Washington Post: امریکایان په خلکوډزي تفریح بولي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36987

دخبریدو نیټه : 2010-07-11

سرچینه: واشنګټن پوست ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی        
 
په سیمې کې دامریکا نوی پوځي قومندان ، په خلکو ډزې ښه تفریح بولي  .


واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي چې جیمز متس ویلي دي ، په افغانانو ډزې ډیره ښه تفریح ده.


دې امریکايي ورځپاڼۍ لیکلي ،جنرال جیمز متس په ۲۰۰۵ کال کې په سن دیاګون ښار کې په یوې وینا کې ویلي وو، دافغانستان نارینه ، هغه ښځو ته سپکاوی کوي چې ټیکري یا حجاب نلري او له دې کبله ځینې افغانان باید مړه شي .


دامریکا دفاع وزارت په افغانستان کې دخارجي ځواکونو دقومندان په توګه د دیوید پتراووس له ټاکلو ورسته،جنرال جیمز متس ، په سیمې کې امریکادنوي قومندان په توګه وټاکه.


له دې وروسته ،جنرال متس افغان ضد څرګندونو فلم یو ځل بیا په ډګر کې راوتلی،او تر اوسه د امریکا پوځ د مک کرستل له جنجاله نه دی خلاص شوی،چې نوې ستونزه هم ورسره یوځاي شوه.


حقیقت دادی چې جنرال جیمز متس حقیقت ویلي او منافقت یې لرې کړی.


خارجي ځواکونو په تیرو ۹ کلونو کې افغانان ، تفریح په توګه عام وژني، او هغوي دهالیوود دفلمونو صحنې په سمه توګه په افغانانو جوړې کړي د ي.


اوس دامریکایانو لپاره دیوه افغان بیه، سیبل یا د نښې په اندازه ده چې دافغانستان په ګوټ ګوټ کې چې هر وخت وغواړي تفریح وکړي ،او خپله نښه پښه کړي، ورته پیدا کیږي.


دغه ثابت او متحرک سیبل یا نښې په حرکت او کیناستو کې افغانان دي او ډيره په آسانۍ سره په نښه کیږي .
نه یواځې پیاده بلکه هوايي ځواکونه هم په افغانانو په ډزو سره غواړي خپله نښه پښه کړي او هم تفریح وکړي.
دویلو ده چې پر دې سربیره،هغوي نوي وسلې هم په آسانۍ سره په افغانانو آزمايي .
په تیرو ۹ کلونو کې ثابته شوې چې په تیرو ۹ کلونو کې ،ډول ډول یورانیمي بمونه اووسلې ،په افغانانو وکارول شوې.
د داسې نادودو وسلو کارولو پایلې ورو ورو روښانې کیږي او دافغانستان په جنوب ا و ختیځ کې شکمن مرضونه لیدل شوي.
اوس ځنګلي سیمې ،ونې او آبو هوا، په د یورانیمو اونورو کیمیاوي موادو ککړې دي چې خلک ورسره په تماس کې دي او یا یې هم د اوبو څښلو او تنفس له لارې بدن ته داخلوي.


د دغو مرګوڼو موادو په وسیله بدن ته داخلیږي او ممکنه ده چې تر څو کاله پورې ،اغیزې یې لازیاتې ښکاره کیږي .


دویلو ده چې څه موده وړاندې هم له توره بوړې راپورنه رارسیدلي چې ځینې ناقص ماشوامن زیږیدلي.