Press TV:دافغانستان ناکراري د سیمې ناکراري ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37453

دخبریدو نیټه : 2010-07-28


Press TV: دافغانستان ناکراري د سیمې ناکراري ده

سرچینه: پرس ټې وي چینل

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د ایران له پرس ټی وي انګریزي ژبي ټلویزیون سره په خبرو کې د دغه هیواد ولسمشر ویلي چې په افغانستان کې ناکراري د سیمې د ناکرارۍ په مانا ده .

احمدي نژاد ویلي چې غربیان افغانستان ته د اشغال لپاره راغلي او هڅه کوي چې هند او چین له دغه ځایه تر نفوذ لاندي راولي نو ځکه هغوي خپل اهداف پټ ساتې او اخلاق یې دا دي چې خپلې موخې تر ښایسته او مجللو الفاظو لاندې پټ ساتي.

احمدي نژاد په خپله دغه مرکه کې له طالبانو څخه دایران د ملاتړ په باب وویل: (( فکر کوم چې دافغانستان اصلي ستونزه په دغه هیواد کې د پردیو مداخله ده، دافغانستان ملت په تیرو ۴۵ کلونو کې تل کړیدلی دی)).

هغه پرس ټي وي ته ویلي چې لومړی شوروي پر افغانستان یرغل وکړ او کله چې د افغانستان خلکو شوروي ته ماتې ورکړه اوس امریکا راغلي او دغه هیواد یې نیولی دی.

احمدي نژاد دخپلوخبرو پر مهال له  افغانانو څخه د یوه باتور ټبر په توګه یادونه کړي چې د نوموړي پر وینا خپل هیواد په خپله اداره کولای شي، جوړولای یې شي او دپردیو مداخلې ته هيڅ اړتیا نه لري.

پرس ټي وي چینل په خپله ویب پاڼه کې لیکي چې ښایې د افغانستان نا امني چې اوس پاکستان ته هم غزیدلي ختیځ لوري ته هم وغزیږي دا ځکه چې نا امني په یوه هیواد پوري تړلې نه پاتې کیږي او خپلې ریښي لا پسې غزوي.

احمدي نژاد په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې له  افغانستان سره ښې اړیکي غواړي او له همدې امله یې دری ملیونه افغانانوته په خپله خاوره کې پناه ورکړي او هر کال په سلهاوو زره تنه د یو بل له ګډو پولوایران اوافغانستان ته اوړې را اوړې اومسافرتونه کوي.

احمدي نژاد ویلي چې د افغانستان له حالاتو څخه چې پکې خلک وژل کیږي ډیره اندیښنه لري.

احمدي نژاد وړاندي وویل چې کابل ته یې په خپل وروستي سفر کې له حامد کرزي څخه واوریدل چې وایې خارجیان مونږ نه پریږدي چې پریکړې وکړو، پر مونږ فشار اچوي، زمونږ پر ملت خپلې خبرې تپې، هغوې نه غواړي ملي حاکمیت برقراره شي اومونږ غواړو په خپل لاس خپل هیواد جوړ کړو.

احمدي نژاد ویلي چې د افغانستان لانجه پوځي حل لاره نه لري او هر انسان چې په افغانستان کې وژل کیږي د جګړې د لا سختیدو  او د افغانستان د لانجې د حل د لا پیچلتیا لامل ګرځي.

احمدي نژاد په خپلو دغو خبرو کې یو ځل بیا د امریکایانو ماتې یقیني کړي او وایې چې  هغوي ایران تورنوې چې طالبانو ته روزنه ورکوي، وسلې ورکوي، تاسو راغلي یاست چې ترهګر ونیسي، څو تنه مو نیولې دي، هغوې دروغ وایې.


داحمدي نژاد دغه څرګندونې په داسي حال کې پرې ټې وي چینل خپر کړې چې په دې ورستیو کې د ویک لیکس په نامه دمحرمو اسنادو یوې خپرونکې ویب پاڼي له طالبانو سره د ایران دهمکارۍ په باب د  امریکا د اردو محرم اسناد خپاره کړل.

په دغو اسنادو کې راغلي ول چې ایران د هر افغان سرتیري د وژلو په بدل کې طالبانو ته سل زره افغانۍ او د هر افغان ملکي مامور د وژلو لپاره یو سل او پنځوس زره افغانۍ انعام ټاکلی وو.

 

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
Email: tanha_mer@yahoo.com