هالنډ کي دښاغلي مسعودي په وياړ غونډه جوړه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3799
عبدالله احسان - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-10-09

 

د روان زېږديزکال د اکتوبر د مياشتي پر اوومه نېټه د جمعې په ورځ ماښام د شپږو بجو څخه د سلام کلتوري ټولني له خوا د  هالنډ د اسن په ښار کي ( دافغاني کلتور درناوی ) تر سرليک لاندي غونډه د کابل پوهنتون د لرغونپوهني د څانګي داستاد ښاغلي  پوهنوال  رسول باوري په نوښت جوړه شوه .

 

غونډه د افغانستان د ملي موزيم د ريس ښاغلي عمراخان مسعودي په وياړ رابلل شوې وه ، نوموړی  د ډيرو کلونو راپه دې خوا د افغانستان د ملي موزيم د مشر په توګه پاته شوی او د خپلي دې اوږدمهاله دندي په لړ کي يې دافغانستان د ملي موزيم د ساتني په برخه کي ډول ډول ستونزي او تکليفونه ګاللي دي له دې کبله  څه موده مخکي په هالنډ کي د ( پرنس کلاوس فونډيشن ) له خوا د پرنس کلاوس د جايزې ګټونکی شو .

 

پرنس کلاوس فونډيشن ياده شوې جايزه ښاغلي مسعودي ته د افغانستان په پلازمېنه کابل کي څه موده مخکي سپارلې وه ، او دا ځل يې د يوې اوونۍ رسمي سفر په توګه د هالنډ هيواد ته د هغه د راتګ امکانات برابر کړل .

د سلام کلتوري ټولني له خوا رابلل شوې غونډي ته د پرنس کلاوس فاونډيشن استازي ښاغلي ويليم فوخلسنګ William Vogelsang ) ، د هالنډ ميشتو افغان ليکوالو تر څنګ دافغاني کلتوري ټولني په استازو  ، په بلجيم کي د افغانانانو د تفاهم ، مرستي او پيوستون ټولني په استازو ، په جرمني کي  د افغانستان دکلتوري ودي ټولني استازو ، په اروپا کي د افغاني ټولنو دګډي جرګې مشر څېړونکي او کره کتونکي ښاغلي زرين انځور  او يو شمېر نور افغان فرهنګپالو برخه اخستې وه .

 

ماښام  د روژه مات پر وخت ښاغلي حاجي امين باوري راغليو مېلمنو ته  ماښامنۍ ( روژه مات ) خوړلو بلنه ورکړه .  تر خوراک ، څښاک او لمونځونو وروسته  لرغونپوه ښاغلي رسول باوري ټولو راغليو مېلمنو ته ښه راغلی او مننه وويله ، او ورپسې يې د ښاغلي مسعودي صاحب په اړه خپلي خاطرې، او د افغانستان د ملي موزيم د مشر په توګه دهغه کلتوري خدمتونه او هڅي يو په بله پسي يادي کړې .

 

وروسته د غونډي چلوونکي ښاغلي حاجي امين باوري دغونډي په مناسبت راغلي پیغامونه ولوستل ، او په اروپا کي يې د افغاني کلتوري ټولنو دګډي جرګې مشر ښاغلي زرين انځور ته بلنه ورکړه .

 

ښاغلي زرين انځور د ملي موزيم د مشر ښاغلي عمراخان مسعودي د کلتوري هلوځلو ، او تاريخي اثارو د ساتني به برخه کي د هغوی د بې شمېره هڅو او خدمتونو ستاينه وکړه .

همدا ډول ښاغلي زرين انځورښاغلي مسعودي ته د ستاينليک د وړاندي کولو له پاره په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني په استازيتوب له ښاغلي حسن شور او نظيف تکل ، بلجيم کي د افغانانو د تفاهم ، مرستي او پيوستون ټولني په استازيتوب له ښاغلي نجيب احمدزي ، جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني په استازيتوب له احمدشا باوري ، جرمني کي دافغان فلم او تياتر دمرکز په استازيتوب له ښاغلي واحد نظري څخه هيله وکړه تر څو په ګډه  ښاغلي عمراخان مسعودي ته  په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې ستاينليک وړاندي کړي .

