د ماتو وزرو کوتره څه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37287
ولی محمد نورزی
دخبریدو نیټه : 2010-07-22

کوتره د یوی ښکلی ښایستی ګلالی پیغلی نوم دی چه د ژوند کیسه یې غم لړلی دا ستان لری. زمونږ په هیواد کی ددی نا وړو پیښو د دودونو او روا جونو قر بانیان خورا ډیر دی او ورځ په ورځ ډیریږی او ددی نا وړو پیښو د حل لاره لا تر اوسه نه ده پیدا شوی او دا نا خوالی دودو نه لا تر اوسه پخپل ځای پا ته دی. .
کوتره هغه پیغله نجلی وه چه غنم رنګه څیره او میانه ونه یې در لوده، خړی بوری شناوی سترګی اوږده اوود لی ویښتان چه د پیچیو ویښتانو اوږدوالی یې تر ځنګنو پوری رسیدی . په يوه میانه غر یبی شهری کورنی کی پیدا شوی وه . د عمر د ۲۲ کلنی ښکلی ځوانی یې د پسر لی غو ټیو ګلان لانه وه غوړولی چه په ډیر آر مان ددی فانی د نیا څخه کوچ شوه .او د آبد لپاره زمونږ د ستر ګو څخه پټه او د هغی دنیا میلمه شوه ..
د کو تری د ژوند جونګړه د پیدا یښت نه بیا تر مرګه پوری ډیره ښه روانه وه. کوتره پخپله د ښو اخلاقو خا ونده وه د کو چنوالی نه نیولی بیا تر ځوانی پوری پخپله کو رنی کی یوه نازدانه با شها مته غیرت منه دلوړو انسا نی کرا ما تو ا ود عا لی پښتنی غرور څښتنه وه. که څه هم د کوتری پلار دیر زامن او لوڼی در لودی ،مګر کوتره د هغی د پلار یوا ځنی لور وه چه د کوچنوالی بیا تر مر ګه پوری د لور او زوی ځای او مقام نیولی وو. دی د هر چا سره مشترکه ژبه درلوده په خپل کور او کلی کی د همزولو نجونو مشره وه ،ددی د همزولو نجونود ټولګی شمیر تر لسو زیات وو. دوی به هره میا شت د یوی خوشحا لی او ښا دی په بانه سره را ټولید لی او د غزولو او اتڼو نو با نډار به یې جوړاوه . کوتری ډیر لوړ او زړه وړونکی آواز در لودی ددی د غز لو او اتڼونو آوازی ددوی په کلی او کورکی د هر چا تر غو ږو رسیدلی وی ، اوهره ښادی بیله کوتری نیمګړی وه. .
کوتره د کور په کارونوکی هم دیره ما هیره وه د نغری د دیګدان نه نیولی بیا تر جارو اتو او کا لی پری مینځلو پوری دکور ټول کارونه به یې په ښه وجه سره سر ته رسول، او د ستړیا احساس یې نه کاوی. د وړونو خوندو پلار او مور د اکا زامونو د اکا لوڼواو وریندار ګانو سره صمیمی او دوستا نه وه . چه د هر یوه په خوله او ژبه به د کوتری نوم یا د د یدی.کو تر ه د خپلو نورو خپلوانو او میلنمو په قدر او عزت هم تر هر چا ډیره ښه پو هیده ،کوم وخت چه به ددوی کورته عمه خاله او د کورنی نور دوستان او نژدی خپلوان را تلل نو کوتره به د هغوی په خدمت کی تر هر چا د مخه تر هغه وخته پوری ولاړه وه تر څوچه دوی یې ټوله د خوب بستری ته نه وای استولی. په زړه صادقه او مهر بانه خوږه ژبه یې درلوده او دکورنی د هر غړی په زړه کی یې ځا نګړی ځای در لودی. د مینا او بلبلی په شان به ږغیدله او ددی ښه خلقیت ، انسا نیت او الاهی پیر زو ینی د هر چا د زړونو ښکار کاوی چه ددی د دغه کرداره او رفتاره څخه د کورنی ټول غړی را زی او خو شحا له وه او ددی صفتونه به کیدل .
