الجزیره:دا ډالر دی ډالر! پوهیږی که نه... و .. سادګانو ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37301
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني
دخبریدو نیټه : 2010-07-23

 

په الجزیره نټ کې خپره شوې لیکنه .

اته ډیرش کاله .. هغه مالی بحران چې د قوت پرزورحکومت کولو  رامنځ ته کړ .
له څلویښتو کالونو وروسته .. د هغه پورونو بار چې د امپراتورۍ اوږې ئې درنې کړی .
وروسته له اتیا کالونو لوی رکود بیا تکراریږی .
اوه څلویښت کاله د لګښت په کړنلاره کې د بدلون ټکی .
۲۰۱۰کال په نړیوال اقفصاد کې د تحول او بدلون ټکی .


۲۰۱۰کال په نړیوال اقتصاد کې د تحول اوبدلون کال دی ، ځکه چې پدې کال کې د هغې فاجعې سره چې انسان په خپله د خپلې وژونکې تیروتنې له امله چې د امریکایی ډالرپه نظام کې ئې وکړه پیدا کړی وه ، له هغې طبیعي فاجعې سره یوځای کیږی ، چې په اوروپا اوامریکا کې د زړو اوسپینګیروخلکو د ډیریدو له کبله پیدا شوی ده  .
نو لدې ځایه اقتصادی بحران نه یوازې حتمی دی ، بلکې دامریکا د اقتصاد قوی بیهبوداوپیاوړتیا اړوند هیله ، چې عادتا ئې د مصرف کونکو لګښت په حرکت راولی هم د امریکا د ډیریدونکی پورونو په کمرباندې ماتیږی .  
او دا به له شکه پرته د هغو هیوادونو په اقتصاد کې جذری بدلون رامنځ ته کړی ، چې د لوی صناعتي تولیداتو طاقت لری ، خو په خپلو صادراتو کې د  امریکا او اوروپا  پربازار اعتماد کوی .
اته ډیرش کاله .. هغه مالی بحران چې د قوت پرزورحکومت  کولورامنځ ته کړ .
کله چې په کال ۱۹۷۱ کې د امریکا حکومت د ډالر ارتباط له طلا سره وشلاوه ، اوپه مرکزی بانکونو کې د بانکی ماهرینو سره اعتبار هغې کچې ته ورسید چې لدې وړاندې نه ورسیدلی .
څرنګه چې یو ځل د فدرالی احتیاطی مجلس پخوانی رئیس آلان ګرینسپان تفاخر وکړ ، چې ګواکې بانکی ماهرین پدې عقیده دی ، چې دوی هغه مهارتونه زده کړی چې کولای شي ورقی بانک نوټونه  طلا  ته واړوي . په دې کار سره ئې وکولای شول چې جاذبیت ته ګواښ شي ، او د هیڅ نه ورقی پیسه (پولی واحد ) جوړ کړی ، او هغه اقتصادی دوره ئې ختمه کړه چې باید پوره شوی وی . او د بې کاریۍ نه ئې د حمایت ابدی ضمانت وړاندې کړ ، او همدا رنګه ئې وکولای شول سوکالی او ترقي تامین کړی .
که د پیسو ښودل د طلا ترپوښښ لاندې په کال ۱۹۷۱ کې د قانون حکم ګڼل کیده ، خو هغه څه چې په مرکزی بانکونو کې بانکی ماهرینو وکړل ، هغه  په مطلق ډول د انسان د قوت حکم ګڼل کیږی .
څرنګه چې تیر کال په یوه مستند فلم (آي اویو اس اې ) د امریکا د پورونو اړوند وښودل شول ، چې د مرکزی بانکونو مسؤلین د امریکا د جمهور رئیس تر قوت لوی قوت لری ، او دوی د امریکا د ملی اقتصاد مطلق حاکمان ګرځیدلی . او آلان ګریسبان په یوه ټلویزونی مرکه کې په دې اعتراف وکړ، کوم مهال ئې چې وویل : کله چې مرکزی بانکونه پرنقدی سیستم باندی حاکم وی ، او کله چې پر اقتصاد نقدی قوانین واکمن وی ، داسې کوم شي نشته چې نوم ئې  په کامله توګه د آزاد بازار اقتصاد وی  .
په نړیوال اقتصادی نظام کې دوه نظامونه یوله بل سره تړلی دی او په عین حال کې یو له بله ځانګړی هم دي ، چې یوئې مالی نظام دی او بل ئې ریښتینی اقتصادی نظام .
