په الاسلام الیوم کې د سمیرالعرکي لیکنه .
جمهور رئیس اوباما دا ګمان نه کاوه ، چې دا ځل به د خپل عسکری مټ له خوا پرې باندی وار کیږي ، دهغه سړی له لوری به پرې باندې وار کیږي ، چې ده پری پوره باورکړی ، چې دافغانستان کشاله به حل کړی ، او دامریکا ځواکونو او ورسره د ناټو د پیمان غړو هیوادونو ځواکونو ته به بایللی هیبت ، چې د تیرو کالونو په جګړوکې ډیر زیانمن شوی ، بیرته اعاده کړی ، چیرته چې په دې وروستیو میاشتو کې دا ګواښ او زیان په داسې څیر لوړ شوی ، چې دامریکا او ناتو دځواکونو اړوند د بربادۍ خبرداری ورکوی .
داسې ښکاری چې متقاعد جنرال باری مکفری هم په خپل وار په خپله وړاندوینه کې صادق ؤ : کله ئې چې ویلي وو، چې په کال ۲۰۱۰م کې به دامریکا پوځ په افغانستان کې لوړه خساره ووینی ، او دپینځو سو په شا وخوا کې خپل جنګیالی به له لاسه ورکړی .. پداسې حال کې چې ډیر کارپوهان هم پدې نظر دي چې کال ۲۰۱۰م به په افغانستان کې خونړی کال وي ، او هغه ډیرش زره تازه د مه جنګیالی چې اوباما ئې د لیږلو دستور ورکړ ، به د جنګیالیو په منځ کې ځانی خساره نوره هم ډیره کړی ، چیرته چې طالبانو دامریکا د ځواکونو پرضد په کال ۲۰۱۰ کې د سختې اوخونړۍ مقابلې وعده کړی ده ، او همدا سې هم وشول ، او امریکایان د طالبانو د حملو سره چې د تیر کال په پرتله دوه چنده شوی دي ، مخامخ شول ، بلکه په کال ۲۰۱۰ م کې د جون میاشت ډیره خونړۍ وه ، چې تردمګړۍ پوری دامریکا او دناتو د ځواکونو ۷۵ جنګیالی پکې مړه شوی دي .
پداسې یوه حالت کې اړتیا نوه ، چې څوک د اوباما زخمونه نور هم ډیر کړی ، او د ناکامو سیاستونو او غلطو چارو څخه په یادونه ئې دردونه نورهم زیات کړی . خو داسې ګمان کیږی چې دجګړې په ډګر کې وضعیت تردې ډیر خراب وو، چې وزغمل شي ، او دې وضعیت د امریکا د ځواکونو مشرتابه په افغانستان کې جنرال مک کرسټل دې ته اړ کړ ، چې د امریکا د سیاسی ادارې پر تګلاره باندې تنده نیوکه وکړی ، چې تر دې وړاندې بل چا نه وه کړی .
جنرال مک کرسټل په تیرو څو ورځو کې د امریکا په سیاسی اداره کې دغضب توپان منفجر کړ، کوم مهال ئې چې په رولنګ سټون مجله کې هغه څرګندونې خپرې کړې چې د امریکا دسیاسی ادارې لیدلوری د افغانستان دجنګ اړوند غندي ، همدا راز ئې د اوباما دادارې په سیاستمدارانو او دیپلوماتانو پوری تمسخر وکړ ، او وویل :" چې دی په افغانستان کې د امریکا د سفیر کارل ایکنیبری دخیانت اړوند شرمیږی ، او اضافه ئې کړه : چې ده تیر کال په سپینه ماڼۍ کې د خبرو او مناقشې پرمهال د کارل ایکنیبری اړوند د خیانت احساس وکړ ، چیرته چې د ه داضافی عسکرو د لیږلو اړوند په یو داخلی وړاندیز د خپل ځان دحمایت لپاره د دې لپاره ټینګار کاوه ، چې که چیرې موږ په خپل دنده کې پاتي راشو" ، او همدا رنګه ئې د رچارد هالبروک له یوې الکتروني لیک (مسج) اړوند هم تمسخر وکړ ، او همدا راز ئې د اوباما د ادارې د نورو مسولین اړوند هم سپکاوی وکړ .