یوه ورځ د کوتری پلار د یوی کورنی سره د کو تری د را تلونکی ژوند په باره کی خبری کړی وی، او هغی کورنی د خپل زوی لپاره د مرکی له لاری د کوتری د پلار موا فقه لا مخکی اخیستی وه ، ولی کوتره په دی راز او نیاز نه وه خبره او کوم وخت چه د هلک کورنی دستنی او تار یعنی کوژدی لپاره د کوتری د پلار کورنی ته راغلل نو کوتری ددی را غلو میلمنو په باره کی دخپل پلار او مور څخه پو ښتنه وکړه :چه نن څه خبره او کیسه ده چه ټول د ډودی تیاری نیسی هغوی ورته وویل: چه هیڅ خبره نشته او دا خلک همدغسی زمونږ میلما نه دی . یو څو شیبی وروسته کوتری د خپل خور او ورور لخوا معلو مات تر لاسه کړل چه را غلی میلما نه ددی د راتلونکی ژوند د هلک د کورنی څخه دی. او د هلک کورنی د کوم بل لیری ولایت څخه راغلی دی او ا صلی دنده یې بز ګری او مالداریده. او نن به ددی د کوژدی مرا سم سر ته رسیږی. ددی خبر په او ریدو سره د کوتری په زړه کی د وحم ترس او نا امیدی زلزلی په غړمبیدو شوی او نا ببره یې د خولی څخه یوه سو ی ناره وخته بیله ځنډه یې د مور او پلار د پیدا کولو هڅه وکړه خو پلار یې پیدا نکړی. او دمور خواته ور نژدی شوه په ډیر مات او ژړه غونی آواز یې د مور څخه په وار خطا یې پو ښتنه وکړه مور جانی: دا خبره رښیتا ده..... مور يې د ستر ګو په باڼو او ما ته ژبه د هو جواب ور کړی. ددی خبر په اوریدوسره پر کوتری دا ټو له دنیا توره تیاره شوله- او دستی یې دپلار د ژر پیدا کولو هڅه وکړه چه په دی شیبو کی د کوتری پلار دسرای دروازی له لاری د کور خوا ته راروان وو- کوتری د پلار په لیدلو سره په منډه د هغه خواته ورغله او په ژړا یې د پلار څخه و پوښتل : پلار جا نه ولی ؟ ما ستا سو له پاره کوم بدشی کړی دی چه تا سو ما ته دومره جزا را کوی. د کوتری پلار چه وختی یې ددی د را تلونکی ژوند تصمیم نیولی وو په خندا سره و کوتری ته وویل: بلی زه غواړم تا دنوی ژوند کورنی ته واستوم او ډیر ژر به زمونږ د کورنی څخه د میړه کورنی ته کوچ وکړی .
ددی خبری په اوریدلو سره د کوتری دساندو او ژړا چیغی په کور او کلی کی انګازی او خپری شوی . او خپل عقلی او عصبی کنترول یې ورو ورو له لاسه ور کاوی .د خپلو ژړاوو او چیغو په ترڅ کی یې مور او پلار ته ور یا دوله چه زه اوس وړه او کوچنی ما شومه نجلی نه یم زه پوره د ۲۲ کا له یم - زه ستا سو لور یم زه بیګا نه نه یم نو ولی زما د مشوری پرته زماد ژوند را تلوکی د بل چا سره تړی او ما ددی تور تم و دنیا ته قصدآ ور غورځوی. ما د خپل ژوند ټول کلونه ستاسو د پت اوعزت په ښه چو پړ کی تیر کړی دی او ستا سو ټو لی هیلی می سرته رسولی دی. نو ولی زما سره دومره ظلم کوی چه زه د لمړی ځل لپاره په اخری شیبو کی د خپل راتلونکی ژوند څخه خبر یږم. او بیا د یو بل ولایت د یوی لیری سیمی کورنی ته چه کار او بار یې ما لداری او بز ګری ده و دیږم ایا دا عدا لت او دا انصا ف دی. ما ته د کومی ګناه جزا را کوی چه تر اوسه ماد کروندی او حیوا ناتو کار نه دی کړی. او نه زه دومره لیری ستا سو څخه کوچ کولای شم څو واره یې دا خبره تکراروله دا ولی او دا ولی .
