ګارډین:
په انګلستان کې خپریدونکي ورځپاڼې ګارډین، د انګستان د صدراعظم ډېوېډ کامرون او د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما د راتلونکي غونډې په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یې راغلي:
په راتلونکي اوونۍ کې چې کله ډېوېډ کامرون له جمهور رییس بارک اوباما سره په سپینې ماڼۍ کې وګوري نو دا به د افغانستان په اړه د دواړو مشرانو لومړنۍ رسمې خبرې وی. د خبرو په جریان کې ممکن د انګلستان د صدراعظم په خوله موسکا خپره نشي.
د افغانستان په جګړې کې له زرو زیات امریکایي او دغه راز له درې سویو زیات انګلیس عسکر وژل شوي. دواړه مشران پوهیږي چې دا مساله یې په مربوطو هېوادونو کې د خلکو په رایو سخت اغیز کوي.
انټرنشنل هیرالډ ټربیون زیاتوي، د افغانستان د جګړې په ډګر کې د بري ادعا هسې خوشي او پوچه خبره ده او دا مساله یې هم بې خونده کړې، چې وایي، بهرني عسکر به له ضرورت پرته یوه ورځ هم په افغانستان کې پاته نه شي.
د انګلستان د صدراعظم ډېوېډ کامرون دا خبره هم زیات ارزښت نه لري چې وایی، تر ۲۰۱۵ میلادي کاله به ټول انګلیس عسکر له افغانستان څخه وباسي.
انټرنشنل هیرالډ ټربیون پوښتنه کوي، چې جمهور رییس اوباما او کامرون به ریښتیا هم له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو په ستراتیژۍ جدي خبرې وکړي؟
ورځپاڼه لیکي، جګ پوړي امریکایي چارواکي په افغانستان کې د جنرال پټرویس د عسکرو زیاتولو د پلان ملاتړ کوي. د عسکرو زیاتولو پلان په عراق کې کار ورکړی و خو د افغانستان او عراق شرایط سره فرق لري.
د ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې د هغو کسانو تر منځ چې د بهرنیانو په ضد یې وسله پورته کړې، بیلتون نشته. د طالبانو قوت، جنګي مهارت او تجربې د ودې په حال کې دي.
طالبان د ۱۹۸۰ لسیزي مجاهدینو په خلاف، په خپلو کې پوره متحد دي. په ۲۰۰۵ میلادی کال کې چې کله طالبانو ته عمومي بخښنه اعلان شوه نو د هغوی هېڅ جګ پوړی قوماندان لوری بدل نه کړ.
د طالبانو د ۱۴۲ مشرانو له ډلې څخه د ملګرو ملتونو د امنیت شوری په تور لیست کې وو، یوازې ۱۲ یې رامخ ته شول، خو د دوی یوه هم له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په جګړو کې فعاله ونډه نه درلوده.