پټه مینه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37105
ولی محمد نورزی
دخبریدو نیټه : 2010-07-15

د وړکتوب پټه مینه همدا سی پټه پا تی شوه .
د وړکتوب او کوچنوالی دوره یوه ډیره ښکلی او په زړه پوری دوری وی. او د انسان په ژوند کی د ښو او بدو خا طرو څخه ډ کی وی. ټولی هغه ښی خا طری او نا خوالی پکښی نغښتی وی چه د اوسنی وخت سره نا اشنا وی . ولی د تیر وخت د عینی شرا یطو پر بنا او بنسټیزو اړیکو باندی رڼا اچوی .او د پښیمانی هیلی را ژوندی کوی.چه دا پخپله د تیرو وختو نو پر وا قیعیت او د ننی ورځی په کړنلارو او عمل باندی پوره او غوره تا ثیر اچوی. ولی د نوی ژوند د پیغام او الهام وړانګی ته يو ریښتنی احسا س ورکوی. چه مونږ یې د ورځنی په ټولو شیبو او پړاونو کی وینو . او دمخا مخی جګړی او زور از مایې سره لاس او ګریوان یوو.چه دا پخپله یو ه طبیعی پروسه ده او د انسان سره تر مرګه پوری ملتیا او ملګرتیا لری. .
رابه شو اصلی مطلب: ته چه هغه د پټی مینی یو راز بیا نوی. او ددی وخت او د هغه وخت او ننی ورځی ښکلا څومره یو له بله سره تو پیر در لودی. او د هغه وخت د خا طرو انځورونه د پټو خزانو ښګیڼی او نا ندری را په یادوی .دخوند اورنګ احسا س ته د عمل جا مه ور اغوندی او په زړه پوری حکا یت او کیسه تری نه جوړه شی .چه د وړکتوب نړی د ننی نړی سره مقا یسه کوی .

نورمحمد چه د ۱۷ کلنی پسر لی یې د ګلا نو غوټی لا نه وی غوړولی . چه د خپل کلی او کور په نژدی ګا و نډی انګړکی د مینی په راز او نیاز خبر شو. او د پا کی سپیڅلی مینی لار او لیکه یې و موندله. مګر دعمل ډګرته د رسیدو هیلی یې کمزوری معلو میدی .یو ورځ نور محمد د خپله کوره څخه د خپلی کروندی خو اته روان وو. چه نا ببره د ویا لی پر غاړه د یوی سپینی ګلا لی نجلی چه منګی یې پر اوږو اخیستی وو. د ستر ګو په یوه کا ته او کو چنی موسکاسره یې د نور محمد تو جه ځا نته را وا ړوله او د لمړنی مینی احساس یې د زړه و تنا ونه ته لار و موندله، چه د حیرت دا نا څا پی انګیزه یې د فکرونو او خیا لو نو ټا ل را ویښ کړ .او د حیرانی او نا بلدی مینی د اور لمبی یې په زړه کی ځای ونیوی اود سوچ او خیال ډګرته ور دا خل شو. . .
د هغی ورځی وروسته نور محمد هره ورځ او هره شیبه په دی تپ تلاش کی وو چه څه وخت به هغه میا نه قده د توری اوږدو زلفو سپین مخ او خړو بورو خماری ستر ګو د ګلونو ښا پیر ی نجلی بیا منګی پر او ږو د ویا لی او ګودر خواته را ښکاره شی. او د زړه هنداره به یوه شیبه د هغی سترګی او موسکا د محبت او مینی کچکول ته ور وا چوی. ولی هغی هم د خپل زړه احساس په ښکاره او عیان ډول سره نشو بیا نولی ،ولی خپله مینه یې ښکا ره کوله، مګرهغه یې نه رسوا کله .بله ورځ چه نور محمد بیا پر هغه لار تیریدی نو دې ښکلی نجلی د اوبو په با نه د ویالی او ګودر خوا ته خپل ځان را برا بر کی او کوچنی موسکا یې په کو چنی خندا بدله شوه. او د نور محمد د شک او نا شک سوچو نه یې په عینی او ریښتنی احسا سا تو کی ور ګډ کړل . نور محمد چه د خبرو اوو یلو جر آت نه در لودی. ددی نجلی په لیدلو ډیر خوشحا له ښودی او خپل زړه ته یې د صبر او تسکین لاره غوره کړه، ځان یې نا ګمانه وا چوه او دګلالی نجلی پر موسکا او خندا يې هیڅ عکس العمل و نه ښودی ولی د خپلی پټی مینی راز له ځان سره وساتی.ځکه د کلی کور د ننګ او غیرت خبره وه او دا ټول رازونه با ید پټ وسا تل شی او دقوم او ټبر عنعنوی اودودو یزو اړیکو ته با ید زیا ن و نه رسیږی. او هر څه پخپل چو کات کی سر ته ور سیږی.
