دغه جنرال په باب انظباتي پریکړه کوي چې ښایې له پوځ څخه د هغه په شړلو هم خطمه شي.
جنرال وینستدسپورت د فرانسې له لوموند ورځپاڼي سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي ناکاره بللي او د افغانستان روان ماموریت یې نا سم بللی دی .
دغه جنرال په جون میاشت کې د سل تنو بهرنیو سرتیرو وژنې ته په اشاره سره ویلي ول چې د سرتیرو مړینه دا ښیې چې جګړه څومره نا سمه پلان شوي او د افغانستان حالت اوس د بل هر وخت په پرتله ډیر پیچلی او خطرناک دی .
د بینوا ویب پاڼي درنو لوستونکو دغه جنرال یو مهال په افغانستان کې د فرانسوي هغو سرتیرو قومانده هم کوله چې په کاپيسا ولایت کې ځای پر ځآی دي.
نوموړي جنرال ورځپاڼي ته د امریکا د ولسمشر په هغه پلان هم انتقاد وکړ چې وایې افغانستان ته دیرش زره تازه دمي سرتیري استوي.
نوموړي وویل: (( که د افغانستان جنګ جنګ وي نو دیرش زره سرتیري ورته کفایت نه کوي او که چیرته دغه جنګ سم نه وي نو باید د سرتیرو شمیره صفر ته را ټیټه کړای شي)).
د فرانسې لوی درستیز د دغه جنرال خبري د هغه شخصي او له اسنادو پرته څرګندوني په ګوتو کړي دي.
دمګړۍ د فرانسې ۳۷۵۰ سرتیري په افغانستان کې د ناټو تر قوماندې لاندي ماموریت پر مخ بیایې.
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی