DPA: دناټو بې وخته خروج دطالبانو د راتګ په معنا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37253

دخبریدو نیټه : 2010-07-22


 سرچینه: د آلمان ډې پې آې خبري آژانس

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

ناټو: د سرتیرو بي وخته وتل به افغانستان د طالبانو لاس ته واچوي

د آلمان ډې پې اې خبري آژانس اسلام آباد ته د ناټو د عمومې منشي اندرس فوغ راس موسن د سفر په باب یوه مقاله خپره کړي ده .

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راس موسن اسلام ته په رسیدو  د دغه هیواد له چارواکو سره د خبرو پر مهال وویل  چې له افغانستان څه به د بهرنیو سرتیرو وتل له وخت سره تړلي نه وي او دا به له
حالاتو سره ارتباط ولري.

هغه وویل چې د ناټو تړون به له وخت څخه مخکې له افغانستان څخه و نه وزي.

آژانس له ښاغلي موسن څخه په نکل کاږي چې له افغانستان څخه به د بهرنیو سرتیرو په بیړه وتل طالبان بیرته واک ته ورسوي اودا ځل به افغانستان یو ځل بیا  ټولې نړۍ ته په یوه ګواښ بدل شي.

موسن وویل: (( ټول پوهیږو چې افغانستان باید مخکې له وخت پرینږدو، که چیرته افغانستان بي وخته او د خپلې دندې له پای ته رسولو دمخه پریږدو، طالبان به یو ځل بیا د واک ګدۍ ته ورسیږي او له دغه ځای څخه به منځنۍ آسیا، اروپا او امریکا ته ګواښ جوړ کړي، مونږ باید له افغانستان څخه تر وتلو دمخه په دې پوه شو چې آیا افغان ځواکونو خپلو مسولیتونو ته سمه اوږه ورکولای شي که څنګه)).

آژانس لیکي چې د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راس موسن دغه څرګندوني په داسي حال کې کوې چې افغان ولسمشر په کابل کنفرانس کې د خپلو خبرو پر مهال وویل چې کورني ځواکونه به یې تر ۲۰۱۴ کال پوري د دې جوګه شی چې د هیواد امنیتي حالت ته په یوازي سر اوږه ورکړي او ډیر مسولیتونه واخلي.


همدا راز د ناټو عمومي منشي د افغان ځواکونو په روزلو تاکید وکړ او دا یې هم وویل چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شتون د پاکستان په ګټه هم دی ځکه چې دغه هیواد هم د ترهګرو له څپې سره مخامخ دی.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې اسلام آباد په افغانستان کې د نفوذ د تر لاسه کولو په لټه کې نه دی او که چیرته ترینه مرسته وغوښتل شي دغه هیواد چمتو دی چې له افغان دولت او نړیوالې ټولني سره په هره برخه کې مرسته وکړي.

آژانس لیکي چې اسلام آباد د خپلو استخباراتي شبکو له لاري په افغانستان کې دخالت کوي.
ډې پې آې په پای کې لیکي، دې  ته په کتو سره چې پاکستان د امریکا متحد دی اسلام آباد په ورته وخت کې له افغان دولت سره هم د طالبانو د پخلاینې په پروسه کې کارنده رول لوبولای شي.