 

تر دې وروسته دغونډي ځانګړي مېلمه ښاغلي عمراخان مسعودي ته بلنه ورکړه شوه ، ښاغلي مسعودي د خپل کار د  بېلابېلو اړخونو د ستونزو ، د افغانستان د ملي موزيم د چور او تالان ، ويجاړيو او ګډوډيو په اړه کوم چي دوی ورسره مخامخ شوي وو ، يا يي په سترګو ليدلي وو ، ډيري خاطرې د غونډي برخه والو ته واورولې .

د ښاغلي مسعودي څخه د غونډي د برخه والو له خوا ځيني پوښتني وشوې ، ښاغلي مسعودي تر خپلو خبرو وروسته د برخه والو پوښتنو ته ځوابونه وويل .

 

د افغانستان د ملي موزيم پخواني کارکوونکي ښاغلي حسن شور د ښاغلي مسعودي پر کار او د ژوند پر ځينو برخو وږغېد ، ورپسې د سلام د فرهنګي ټولني له خوا ترتيب شوې ډالۍ ( د پښتني دود سره سم يو پوړنی ) او ستاينليک د ګودر مجلې همکاري اغلي مينه غريب ته د هغې د کلتوري هڅو او زيار په خاطر د ښاغلي عمراخان مسعودي په لاس ډالۍ کړ، او دهغې پرپښتني احساس يې شاباسی ووايه . د سلام فرهنګي ټولني مشر لرغونپوه ښاغلي پوهنوال رسول باوري د هغې د هڅو ستاينه وکړه ، او هغې ته يې د لاډيرو برياليتوبونو هيله او دعا وکړه .

اغلي مينه غريب د ښاغلي مسعودي ، پوهنوال رسول باوري او غونډي له برخه والو نه مننه وکړه ، او برخه والو ته يې خپله يوه نثري ټوټه واوروله ، چي د غونډي د برخه والو له خوا په چکچکو او تودو احساساتو بدرګه شوه .

 

وروسته د بېنوا فرهنګي ټولني استازي عبدالله احسان د نوموړي ټولني ، ښکلا مجلې او بېنوا ويبپاڼي دکارکوونکو په استازيتوب د ټولني د پيغام په ترڅ کي افغانستان د ملي موزيم ، د تاريخي اثارو د ساتني او په دې لړ کي د ښاغلي مسعودي د هاند او هڅو ستاينه وکړه ، او نوموړي ته يې د پرنس کلاوس د جايزې د ګټلو په مناسبت مبارکي وويله .

 

د ماخستن يوولس بجې کېدې چي دغونډي چلوونکي ښاغلي حاجي امين باوري ښاغلي يارمحمد ته بلنه ورکړه تر څو غونډه په څو ښکلو سندرو لا په زړه پوري کړي .

تکړه سندرغاړي يارمحمد د شپې تر دوولس نيمو بجو په زړه پوري سندري وويلې ، او د ټنګ ټکور په لړ کي د لويانو تر څنګ  د ښکليو ماشومانو ملي اتڼونو غونډي ته نوره هم ښکلا او خوښي ورکړل .

د شپې نږدې يوه بجه ( دافغاني کلتور درناوی )  تر سرليک غونډه چي ځانګړی مېلمه يې ښاغلی عمراخان مسعودي و پای ته ورسېدله .

 

د يادوني وړ ده چي دغونډي په تفرېح او د پای ته درسېدو وروسته د غونډي يو شمېر ګډونکوونکو د ښاغلي مسعودي څخه د افغانستان دملي موزيم او لرغونو اثارو په اړه پوښتني وکړې .

دافغانستان د ملي موزيم مشر ښاغلي مسعودي د ټولو پوښتنه کوونکو پوښتنو ته ځوابونه وويل .