د نجلی کورنې د نور محمد د کورني سره ښی اړیکی در لودی. ولی دواړی کورنی دټبر او قومی اړیکو له کبله ډیری سره لیری ښکا ریدی نوځکه نور محمد په دی ښه پو هیدی چه ددی مینی رسوایې کیدای شی یو غټ جنجال او نا تار ددواړو قو مونو تر منځ را پورته کړی. او بیا به د حل لاره ځنی ورکه شی. مګر دزړه د صبر یدو او تسکینیدو حا لت یې هم بی تفا وته نه ښکا ریدی. او د لټولو لاره یې څا رله.نورمحمد په خپل کلی او شاه وخواکی د یوه ښه او هو ښیار ځوان په تو که شهرت در لودی. د کلی د ملا صا حب نه نیولی بیا تر خانه او ملک پوری دده د ښو خو یو نو او کړو وړو آوازی او انکازی د هر چا په شخصی با نډارو او دمسجد د هجرو په مجلسو کی خپری وی. نو په دی خاطر نور محمد ډیر کو شش کا وه چه ټو له شیان قرار قرار په سړه سینه د حل لاره مومی او دا پټه مینه په ښکاره مینه واوړی .
یوه ورځ چه ټکنده سره غرمه وه او ټول خلک په کورونوکی د غرمی په خوب ویده وو. اود تو تا نو د موسم اخرنی وختونه وه چه نورمحمد د خپل کور خو اته نژدی د توت ونی ته ور وخوت او د توت په با نه یې د ګا ونډی کور د نجلی دکور خو اته وکتل. نا څا په هغه نجلی د یوشی لپاره د کور څخه بیرون را ووتله او سترګی یې نیغ په نیغ د نور محمد و خواته ولګیدی کوم چه د توتا نو په ونه کی یې مو قیعیت نیو لی وه. نورمحمد د نجلی په لیدلو ډیر خو شحا له شو او د تو تا نو ونی ته یې کوم چه ښا خلی یې د ګا ونډی دیوال هغه خواته غزولی شوی وی. د پښی د لغتو په وا سطه څو واره د تو تا نو ونه سره وښورله او د باران په شان د تو تانو رژول يې ددیوال هغه طرف ته ور ډالی کړل مګر ګلالی نجلی دا ټوله ننداره په خپلو ستر ګو ولیدله ولی د شرم او حیا جر ات ورته اجازه نه ور کوله تر څو نژدی راشی او یو څه ووایې.بل طرف ته نورمحمد هم د خبرو او یا سلام جر ات په خپل ځان کی نه لیدی. نور محمد د توتا نو د ونی څخه را کښته شو او کورته راغی او نجلی هغه رژیدلی تو تان د مځکی څخه را ټول کړه اود کور خوا ته روا نه شوه .
