سرچینه : رویترز
ترتیب: شهلا
د افغانستان د فوج قوه عالي رتبه چارواکې ویلي چې د ګلبدین حکمتیار پلویان د طالبانو پت اطلاعات حکومت ته سپاري.
. رویټرز خبري اژانس د جنرال مرادعلي مراد له قوله خپاره کړي دي او لیکي چې د نوموړي جنرال څرګندونې د شمال یوه چارواکي هم تایید کړي دي.
د افغانستان په شمال کې د ملي اردو د 209 نمبر شاهین قول اردو قوماندان جنرال مرادعلي مراد له رویټر خبري آژانس سره په مرکه کې وايي چې په بغلان او کندز ولایتونو کې د حزب اسلامي غړي د طالبانو د عملیاتو او پټو ځایونو، په تېره د قوماندانانو په اړه دولتي ځواکونو ته استخباراتي معلومات برابروي.
مراد وايي چې دې استخباراتي معلوماتو ډېره ښه نتیجه ورکړې او دا معلومات له دولتي قواوو سره مرسته کوي څو هغه کسان له مینځه یوسي چې د سیمې د امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي.
په شمال کې د حکومت یو جګپوړی مقام د جنرال مراد دا څرګندونې تاییدوي وايي، دا استخباراتي معلومات د حزب اسلامي د وسله والو له خوا دولت ته رسېږي. دې مقام، چې د خپل هویت د نه ښودلو په شرط خبرې کړي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د دې معلوماتو په بدل کې دوی حزب اسلامي ته پیسې ورکوي.
حزب اسلامي د طالبانو او حقاني شبکې ترڅنګ له هغو دریو وسله والو ډلو څخه یوه ده چې د افغانستان د دولت او په هېواد کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو پرضد جګړو کې برخه لري، او جنګیالي یې عمدتاً د هېواد په ختیځ او شمال کې فعال دي.
د راپورونو له مخې څو میاشتې مخکې طالبانو شمال ته د پرمختګ په لړ کې له حزب اسلامي سره نښتې هم وکړې. حزب وروسته دا نښتې بې اهمیته وښودې خو جنرال مراد وايي، حزب اسلامي چې په دې جګړو کې تر یوه حده ماتې وخوړه، اوس له طالبانو څخه د غچ اخیستو په لټه کې دی او په همدې دلیل د خپلو دښمنانو په اړه دولت ته راپور ورکوي.
حزب اسلامي څه وخت مخکې له طالبانو سره د اړیکو لرل رد کړل او کابل ته یې له ولسمشر حامد کرزي سره د کتنې لپاره یو هیات هم واستاوه. رویټر خبري آژانس لیکي، په شمال کې د حزب او طالبانو ترمینځ دښمني د دولت د مخالفینو په لیکو کې د نفاق څرګندونه کوي.
له افغان حکومت سره د حزب اسلامي خبرې له کومې ښکاره نتیجې پرته پای ته ورسېدې او حزب اعلان وکړ چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال وېش له ټاکنې وروسته به د خبرواترو د دوام په اړه غور وکړي. خو د طالبانو دریځ تل همدا و چې تر هغه وخته چې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې وي، دوی به خبرې ونکړي.
د شاهین قول اردو قوماندان جنرال مرادعلي مراد وايي چې له حزب څخه د طالبانو په اړه د راپورونو ترلاسه کول، د افغان او نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې د سمون له وجې ممکن شوي دي خو د شمال هغه چارواکی چې مخکې یې یادونه وشوه بیا وايي چې د دې علت، د هېواد شمال ته د نویو امریکایي عسکرو رارسېدل دي.
دا مقام زیاتوي، د نویو امریکایي ځواکونو له رارسېدو وروسته د دې استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو ډېره مثبته نتیجه ورکړې ده، خو د ده په وینا، د جرمني ځواکونو په موجودیت کې دا استخباراتي فعالیت ډېر کمزوری و.
د افغانستان د شمال په ډېرو برخو کې جرمني سرتېري دېره دي چې شمېر یې له څلورزرو اوړي خو جرمني ځواکونه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د پوځي عملیاتو په برخه کې له یولړ محدودیتونو سره مخامخ دي. رویټرز خبري آژانس د څارونکو په حواله لیکي، همدا محدودیت په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په شمال کې د وسله والو طالبانو د نفوذ د پراخېدو یو ډېر مهم علت و.
امریکايي ځواکونه همدې ټکي ته په پام سره، شمال ته استول شوي دي. امریکايي چارواکو تېره میاشت وویل، د خاصو ځواکونو شمېر یې اوس په ټول افغانستان کې درې چنده کړی. خاص ځواکونه یا سپېشل فورس د طالبانو په جګپوړو قوماندانو پسې ګرزي.
آژانس په افغانستان کې د ناټو د عامه اړیکو د مسوول ډګروال واین شنکس له قوله لیکي چې په دې اړه وايي، نړیوال ځواکونه په سیمه کې له بېلابېلو سرچینو څخه استخباراتي معلومات ترلاسه کوي، خو دی له یوې خاصې سرچینې څخه د دې معلوماتو د ترلاسه کولو په اړه څه نشي ویلای.
له بلې خوا یو برتانوی پوځي مقام وايي چې د حزب اسلامي شاوخوا پنځوس تنه غړي په بغلان کې په یوه دولتي کور کې ساتل کېږي. تورن جنرال فیل جونز چې ملکي ژوند ته د وسله والو طالبانو د بېرته راګزولو لپاره د افغان حکومت د پروګرام مشر دی وايي، طبیعي خبره ده چې جنګیالي د خپلې وسلې له ایښودو وروسته خبرې او د استخباراتي معلوماتو په برابرولو کې مرسته کول غواړي.
ناټو په دې وروستیو کې، پرله پسې، په شمال کې د ګڼ شمېر طالب قوماندانو د نیولو او وژل کېدو خبرونه ورکړي دي. په دې لړ کې د ثور په څلورمه په بغلان کې د ملاروح الله د وژل کېدو خبر ورکړل شو. نوموړی په بغلان کې د طالبانو له خوا ټاکل شوی والي و. له دې دوه اونۍ وروسته مولوي جبار چې د ده پرځای ټاکل شوی و، له دوو نورو قوماندانانو سره د امریکايي ځواکونو په هوايي حمله کې ووژل شو او درې ورځې وروسته د ملاجبار پرځای ټاکل شوی والي د افغان او امریکايي ځواکونو له خوا ونیول شو.
په کندز کې هم په وروستیو دریو میاشتو کې ګڼ جګپوړي قوماندانان یا وژل شوي او یا نیول شوي دي چې په دې ډله کې د طالبانو له خوا د کندز لپاره ټاکل شوی مرستیال والي هم شامل دی.