او موږ پوښتنه کوو ، چې په اقتصادي دوره کې څه پیښ شول ، که ستونزه په مالی نظام کې وي ؟ دا دمالی نظام د ودې هغه طبیعی دوره ده ، چې د اقتصادی بحران تکرار ته لاره اواروی .


 له څلویښتو کالونو وروسته .. د هغه پورونو بار چې د امپراتورۍ اوږه ئې درنه کړی . 
په مالی نظام کې بنسټیزه تیروتنه څوچنده ګټه (سود) ده .
البیرټ انشټاین څوچنده ګټه (سود ) د دنیا  له عجایبو څخه آتم ګڼلی ، اودا څو چنده ګټه پدې دلالت کوی  چې  مالی نظام ځان په خپله پراخه کوی ، او د یوه خالص حسابی نظام په څیرد ریښتینی اقتصاد نه ځانته کار کوی .
وروسته لدې چې پور ورکړ شي ،بیا پورورکونکی په پوروړی هیڅ ډول  زړه سوی اود هغه مراعات نکوی واو دهغه په پوروړی جوړولو کې د هیڅ ډول ذمه دارۍ احساس نه کوی ،  که د پور اسباب او لامل هر څه وي ، هیڅ ډول شفقت اورحمت ئې زړه ته لاره نه مومی . د پور پری کول او د نفس په بدل کې نفس هغه مهم بنسټونه دي ، چې د ټولنې ستونونه پرې ولاړ وی ، او کله چې د پور ګټه د پوروړی تر درآمد نه په چټکه وده وکړی ، نو پدې صورت کې افلاس حتمی کیږي . 
که موږ یو ملت له یوشرکت سره تشبیه کړو، کله چې د یوې کاملې ټولنې  د پورد ګټې فیصدی تر درآمد نه لوړیږی ، نو پور د څو چنده ګټې (سود ) پراساس ډیر په چټکتیا ډیریږی . لدې ځایه د دې لوی شوی پوربار د پیسو په راتلو کې خنډ کیږی ، او داقتصاد په رګونو کې هغموره پیسې نه اچول کیږی څومره چې پکار ده چې واچول شي ، او د اقتصاد بدن  ته د پیسو راتګ چې د وینې حیثیت لری کمزوری کیږی ، او خلک د پورونو د پری کولو یا ورکولو نه عاجزیږی اوبا لآخره مالی بحران رامنځ ته کیږی .
سربیره په دې د پور طبیعت دا سې دی ، چې هغه پیسه (پولی واحد ) له منځه وړی کوم چې دا پور پری ورکړ شوی ، او په ریښتینی اقتصاد کې د پیسو د تګ راتګ کمښت لویو افلاسونو ته لاره اواروی ، بیا اقتصادی بحرانونه رامنځ ته کوی .  او په پای کې د هغو پورنو پاکول ترسره کیږی چې پوروړی ئې نشی ورکولای ،  د مالی نظام اصلاح تر سره کیږی ،  د پور اندازه کمیږی ، لوبه بیا دسره له صفر نه پیل کیږی ، او دا کار په مختلفو وختونوکې د اقتصادی بحرانونو د تکرار لامل کیږي .
کله چې د یوې ټولنې دپور د ګټې وده تر درآمد (دخل) ګړندۍ شي ، نو د منطقی اړخه پداسې حال کې اقتصادی بحران حتمی دی .
په امریکا کې مالی نړیوال بحران پداسې حال کې پیل شو،  چې سرچینه ئې د امریکا د پورنو لوی غر ؤ ، دا ټول د ډالر د نظام اړوند د امریکا خپلې تیروتنې ته راګرځي ، یعنی هغه حکومتی پولی واحد ته چې هم د تجارت د وسیلې په توګه استعمالږی او هم ئې امریکا د خپل پس انداز لپاره ترینه کار اخلی او دا کار حتما د امریکا پورډیروی ، ځکه چې امریکا باید د نړۍ د تجارتی اړتیاولپاره چې مخ پرزیاتیدو دی ډالر صادرکړي ، او همدا رنګه د نورو هیوادونو نه هم په ډالر خپلې تجارتی توکی او اړتیاوی واردې کړی ، چې دا کار په خپله تجارتی کسر را منځ ته کوی ، او په پای کې دا تجارتی کسر د امریکا په ملی پور باندی بدلیږی .
