Nationalpost: کندهار کې یوه دنده سرته ورسیده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37128

دخبریدو نیټه : 2010-07-18

سرچینه: نشنل پوسټ ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د کاناډا نشنل پوسټ ورځپاڼي په خپله ننۍ ګنه کې د کندهار د وضیعت په اړه یوه مقاله خپره کړي.

ورځپاڼه لیکي چې په کندهار ولایت کې یوه دنده سر ته ورسیده او هغه دا وه چې کاناډايي ځو اکونو د کندهار ښآر امنیتي قوماندان د امریکا ۸۲ کاري فرقې ته وسپارله .

ورځپاڼه لیکي چې کاناډايي سرتیرو له ډیرو ګزمو وروسته اوس د دغه ښار ټولي چاري امریکایي سرتیرو ته وسپارلي خو لا به هم دری کلیدي ولسوالۍ چې په جمله کې یې د طالبانو اصلي مرکز پنجوایې هم رازي د دغو ځواکونو تر ولکې لاندي وي.

کاناډايي ځواکونه به د یوه کال په موده کې له کندهار څخه خپل سرتیري وباسي خو په بدل کې یې امریکایي سرتیري کندهار ته د ا وبهاما د نوې ستراتیژۍ له مخې را روان دي او دا یوه ښه موقع ده چې کاناډایانو تر لاسه کړي چې د دوي ځای امریکایان نیسي.

ورځپاڼه لیکي چې د کاناډايي ځواکونو د قوماندې دغه سپارنه به کاناډايي او امریکايي سرتیرو ته دا موکه ورکړي چې په  ډیره ښه توګه د پنجوایې په ولسوالۍ باندي تمرکز ولري  او دغلته د طالبانو ځالي وشړوي.

نشنل پوست لیکي چې په پنجوایې ولسوالۍ کې ډیرو کاناډایي سرتیرو په تیرو څو کلونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې د کانادايي ځواکونو دغه کار چې غواړي په پنجوایې تسلط ولري په حقیقت کې د طالبانو هغه خیالونه او ارمانونه له خاورو سره خاوري کوي چې دغلته یې خپلې قرارګاوي ټینګي کړي وي او ترینه به یې د کندهار په نورو سیمو کې عملیات سمبالول.

نشنل پوست لیکي که څه هم د کندهار ښار قوماندان او مسولیت امریکایانو ته وسپارل شو خو که دغه یو کار سر ته ورسید خو بیا هم د کاناډایانو ماموریت دوام لري.

ورځپاڼه لیکي چې په کندهار کې زمونږ سرتیرو ډیر ښه ماموریت پر مخ بیولي او ډیري قربانیاني یې ورکړي خو لا هم په دغه  خطرناک ولایت کې زمونږ ماموریت روان دی او سرتیرو ته به دعا کوو چې روان خطرناک ماموریت په بریالي توب سره پای ته ورسوي.

کاناډا په ۲۰۱۱ کال کې له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي خوورځپاڼه لیکي چې ښایې له دغه کال وروسته بیا هم کاناډا له افغانستان سره خپلو پوځي او ملکي مرستو ته دوام ورکړي.

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

۰۷۰۰۰۴۳۹۶۷