نور محمد فکر وکړی چه د یو بل پلان لار ی چاری وسنجوی او هغه دا چه په کلی کی یو ه زړه بو ډی انا چه د بزرګی انا په نا مه مشهوره وه او په کلی او کورکی د هر چا د احترام وړوه ر جوع وکړه. اود هغی اناګی زړه ته خپله پټه اود نا امیدی مینی کیسه بیان کړه. زړی اناګی په ورین تندی د نور محمد خبرو ته لبیک ووایه او دپلان د تطبیق لاری چاری یې ورته په نښه ګړی .د نورمحمد هدف او مقصد په داسی ډول پلان شو چه زړه انا ګی به د نجلی کورته ور ځی او دهغی نجلی او مور خبرو ته به غوږ نیسی .او بیا به د نور محمد د کورنی سره هم تماس پیدا کوی. د تماس او اړیکو په درشل که به زړه انا ګی دهغی نجلی د ښا یست او ښکلا صفت و دواړو کورنیو ته بیا نوی چه په دی تر تیب سره به ددی پټی مینی راز اهسته اهسته ددواړو کورنیو د غړو له خوا څخه په ملی دود سره دعمل ډګرته لاره پیداکړی او هر څه به ښکاره او عیان شی .
ولی هفتی او میاشتی تیر یدلی خو دواړو کورنیو خپل سر نه خلا صوی او د بی خبری لاره به يې نیوله .مګر د نورمحمد صبر او حو صیله مخ په خلا صیدو وه. اود زړی انا ګی سره به همیشه په پټه ددی مشکل د خلاصون او سمون لاره لټوله .یو ه ورځ د ما سپشین وخت وو چه نور محمد پخپل سور رنګه هونډا موتر سیکل د کور څخه دو تلو په حال کی وو. چه نا ببره ګلالی نجلی د مو تر سیکل ږغ واوریده. او ډیر ژر د ویالی غا ړی ته د منګی سره را ورسیده .نور محمد چه کله دا ولیده نو د موتر سیکل ګیرونه یې آزاد کړل. او ددی وخواته ور نژدی شو غوښتل یې څه ورته ووا یې مګر د خبرو جر آت یې نه در لودی. نجلی هم په دی طمع وه چه د نور محمد دپو ښتنی ځواب ور کړی ولی دواړو خواوو یو له بله سره وکتل او دموسکا په اشا رو سره یې په ستر ګو کی خدای په ا مانی وکړه .او هر یو په خپله لاره ولاړی. د بزرګی انا کو ښښونواو پر له پسی هلی ځلی د نور محمد د پټي مینی غو ټی خلاصی نکړی او د امید او انتظار وختونه یې نور هم اوږده شول. ولی د حل لاره ورته پیدا نشوه .لنډه داچه ددوی دا سپیڅلی آرزو ګانی او هیلی تر سره نشوی .چه له یوی خوا د کلی او کور قانونی چو کاټ ته غاړه ایښول وه او له بلی خوا ددوو کورنیو د پت او عزت خبره پکښی نغښتی وه. او ددی مینی انجام د عمل میدان ته د رسو لو چا ری یواځی د کلی کور او کورنیو په موا فقی پوری اړوند وی، نه د هلک او نجلی په خوښی او رضا، چه په دی لاره کی د دوی د هلو ځلو کا روان خپل منزل ته ونه رسیدی .او ټولی هیلی او ارمانونه یې د خاورو سره یو شول.چه دا و طنی او کلیوال قا نون د طبیعت قا نون ته دپای ټکی کښیښاوی او د خلا صون لپاره بله هیڅ کو مه د حل لاره و نه موندل شوه.
ددی مینی په راز او نیاز یواځی دری کسه خبروو یو نورمحمد بله ګلالی نجلی دریمه زړه بوډی یا بزر ګه انا. .
وروسته له څو میاشتو نور محمد په ولایت کی د کانکور از موینه ور کړه اودازموینی نتیجی نور محمد ته د زد ه کړو د پوره کیدو چانس او ځای کا بل وټا کل شو. او نور محمد هم ډیر ژر د مسا فری بستره سره برابره کړه او د کا بل په لور وخوځیدی. او د شپږو کلنو په جر یان کی یې خپله دکلی او کورپټه مینه هم هیره شوه او د نوی ژوند او نوی هیلو و پړاو ته ور داخل شو.چه دوړکتوب مینه همداسی پټه پا تی شوه او د خا طرو او افسانو په لست کی ځای ونیوی او هر څه تیر پر تیر هیر پر هیر شول مګر خاطری هیری نشوی..................