داسې ویل کیږی چې مکرسټل په عراق کې د القاعدې مهم مشران تصفیه کړل ، لکه مصعب الزرقاوی . او دا هم د پام وړخبره ده ، چې پدې وروستیو ورځو کې ئې شهرت زیات شوی و ،او د افغانستان د دولت د مسولینو تاید ئې هم ترلاسه کړ، چیرته چې په خپله نوی ستراتیژۍ کې ئې د بیګناه خلکو وژنه را کمه کړی وه . مکرسټل پدې وروستی کې خپلو عسکرو ته امر کړی و، چې هرهغه څوک چې مسلح نوی عام وګړی وګڼي ، او حمایت او ساتنه ئې وکړی ، لدې کبله د جنګیالیو په منځ کې د عام خلکو په صفونو کې د مخالفینو له خوا د وژنې کجه لوړه شوه .
د وزارت دفاع ویاند جنرال عظمی سي ان ان ته په خپلو څرګندونو کې وویل : "د جنرال ماک کرسټل په راتګ سره زموږ ډیرې ستونزې حل شوې ، لکه د عامو وګړو وژنه او دبیګناه حلکو نیول ، او همدا راز د افغانی ځواکونو او خارجي ځواکونو تر منځ د جنګ پرډګر او بیرون له ډګره تفاهم او انسجام را منځ ته شو"
د څرګندونو اړوند تند عکس العملونه
سربیره په باراک اوباما چې په کلکه ئې دا څرګندونې وغندلې او خپل موقف ئې په هکله څرګند کړ، دمکرسټل دا څرګندونې ډیرو خلکو ته یوه کلکه ضربه وه ، د امریکا د ځواکونو مشرتابه مایکل مولن او د ګانګرس ځینو سناتورانو هم دا څرګندونې وغندلی او دا ئې پرځای څرګندونې ونه ګڼلی ، او دا څرګندونې ئې ناوړه او بې ځای وګنلی ،او روښانه ئې کړه ، چې دا راز څرګندونې نشي کولای په افغانستان کې زموږ د ځواکونو د بریالیتوب لامل شي .
دمکرسټل برطرفي یوستونزمن حل
سره لدې چې مکرسټل په بیړه د خپلو هغو څرګندونو اړوند چې د لورنګ ستون په مجله کې خپرې شوې وې ، بښنه وغوښته ، او وویل :" زه د دې موضوع اړوند خپل د اخلاص نه ډک اعتذار وړاندې کوم ، پکار نه وه چې دا راز تیروتنه شوی وی . ما دخپل کار په دوران کې د دندې د ارزښتونواو د پیشې د مکلفیتونو اړوند په سرلوړی ژوند کړی دی ، او دا څرګندونې د دغو معیارونو سره سمې نه وی . او زیاته ئې کړه : چې دی جمهور رئیس اباما او دهغه دملی امنیت ټیم او ټولو هغو مشرانو او قوتونو ته چې دا جنګ پرمخ بیایی ډیر احترام لری ، او دی تر اوسه متعهد دی چې په افغانستان کې بری ترلاسه شي ".
سره لدې چې اوباما په سپیڼه ماڼۍ کې د مکرسټل سره دکتنې پرمهال لده څخه قدردانی وکړه ، خو د ملی امنیت د مصلحت لپاره بله چاره نه وه ، څرنګه چې اباما وایی ، پرته لدې چې دی له خپلې دندې څخه ګوښه شي ...
د جون په درویشتمه نیټه اوباما د مکرسټل د برطرفی پریکړه وکړه اوپرځای ئې جنرال پټریوس پدې دنده وګماره ،او د مکرسټل د ګوښه کولو پرمهال اوباما په سپينه ماڼۍ کې په خپله وینا کې وویل : " پکار نه وه ، چې دا راز څرګندونې د یوه داسې مشر نه چې د داسې منصب خاوند وی صادرې شي ، او پدې ئې ټینګار وکړ ، چې د امریکا په سیاست کې به بدلون رانه شي ، او زیاته ئې کړه ، زموږ ځواکونه په افغانستان کې یو خونړی جنګ پر مخ بیایی ، او موږ نه غواړو چې هلته ترورستی هستي وی ، او زموږ امنیت دلته تهدید کړی ، ږموږ پرهیواد حملې وکړی . جمهور رئیس د مکرسټل د ګوښه کولو اړوند خپل تاسف ښکاره کړ او وویی : ډیره سخته پریکړه وه ، اوزه متاسف یم چې هغه سړی له لاسه ورکوم چې په ما ډیرګران دی ، اوډیراحترام ورته لرم ، اوزه د مکرسټل دهغه څه قدردانی کوم چې دخپلې دندې اړوند ئې وړاندې کړی دي " .