د کوتری پلار ددی خبرو او ژړا ته دومره توجه ونه کړه او دکور دسرای څخه ډیر ژر د میلمنو و خواته روان شو. او ځان یې داسی نا ګما نه وا چوه چه ګواکی هیڅ شی نه دی پیش شوی او ټول شیان سم دی ځکه د ه دهغوی سره یعنی د هغوی خیښا نو سره د هو موا فقه او وعده کړی وه چه دا کاربه ارو مرو سرته رسیږی. او کو تره به ستا سود کورنی نا وی وی. په دی حال کی کو تره د مور په کمک سره خپلی کو ټی ته ولاړه په کو ټه دننه ډیر ژر د کوتری نوری خوندی او همزولی په چټکی سره
په کوتری پسی یوځای د کوتری کوټی ته ور ننوتلی او دکوتری د زړه د ارامولو لپاره یې چه دوی هم په ژړا او ساندو ور سره ژړل . کوتری ته یې د زړه تسلیت ور کا وی. او دوی ورته ویل چه دا کار اوس د ستنی او تار څخه تیر شوی دی او خبره خلاصه ده. ته ژړا بس که. ټول کارونه به سم شی او ته ځان پر خدای وسپاره. کوتری چه دخپلو هیلو کاروان سل په سلو کی د ورانیدو او خرا بیدو په حال کی ولیدی او خپله راتلونکی اینده یې ځانته یو جدی خطر وګا ڼه - د خپل ځان د فکر اوعقل کنترول یې نور هم قرار قرار له لاسه ور کاوی او په میده میده سلګیو او ژړا یې خپل دا نازک او ارما نجن ډ ک زړه د ستر ګو په رپ کی د مورپه غیږ کی سوری سوری کړ. نورو خپلوانو دداکتر درا وستلو هڅه وکړه ولی کوتره د داکتر د راسیدو د مخه په یو شیبه کی د خپل اجل ار مان جن زړه روح او ساه ورکړه او ددی فانی دنیا څخه داسی ولاړه چه د هیچا باور پری نه راتلی او خپل ټول ۲۲ کلن ژوندون ته یې په څو دقیقو کی د پای ټکی کښیښاوی چه د تورتم او بی وفا نړی سره يې د تل لپاره خدای په ا ما نی وکړه.او خپل غمونه او دردونه یې و خپلی کورنی همزولو او دوستا نو ته ور پر یښول.
راغلی خیښان میلمانه چه د کوتری را تلونکی خسر ګنی ګڼل کیدله - ددی نا وړی پیښی په خبریدو سره ډیر ژر خپل پټو ګان ټک وهل او په خواښینی زړه په خپل مخ ولاړل ولی دکوتری کورنی د لوی ما تم او نا ورین پر کمبله کښینستل . د کوتری د کورنی ټول غړی سره را ټول شول د شوک هک پک او غمګینه فضا را منځته شوه او هر یو پښیمانه وه چه کا شکی مونږ مخکی پوهیدلای داسی به نه کیدای او داسی نور... .
ددی ښا یستی ګلالی ځوانمرګی کو تری پاک او ۍپیڅلی احسا سات د خا ورو سره یو شا ن شول او ددی پیښی غمنا که او
ناوړی خا طری تر اوسه پوری د هغه چا په زړه کی ژوندی دی چا چه کوتره ښه پیژ ندله او یا یې ددی سره له نژدی لیدلی وه ددی دمرګ اوازی د کلی او کور په شا وخواه کی خپری شوی. او ټول خلک تر اوسه پوری د کوتری روح ته دعا کوی . د کوتری وزرونه مات شول او بڼوکی یې هری خوا ته با د او باران یووړل. مګر د کوتری خا طره ژوندی ده او همیشه به ژوندی وی.ددی غمجنی پیښی اغیزی د هر خپل او پرد ود زړونو فر یا دونه را وپارول او دا کیسه لا تر اوسه تازه ده. خدای دی مل شه او خدای دی جنتونه په نصیب کړه .الله امین