د عمر اوسط

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37614
محمد نعمان دوست
دخبریدو نیټه : 2010-08-03


 هر سهار د هغو دوکانونو مخې ته تېرېږم چې له  مرمرينو ډبرو د قبرونو شناختې جوړوي
شناخته جوړونکي  ډېر مصروف وي ، څوک په شناخته ليک کوي ، چا سره برقي وړې الې وي او دقلم خطونه تازه کوي او چا سره مويک وي ، نوشتې رنګه کوي .
په شناختو د شهيد کلمه په سره رنګ ليکل شوي وي ، ژر توجه جلبوي. زه هم د دغې کلمې په ليدلو شناختې ته تم شم او ژوند ليک يې لولم.
دې شناختو په پخوانيو احصايو بې باوره کړى يم ، موږ جغرافيه کې د خپل ولس د عمراوسط له ٤٠ لوړ لوستى و .
خو دا غلطه ده ، يوه لويه تېروتنه ده ،  لاړ شئ د قبرونو لوحې وګورئ !!.
هلته د هيڅ شهيد عمر له ٣٠ لوړ نه دى .  هلته ليکل شوي : شهيد ... چې د ١٨ کلنۍ په عمر په يوه چاودنه کې ووژل شو .
شهيد ... چې د ١٢ کلنۍ په عمر په هوايي بريد کې ووژل شو .
او شهيد فلانى چې په .......
د نفوسو د منځني عمر احصايه غلطه ده ، دلته څوک تر ٣٠ کلنۍ هم نه رسېږي. 

                               د زمري ١٢مه ، ١٣٨٩   ، کابل