که د امریکا ملی پور تر اقتصاد په ګړندۍ توګه وده وکړی ، نو ډالر حتما خپل وضعیت لکه نړیواله پیسه (پولی واحد ) د نړیوال تجارت لپاره له لاسه ورکوی ، او هغه پوښتنه چې پاتی کیږی هغه دا ده چې دا کار به څه وخت وشی ؟ په ډاګه کیږی چې د امریکا پور یوازی ملی پور ندی ، بلکې دا حکومتی او د خصوصی شرکتونو او د مصرف کونکو ګډ پور دی .
په کال ۲۰۰۸ کې د دریو واړو صنفونو پور ۷۵ تریلیونه ډالره ته ورسید ، سره لدې چې په دې پور کې هغه ډير ترلیونونه  ډالرشامل ندي چې د صحی پاملرنې او ټولنیزو تامیناتو لپاره مصرف شوی .
په کال ۲۰۰۶ کې  شمیره  ۴۸ تریلینو ډالرو ته را ټیټه شوی . صرف په دوو کالونو کې د امریکا محلی ټولیداتو د ۱۳/۱تریلیونه ډالرو نه  ۱۴/۲تریلیونه  ته وده وکړه ، چیرته چې پور ۹ تریلیونه ډالره لوړ شو ، یعنی چې پور نه چنده تر محلی تولیداتو وده کړی ده  .
روښانه ده چې د امریکا اقتصاد په اوږده مهال کې ۳ ٪ وده کوی ، چیرته چې په پور باندې ګټه ۶ ٪ کې ته رسیږی ، د دې حساب په اساس وروسته له څلویښت کالوبه دامریکا پور ۵۸۶تریلیونه ډالر ته ورسیږی ، چیرته چې د امریکا د اقتصاد د ودې کچه په کال کې ۳۳تریلیونه ډالروته رسیږی او دپور د ګټې کچه په کال کې ۳۵ تریلیونه ډالرو ته رسیږی ،چې تراجمالی محلی ټولید نه ډیر دی ، په بل عبارت یعنی د امریکا وګړی به نشی کولای چې دپور ګټه ورکړی آن تر دې که د خوراک  او څښاک نه هم ځان محروم کړی . 
وروسته له اتیا کالونو نه لوی رکود بیا تکراریږی .
دامریکا خزانه او فدرالی مجلس د امریکا ملت افلاس ته نه پریږدی . که موږ امریکا د یو شرکت په څیر وګڼوو ، نو کړکیچونه ئې تر اصلی پانګې په چټکتیا وده کوی ، او د افلاس نه د خلاصون لپاره یوازی یوه لاره لری ، چې نور ې پیسې چاپ کړی او پانګونه ډیره شي تر څو خلک لګښت ته وهڅوي ، او په عین حال کې د راتلونکې نه د نور پورپر اغیزه د کسرلا نور تورم را منځ ته کوی  ، تر څو د حکومتی لګښت له لارې د اقتصاد حمایت او ساتنه وشي . خو ستونزه دا ده چې د پیسو ډیر چاپول او حکومتی لګښت نه شي کولای چې د اقتصاد ي ودې د څرخ  د بیا څرخولو ګرنټي ورکړي . او د موجودو اقتصادی مالوماتو پربنسټ د مالی بحران څخه  ویره  لږ شوی ده ، او د اقتصاد د ښه کیدو هیله لری نه ګڼل کیږی  .
په کال ۲۰۰۹ کې د اسهامو په بازارونو کې په ناڅاپه ډول بیهبود او ښوالی را منځ ته شو. آیا دا د هغه بازار پیل دی چې ښیګڼه او بدمرغی پرې مسلطه وی ؟ او آیا نړیوال اقتصاد د ټولو پورونو له بار سره چې اوږې ئې درنې کړې دی ، د سوکالۍ او ترقۍ یوبل پړاو ته تیار دی ؟   
 هغه څه چې اتیا کاله وړاندې پيښ شول موږ ته ځینی دلالتونه وړاندې کوی . په کال ۱۹۲۰ کې د امریکا د اسهامود بازارنونړیدل د لوی اقتصادي رکود پیل ؤ ، او په کال ۱۹۳۰ کې د اسهامو په بازارونو کې لږ څه بیهبود او ښه والی راپیښ شو تر څو د اقتصاد د بیا ودې هیله پیدا شي ، خو تر دې ډیر ژور بحران په کال ۱۹۳۱ کې رامنځ ته شو ، چې په بازارونو باندې ئې اعتبار له منځه یووړ او او هغه رکود ئې وزیږاوه ،چې لس کاله ئې ادامه پیدا کړه .
خو د کال ۱۹۲۹ او کال ۲۰۰۹ په بحرانونو کې د ورتوالی نښه د پور کچه او  محلی اجمالی تولید ده ، او دا نسبت په امریکا کې ۳۰۰ ٪ کې ؤ کله چې اقتصاد د ډیرو پورونوتراغیزې لاندې نسکور شو ، او په کال ۲۰۰۹ کې دا نسبت ۴۰۰ ٪ ته رسیدلی او دتیرو اتیاو کالو په اوږدو کې په امریکا کې داسې  صورتحال نه ؤ رامنځ ته  شوی .
د دې پورنو د غره په لمن کې زلزلو جوړه کړی یوه کنده ده .  بې ځایه ده چې داسې تصور وشی چې د مصرف کونکو د لګښت په ذریعه به دامریکا اقتصاد ته قوت ورپه برخه شي ، چې په پښو ودریږی .  او د مصرف کونکو د لګښت دشمیرې له ډیروالی نه پرته نورې ټولې ښې شمیرې هسي اوهامي شمیرې دي .
ډیر کتونکی پدې نظر دي چې د نړیوال اقتصاد راتلونکې ښه نه ده ، او هغه لوی رکود چې د تیرې شوې پيړۍ په دریمه لسیزه کې پيښ شو لری نه دی ، خو یوه لویه شمیره کتونکی پرته له حق نه  پدې اند دي ، چې د لوی رکود نه راپدیخوا ډیر تغیرات رامنځ ته شوی دی ، او انسان توانیدلی دی چې ابدي سوکالۍ او ترقۍ ته ځان ورسوي . او دا کتونکی پدې اند دی چې د رکود موده لنډه ده ، او اقتصاد به زر ښه شي ، او بانکي ماهرینو هغه نسخه پیدا کړی ده چې د رکود مخ نیوی وکړی ، او مالی سیاست کولای شي  چې د هیڅ نه پیسې راپیدا کړی ، او دهر بحران مخنیوی وکړی ، او له خپله اړخه حکومت هم پدې ټینګار کوی ، چې مالی سیاست په پای کې کولای شي چې سوکالۍ او ترقۍ ته لاره اواره کړی .
او کله چې په کال ۲۰۰۸ کې د مالی بحران مخ نیوی وشو ، داسې ګمان کیده چې نړۍ د کرارۍ لمنې ته ورسید ه او ټول کارونه داسې ښکاریدل چې ګواکی په سمه لاره روان دي . یوازی هغو کسانو لیدل چې په لوړه څوکه د څارنې لپاره ولاړ وو ، چې د دې بحران د رود پای آبشارونو ته رسیږی ، او لدې حقیقت نه به ټول وویرږی ، او حقیقت دا دی چې د مصرف کونکو ته بیا هغه ورته زمانه راګرځیدلی چې د دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته ورسره د امریکا هغه نسل مخ شو چې شمیره ئې ۷۷ ملیونو ته رسیده او نوم ئې (( بیبي برومز )) ؤ .
۴۷ کاله د لګښت په کړنلاره کې د تحول ټکی .
د نړیوالې جګړې نه ورسته چې کوم نسل ته اشاره کیږی زموږ منظور د هغه نسل نه دی چې د کال ۱۹۴۶او کال ۱۹۶۴کې وزیږید او شمیره ئې ۷۷ ملیونو وګړو ته رسیږی ، یعنی د امریکا د اوسنیو اوسیدونکو څلورمه برخه . او دا نسل د امریکا د ټولنې د فقراتو ستون ګڼل کیږي . او د دغه نسل له ودې سره امریکا د سوکالۍ او ترقۍ یوه پیاوړی زمانه  ولیده ، چې د کال ۱۹۶۰ نه تر کال ۱۹۷۰ پوری ئې ادامه پیدا کړه ، دغه نسل د امریکا د اقتصاد څرخ په هر اړخیزه توګه په کار واچاوه ، د لوبو له فابریکو نه نیولی تر کارتون جوړولو او بالآخره د پاپ تر موسیقۍ پوري . او په کال ۱۹۷۰ او کال ۱۹۸۰ کې دا نسل د ازدواج په سن کې ؤ ، نو ځکه د کورونو او موټرو د جوړولو د صناعت د ودې لامل شو.
اوپه کال ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کې دا نسل د لګښت په مرحله کې ؤ ، نو ځکه د انټرنټ او د کمپیوټر د جوړولو صناعت وده وکړه . او دې نسل د مال او عقار( ځمکه او کورونه ) او فضا د صناعت لپاره لوی  لوی بازارونه پیدا کړل .او همدا رنګه ئې د انټرنټ او کمپیوټر او هغو لوبو په جوړولو کې پراخه برخه واخیسته چې د انسان د بې کارۍ وخت مشغولوی .
او د امریکا د کار د وزارت د څیړنې په بنسټ د امریکایی وګړی د لوړ لګښت تر ټولو ښه عمر  ۴۷ کلن عمر دی ، او همدا راز دا عمر د جسمانی او بدنی قوت له لحاظه دانسان د مال پیدا کولوتر ټولو ښه عمر دی ، او وروسته لدې سن نه خلک د تقاعد لوری ته روانیږی او صحت ئې کمزوری کیږی نو ډیرې پيسې په دوا او درمل لګوي ، نوپه راتلونکی کې د درآمد د لږوالی له کبله دا نسل ډیر لګښت نکوی ، او هڅه کوی چې د ژوندانه په اړتیاوو کې له اقتصاد نه کار واخلی ، او کله چې ئې عمر نور هم ډیر شي نو د ژوندانه اړتیاوی ئې هم کمې شي .
دا یاد شوی نسل یا دبیبی برومرزنسل کم پس انداز او په لګښت کې ډیر سخي نسل ؤ ، د دې نسل وګړو خپل نیم عمر پداسې وخت کې تیر کړ چې امریکا په ټوله نړۍ مسلطه وه ، نو لدې کبله دا نسل د راتلونکی په هکله خوشبین ؤ ، او د سوکالۍ او ترقۍ په نړۍ کې ئې ژوند وکړ ، د دې نسل په فکر کې د لوی اقتصادی رکود اړوند او چې څه پکې پيښ شول اویا ددوهمې نړیوالې جګړې د سختې تجربې په هکله  روښانه تصور نه ؤ ، نو هر څه دوی ته آسانه اولوی ښکاریدل .
وروسته له ۴۷ کاله سوکاله ژوندانه نه دا نسل چې په کال ۱۹۶۲کې زیږیدلی ؤ مجبور شو ، چې ۲۰۰۹ کال ووینی ، هغه کال چې د امریکا د مصیر بدلون ئې ولید ، ناڅاپه نړۍ غمجنه شوه او سوکالي اوترقي ورکه شوه اواقتصاد ویجاړ شواوپر خلکو د بې کارۍ سونامي راغله   . او دا خلک پوه شول چې د معاشونو صندق ئې نیمه بیه له لاسه ورکړی ده ، او په بانکي حسابونو کې ئې  د بې ځایه   لګښت له امله  لږ څه پاتی شوی دي ، نو ځکه دغو خلکو خپل لګښت کم کړ ترڅو د سخت اقتصادی وضعیت سره ځان عیار کړی . 
 ۲۰۱۰کال په نړیوال اقفصاد کې د  تحول او بدلون ټکی .
د اسهامو بازارونه په طبیعی ډول د شرکتونو ګټې او د توکو د خرڅلاو نه ګټه او هغه کټه چې د لګښت له کبله په لاس راځی منعکسوي ، اوپه امریکا کې لګښت د محلی تولید ۷۰ ٪ کې برخه تمثیلوی ، د  ۱۹۶۶او۱۹۸۲ کالونو تر منځ ۱۶ کالنه موده د امریکا داسهامو دبازار د رکود زمانه تمثیلوی  ( د تورم د کچې د شمیرلوسره ) . د دې برخلاف هغه نسل چې د بیبی برومرز نه وړاندې تیرشوی او په عمر کې هم زوړ نسل ؤ ، دهغه نسل په زمانه کې د بازار وضعیت  توپیر درلود . د تیرې پیړۍ په اتمه لسیزه کې د بیبی برومرز نسل له پوهنتون څخه  فارغ شو او دکار بازار ته ورننووت . او دا نسل په نشاط او خطرناکو لوبو او په ډیر لګښت مشهور شوی ؤ ، همدا روحیه  چې پدې نسل کې وه په اقتصاد باندې ئې اغیزه واچوله او په امریکا کې ئې د سوکالۍ اوترقۍ یوه داسې مرحله راوسته چې لدې وړاندې ئې نه وه لیدلی ، او داسهامو په بازارونو کې ئې د شلو کالو په اوږدو کې بیهبود را منځ ته کړ .
او کال ۲۰۰۹ راغی چې د هغې مرحلې د پای اعلان وکړی چې په ډير لګښت مشهوره شوی وه ، اوله خپلې لارې نه بې لارې شوه . او کله چې د بیبی برومرز نسل په کال ۲۰۰۹ کې ۴۷ کلن شو نو دلګښت په کړنلاره کې سخت ګوږ والی را منځ ته شو چې کیدلای شی تر کال ۲۰۲۴ پوری ادامه پیدا کړی .  نو له کومه ځایه چې مصرف کونکی  په امریکا کې باید دپورونو بار په غاړه واخلی ، لدې سره به د تیرې پیړۍ د دریمې لسیزې ورته حالت مسلط شي .
اود پیسو چاپول او مالی سیاست به ونشی کولای چې پدې زاړه  نسل باندې اغیزمن وی ، او دا سیاست نه شي کولای هغه نسل ته چې زوړ شوی ځوانی بیرته راوګرځوي ، دا معقوله نده چې زاړه خلک  دخپل ژوند د اړتیاو خلاف پر ډیر لګښت  مکلف کړو . او هغه بیهبود چې په اقتصادی وضعیت کې ښکاری د نه لګښت په پایله کې چې د امریکا د اقتصاد ۷۲٪ کې تمثیلوی له منځه ځي .
په  کال ۱۹۹۴ کې په جاپان کې لګښت خپل اوج ته رسیدلی ؤ خو ورپسې د لسو کالو لپاره اقتصادی رکود راغي ، او دجاپان حکومت دګټې بیه صفر ته راټیټه کړه ، اودمحلی تولید اړوند ملی پور ۲۰۰ ٪ کې لوړشو . دې ټولوکارونو ونه شوی کولای چې اقتصاد په پښو ودروی ځکه چې حکومت زاړه خلک د ځوانانو په څیر نشی مجبورولی چې پور واخلی . او همداراز د ګټې د راټیټیدو له امله په ریښتینی اقتصاد ته پيسې  نه راتلی  تر څو کولای شي چې اقتصاد ته قوت ورکړی ، نوځکه دا د پسواو مالی سیاست ګټورنه ؤ . پدې زړه ټولنه کې دې لوړ حکومتی لګښت  ونه شوی کولای چې د  خاصې پانګی اچونی غوښتنه راپیدا کړی ، خوبرخلاف د دې ئې د پورونو لوی امبارونه پیدا کړل چې د جاپان بانکی سیستم ته بیرته نه راګرځیدل  . او تر دې ډیره بده خبره  خودا ده ، چې همدا تګلاره ، یعنی داوسیدونکود عمرد ډیروالی بعد د اوروپا په هکله هم  څرګندیږی . او دا حقیقت دهغو هیوادونو په هکله جذری بدلون را منځ ته کوی ، چې لوی صناعتی تولید لری او په اوروپا او امریکا باندې د بازار په څیر اعتماد کوی . هر هغه هیواد چې لدې وضعیت سره ځان نه شي عیارولی نو بقا ئې ستونزمنه ده . او د اقتصاد بیهبود او ښه والی ته لاره ډیره سخته بریښي .
که د بیبی برمرز نسل زوړ شو او د امریکا په اقتصاد کې ئې یوه طبیعي فاجعه را منځته کړه ، خو د امریکا د ډالرپه نظام کې چې کومه بنسټیزه تیروتنه انسان کړی هغه د انسان خپله جوړه کړی فاجعه ده  چې په خپل لاس ئې جوړه کړی ده .
په پای که به دامریکا اقتصاد حتما ښه شي او بیهبود به ومومی خو دا یوې اوږدې مودې ته اړتیا لری ، او که اوس په هغه فاجعه انسان بری ونه مومی چې په خپله ئې جوړه کړی ده ، نو دا اقتصادی بحرانونه به په پرلپسې توګه تکراریږی .
لږ خلک پدې پوهیږی کله چې د ډالرنه لاس واخیستل شي ، نوممکنه نه ده چې د بل حکومت په پیسه بدل شي ، د یوې با ارزښته پيسې کمزوری هغه وخت په ډاګه کیږی چې په عین حال کې د تجارتی معملاتو او احتیاط لپاره استعمال شي ، خلک پوهیږی چې بدیله پیسه هم د ډالر په څیر بې ارزښته کیږی او د هغه  ورته مصیر سره مخ کیږی ، څرنګه چې ډالر ورسره مخ شو . اوپه پای که به د ډالرځای حتماً یو پیاوړی واکمن اومستقرمالی سیستم ونیسي . خوپوښتنه دا ده ، چې څوک به دا کار تر سره کړی ؟ .