افغانستان د قیادتونو مقبره .
مکرسټل لومړی قیادت نه ؤ ، چې په افغانستان کې ئې دنده له لاسه ورکړه ، د روانی میاشتی په دیارلسمه نیټه بریتانایی ورځپاڼې (صندی ټایم ) په ډاګه کړه ، چې د بریتانیا حکومت د کامرون په مشری پریکړه کړی ، چې د بریتانیا د فوځ مشر مارشال جوک ستیراب له خپلې دندې پدې هیله ګوښه کړی ، چې وکولای شي په افغانستان کې د ناوړه حالت نه خپل ځواکونه وژغوری ، چې دوی ورسره لاس ګریوان دی ، چیرته چې د بریتانیا د عسکرو تلفات ۳۰۰ ته رسیدلی ، اوپه افغانستان او عراق کې دجنګ لګښت ۲۰ بلیونه انګلیسي پونډ ته رسیدلی دی . همدا راز د جون په دوویشتمه نیټه د ګاردین ورځپاڼې په ډاکه کړه ،چې د پاکستان او افغانستان لپاره د برتانیا خاص استازی شیراد کاوبر ،چې د طالبان سره د سوله ایزې کړنلارې طرفدار ؤ ، پریکړه کړی تر څو خپله رخصتی تمدید کړی ، او په بریتانیا کې پاتی شي اوبیرته افغانستان ته را ونه ګرځي . اوهمدا راز ورځپانې په ډاګه کړه ،چې په اسلام آباد کې د بریتانیا سفیر هم پدې نیت رخصتی اخیستی ،چې بیا خپلې دندې ته حاصر نشی .
آیا یوازی برطرفی معضله حل کولای شي ؟!.
اوباما په خپلو خبرو کې څرګنده کړه ،چې د اشخاصو بدلون پدې مانا نه دی ،چې هلته پلان شوی سیاست هم بدل شي ، یعنی چې هلته نورې وینی او نور ې ناکامۍ ... اوباما د افغانستان له ګرداب څخه دوتلو لپاره طلایی چانس درلود ، کولای ئې شول ،چې د جورج بوش د حاکمیت دپاتی شویو بارونو نه ځان وژغوری ، مګر اوباما په غلطه لاره دتګ ټینګار وکړ، سره لدې چې د روسانو د امپراتورۍ د نړیدو بیلګۍ د ده د سترګو په وړاندې ځلیدله .. په افغانستان کې دامریکا او د ناتو د ځواکونو ماتې د اسلامی بنسټپالۍ په وړاندې ماتې ده ، چې طالبانو او تر شا ئې القاعده ګڼل کیږی ، اوپه افغانستان کې د تحالف ماتې د القاعده او داسامه بن لادن د نیول په هکله ماتې شمیرل کیږی ..او دا به د امریکا امنیت ته مخامخ ګواښ وی ، که چیرې دا عملیات د امریکا عمق ته ولیږدول شي ، څه ډول چې د مسافربرۍ د الوتکې د چاودنې او د ټایم کروز د میدان دچاودنې هڅه وشوه .. د دې کبله په افغانستان کې د اوباما معضله د مکرسټل په برطرفی نه شي حل کېدلای ، اونه هم پیټریوس هغه څه تر سره کولای شي چې له ده وړاندې نورو ونه شو کولای ، چې تر سره ئې کړی ، دامریکا معضله په افغانستان کې پرته له یوې پریکړې نه شي حل کیدلای .. اوهغه دا چې امریکا خپل ځواکونو له افغانستان نه وباسي .. او په ډیره بیړه ئې وباسي .