ارزګان : خلک روغتيايي ستونزي لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36726

دخبریدو نیټه : 2010-07-03

لودين

په ګاونډي ولايت ارزګان کي ځايي اوسيدونکي شکايت کوي چي روغتيايي خدماتو ته لاس رسۍ نه لري او په دي ولايت کي د ښار او ولسواليو په سطحه روغتيايي ستونزي تر اندازي زياتي دي .
د ارزګان په مرکز ترينکوټ ښار کي خلک وايي چي د ټول ولايت په سطحه  يو داسي ډاکټر نسته چي د يوه ناروغ د ناروغۍ پر مهال د هغه درملنه وکړي . دوي وايي چي په ټول ارزګان کي يوازي او يوازي يو روغتايي کلينيک دي چي هغه  هم سم او د اړتيا وړ روغتيايي امکانات نه لري . دوي غوښتنه کوي چي مرستندويه موسسي او دولت دي ورته روغتايي خدمات برابر کړي او ددوي غم دي وخوري .
په ارزګان ولايت کي ځايي چارواکي هم د دي ولايت د خلکو دا خبري چي د روغتايي خدماتو نه شتون دي پر ځاي بولي . د ارزګان والي خداي رحيم وايي چي دا خبري ډيري پر ځاي دي او رشتيا هم ارزګان ولايت په روغتايي برخو ډير وروسته پاتي دي . په وينا يي چي ياده ستونزه  يي د اړوند وزارت او بين المللي ټولني سره شريکه کړي ده چي هغوي هم ددي ستونزي د حل وعده ورکړي ده . د  والي په خبره چي د روغتايي ستونزوه ښکاره بيلګه  تير کال په ارزګان کي د کولرا د ناروغۍ خپريدل وه او دا چي دوي روغتيايي امکانات نه درلوده نو له کبله يي په لسګونو ناروغانو خپل ژوند دلاسه ورکړ .
ارزګان د کندهار شمالي لوري ته پروت ګاونډى ولايت دي چي خلک يي د نورو ستونزو تر څنګ د روغتيايي ستونزو څخه هم سر ټکوي .