IRNA: د مایک مولن پر وړاندې د متکې غبرګون
سرچینه: د ایران ایرنا خبري آژانس
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د ایران ایرنا خبري آژآنس په خپله ننۍ ګڼه کې په منځني ختيځ او سیمه کې د امریکا د مشر قوماندان امیر البحر مایک مولن د څرګندونو پر وړاندي د ایرن د بهرنیو چارو د وزیر وینا را اخیستي ده .
منوچهر متکې په خپله دغه مرکه کې چې نن ایراني رسنیو خپره کړي ویلي چې که چیرته امریکا په سیمه کې په پوځي خوځښت لاس پوري کړي دغه خوځښت به محدود پاتې نه شي او په منځني ختیځ کې به امریکا د دغې جګړې سخت پور پرې کړي او اوس حالات هغسي نه دي چې پخوا ول.
متکې د سې شنبې په ورځ وویل چې امریکایان باید دا ووایې چې د نړۍ په کوم هیواد هغوي برید نه دی کړی.
تیره ورځ د امریکا عالي رتبه جنرال سمندر مشر مایک مولن ویلي ول چې امریکا د سیمې حالات له نږدې څآرې او که پوه شي چې ورته ددښمن له لوري ګواښ متوجه دی نو ورته به په پوځي سوک ځواب ورکړي.
متکې ایرنا خبري آژانس ته ویلي چې امریکایان اوس هم فکر کوي چې نړۍ دهیتلر او یا هم د دوهمې نړیوالې جګړې به پیړیو کې ده په داسي حال کې چې اوس نړۍ بدلون موندلی او امریکایان هغه کارونه چې غواړې یې نه یې شي تر سره کولای .
د ایران د بهرنیوچارو وزیر منوچهر متکې ویلي چې امریکا د بي ځایه غرور په ناروغۍ اخته شوي او یوازي فکر کولای شي چې څه وکړي خو دغه فکر عملي بڼه نشي خپلولای .
متکې ویلي امریکا چې په تیرو لسو کلونو کې یې په آسیا کې د یو شمیر اهدافو د تر لاسه کولو لپاره لښکر کشۍ وکړي او غوښتل یې چې آزاد ولسونه لاندي کړي خو اوس همدا امریکا ده چې په سیمه کې ګیر پاتې شوي او د تیښتې لارې لټوې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې امریکا په تیرو دیرشو کلونو کې خپل نړیوال حیثیت له لاسه ورکړی او دغه هیواد اوس د نړۍ په کچه د زورګویه، غاصب او بي عدالته هیواد په توګه پیژندل کیږي.
ایرنا خبري آژانس په پای کې لیکي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګندوني دومره تندې وي چې ګواکې امریکا ته د یوه سخت او ویرونکې لفظې ګزار په توګه هم شمیرل کیدای شي.
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی