کندهار : قومي مشرانو ته د هيواد نه د وتلو ګواښ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37444

دخبریدو نیټه : 2010-07-28

احمد لودين : کندهار

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي ځايي اوسيدونکي وايي چي دوي ته د وسلوالو له خوا خبر ورکړل سوي دي چي د راتلونکو پنځو ورځو په ترڅ کي به د افغانستان څخه وځي او که چيري په ټاکلو ورځو کي خپلي کډي بار نه کړي نو وبه وژل سي .
په کندهار کي د ولايتي شورا مرستيال او د پنجوايي ولسوالۍ قومي مشر حاجي اغالالي دسګيري د بينوا  سره په ځانګړو خبرو کي وويل چي د ياد ګواښ په موخه په پنجوايي ولسواليو کي ٧٠ تنو هغو مشرانو ته چي د کلي او يا کليو په سطحه مشري کوي د نامعلومو وسلوالو له لوري د اسلامي امارت په نوم ليکونه ورکړل سوي دي چي که چيري تاسو په راتلونکو پنځو ورځو کي د افغانستان څخه خپلي کډي بار نه کړي  ستاسو د مرګ فيصله وتلي ده او وژل کيږي به .
حاجي اغالالي دستګيري د نموني په ډول څو هغه ګواښ ليکونه هم بينوا  ته وښودل کوم چي په پنجوايي ولسوالۍ کي خلکو ته ور کړل سوي وه .

دستګيري وايي چي ګواښل سوي کسان ټول اولسي استازي دي او د دولت سره هيڅ ډول تړاو نه لري  او دا چي او د  ورته سوي ګواښ له کبله سخت انديښمن دي   

د ولايتي شورا مرستيال حاجي اغالالي دستګيري پر افغان دولت او نړيوالي ټولني ږغ وکړ چي د دا ډول ګواښونو او ستونزو مخه ونيسي . د هغه په وينا طالبان د زور او ظلم څخه کار اخلي او هر هغه څوک چي د دوي د خبري څخه سرغړونه وکړي نو  وژني يي . حاجي اغالالي وايي که چيري د دا ډول کارونو مخه ونه ونيول سي  نو ليري نه ده چي د کندهار منفرده وژنه به د ډله ايزي وژني په لور ولاړه  سي چي بيا يي مخنيوي ستونزمن دى که څه هم د کندهار امنتي چارواکي د پنجوايي خلکو ته د ياد ګواښ په اړه ناخبري ښيي خو د پنجوايي ولسوال حاجي باران وايي چي ياد کار سوي دي خو تر دي مهاله څوک د ياد ګواښ د مخي نه دي وژل سوي  .
په سهيلي حوزه کي طالب وياند قاري يوسف احمدي هم د طالبانو د لوري د نوموړي ګواښ خبره ردوي او وايي هر هغه څوک چي د دولت او يا بهرنيانو ملاتړى وي دوي ورته ټاکلي سزا لري خو چا ته د هيواده د وتلو ګواښ نه کوي او نه يي هم ور ته کړى دي .
کندهار د هيواد په سهيل کي تر ټولو نارامه ولايت دى چي ځيني خلک يي د امنتي ستونزو تر څنګ د طالبانو په نوم د بيلابيلو ګواښونو سره هم مخ  دي او هر هغه څوک چي د دولت کارکوونکي وي او يا يي هم ملاتړى وي نو  د وژلو ګواښونه ورته کيږي .