واشنګټن پوست: کرزي د پتریوس د پلان مخالفت وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36946

دخبریدو نیټه : 2010-07-11

سرچینه: واشنګټن پوست ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

کله چې جنرال پتریوس په افغانستان کې د جګړې مشرې پر غاړه واخیسته او ویې غوښتل چې هغه امریکایی پلان پلی کړي چې له مخې یې کلیوال د ځان د ساتنې لپاره د طالبانو پر وړاندي مسلح کیږي، په دغه برخه کې د افغان ولسمشر حامد کرزي له تیز مخالفت سره مخ شو.

امریکایې مقاماتو ورځپاڼي ته ویلي چې تیره اونۍ پتریوس له کرزي سره په خپله لومړۍ نا سته کې دغه مسله مطرح کړه خو هغه رد کړه .

واشنګټن پوست لیکي چې د کلیوالي افغانانو مسلح کول او د طالبانو پر وړاندي د هغوي د خودې دفاع د سیستم رامنځ ته کول د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ یوه برخه ده .

عالي رتبه امریکایې چارواکي وایې چې د امریکا دولت غواړي د اربکیو ځواکونو  منطقوې شمیره د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې څو ځله لوړه کړي ا و په ورته وخت کې د کرزي اندیښنو ته هم ځواب ورکړي او د هغه قناعت حاصل کړي.

خو دغې مسلې هغه اندیښني را برسیره کړي چې دغه کار به یو ځل بیا افغانستان د جنګسالاریزم په رژیم بدل کړي او دغه وسله والي ملیشې به له کنټرول څخه ووزي.

د جنرال کرستال د ماموریت پر مهال هم دغه ډول امتحاني اربکې ټولګي جوړ شوي چې بیلګې یې په میدان وردګو ولایت کې لیدل کیږي.

واشنګټن پوست لیکي چې جنرال پتریوس د اربکیو د رامنځ ته کولو د مفکور سخت پلوی دی او دی په عراق کې هم د دغې مفکوری پلی کونکی شمیرل کیږي.

کله چې نوموړي په عراق کې د امریکايي ځوا کونو مشر وو نو هغه د زرګونو تنو ملکي عراقي عسکرو سربیره اربکې ځواکونه هم را منځ ته کړل تر څو پرې القاعده ښه وټکوي او سرکوب یې کړي چې همداسي هم وشول.

واشنګټن پوست د دیوید پتریوس او کرزي په غونډه کې د ناست یوه افغان مقام له خولې لیکي چې وایې : (( مونږ تل اوږدې خبري او ډیري موافقې لرلي دی، مونږ تل هڅه کړي چې خپل نړیوال متحدین وپوهوو چې له دغه ډول حالاتو سره څرنګه مقابله کولای شو، مونږ افغانان په دغو مسلو تر هغوې ښه پوهیږو)).

واشنګټن پوست لیکي چې دا د پتریوس لومړی ملاقات وو چې کرزي ېې پکې خبره و نه منله او ښایې د هغه دماموریت پر مهال  ډیر وړاندیزونه د کرزي له لوري و نه منل شي.

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

tanha_mer@yahoo.com