سرچینه: واشنګټن پوست
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د واشنګټن پوست ورځپاڼي تر دې عنوان لاندي چې کرزی به له ملګرو ملتونو وغواړي چې له خپل تور لیست څخه د ۵۰ طالبانو نومونه وباسي یوه لیکنه خپره کړي ده .
ورځپاڼه لیکي چې دغه غوښتنه به کرزی ډیر ژر د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه مطرح کړي.
د دغه وړاندیز له مخې به د ۱۳۷ تنو هغو طالبانو له ډلي چې په دغه لیست کې یې نومونه راغلي د څلورمې برخې هغو نومونه لري کړای شي.
واشنګټن پوست له یوه افغان چارواکي په حواله چې نوم یې ندی اخیستل شوی لیکي چې لږ تر لږه په دغو ۵۰ کسانو کې پینځه د هغو کسانو نومونه هم شامل دي چې اوس اوس یا په پارلمان کې کارکوي او یا هم په شخصی کارونو بوخت دي خو د طالبانو او کرزي تر منځ د روغي جوړې په خبرو کې دخیل دي.
واشنګټن پوست له دغه افغان چارواکي په حواله کاږي چې کرزي ځکه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د دغو کسانو د نومونو د لري کولو غوښتنه کوي چې د کرزي په باور هغوي له القاعدې او نوروترهګرو سره اوس هیڅ راز اړیکي نه لري.
واشنګټن پوست وایې چې د تیرې سې شنبې په ورځ د افغانستان ا و پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارد هالبروک د ملګرو ملتونو له مقاماتو سره وکتل او له هغوي څخه یې وغوښتل چې له تور لیست څخه د طالب قوماندانانو د نومونو د ایستلو لړۍ چټکه کړي.
د ملګرو ملتونو د ۱۲۶۷ مادې له مخې دغه سازمان د یو شمیر طالبانو او القاعدې ډلي د غړو په تګ راتګ، سفرونو او مالي سرچینو بندیزونه لګولي دي خو اوس افغان دولت هڅه کوي چې د روغې د پلان په لړ کې یو شمیر طالبان له دغه لیست څخه وباسي.
واشنګټن پوست لیکي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا اوس منلی چې د ملا عمر په ګډون به د یو شمیر هغو طالب مشرانو نومونه له تور لیست څخه وباسي چې افغان دولت یې د نومونو د سپینولو وړاندیز او غوښتنه کړي ده .
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
یادونه: هر هغه منبع چې دغه مقاله بیا خپروي د بینوا ویب پاڼي نوم باید د مطبوعاتو د قانون د اصولو له مخې خپور کړي.