سرچینه: د امریکا سی ان ان او فاکس ټلویزیوني چینلونه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د امریکا وروستۍ پوځي لوا له عراق څخه ووته
له څه باندي اوه نیم کاله پس د امریکایي ځواکونو وروستۍ لوا له عراق څخه ووته.
دا د عراقیانو لپاره یوه تاریخي شپه وه.
په هغه شپه چې د دوي پر وینا ښکیلاګري شوبلې له سپيڅلې خاورې په شا کیدې.
د ختیځ ساحل په اتنیمو بجو له شوبول، توپونو، زرهې موټرو، پلیو سرتیرو، بي پیلوته الوتکو او چورلکو جوړه دغه لوا له یوې خطرناکې لاري له عراق څخه د کویټ په لور ووته.
سرتیري چې په خړو اوبرګودریشو کې نغښتي ښکاریدل هغو خبریالانو ته یې د لاس په ښورولو د مخې ښې اشاره کوله چې د سرتیرو د وتلو څخه یې رپوټونه جوړول.
د سټریکر په نامه دغه لوا د چهارشنبې په شپه له عراق څخه بحر شوه.
اوه نیم کاله مخکې د جورج دبلیو بوش په امر امریکایې سرتیري د هوا او ځمکې له لاري عراق ته ور توی شول او دغلته یې د هغوي پر وینا د زبرځواکي ولسمشر صدام حسین واکمنې ړنګه کړه.
د بعث د ګوند مشر صدام حسین اود هغه د کابینې یو شمیر کلیدي غړي د څو میاشتو په تیریدو یو په بل پسې د امریکایې ځواکونو لاس ته ولویدل .
له عراق څخه د امریکا د وروستۍ پوځي لوا له وتلو سره سم د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د آزادۍ په نامه دغلته د پیل شویو عملیاتو د رسمي پای ته رسیدو خبر ورکړ.
د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په یوه خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي چې د عراق جګړه رسماْ پای ته ورسیده .
د امریکا د فاکس نیوز خبري چینل په رپوټ چې د عراق د جګړې د پیل راهیسي دغلته شاوخوا ۴۵۰۰ امریکایې سرتیري ووژل شول او په زرګونو نور ژوبل شوي دي.
د امریکا د وروستۍ پوځي لوا لوژستیکي او روغتیاې ټولګې به هم دجمعې د ورځي تر ورستیو پوري له عراق څخه ووزي.
ډیری عراقیان په دې باور دي چې امریکايي ځواکونه په دغه هیواد کې د وروستیو بدبختیو اصلي لامل دي.
د امریکا دفاع وزارت ویلي چې ۵۶ زره سرتیري به یې په عراق کې لا هم پاتې وي تر څو کورنیو ځواکونو ته روزنه ورکړي او که چیرته خطرناکه جګړه پیل شي همدا سرتیري به ورته ځواب وایې.
په عراق کې د امریکایې ځواکونو یوه ویاند جنرال شتیفن لانزا فاکس نیوز ته ویلي چې د اګست میاشتې تر ورستیو پوري به په عراق کې یوازي ۵۰ زره سرتیري پاتې وي.
د عراق لوی درستیز جنرال بابکر زیباري خبرداری ورکړی وو چې د هیواد سرتیري به یې تر لسو کلونو پوري هم د عراق حالاتو ته په سمه توګه اوږه ورنکړای شي خو دا د امریکا د ولسمشر بارک اوبهاما پلان ووچې دعراق ماموریت به پای ته ورسوي.
د امریکا د ولسمشر بارک اوبهاما د پلان له مخې به د جورج ډبلیو بوش دغه پیل شوی ماموریت د ۲۰۱۱ کال په سپټمبر کې په بشپړه توګه پای ته رسیږي.
عیني شاهدانو چې له عراق څخه یې د امریکا د وروستۍ لوا د وتلو مخه ښه کوله سې ان ان ته وویل چې امریکايي سرتیري یې ولیدل چې د کویټ پولو ته په رسیدو سره یې دامریکا بیرغونه په لاس کې ول او یادګاري انځورونه یې اخیستل.
د اسوشیتت پرس خبري آژانس په رپوټ چې د امریکا سرتیرو کویټ ته له خطرناکې لاري ور ووتل اوهغوي نه غوښتل له عراق څخه د الوتکو په مټ ووزي.
دغه جګړه د ۲۰۰۳ کال د مارچ میاشتې په شلمه نیټه پیل شوي وه.
د امریکا ولسمشر بارک اوبهاما د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال ژمنه کړي وه چې د عراق جګړه به په مسولانه توګه پای ته رسوي.
اوبهاما ویلي چې که څه هم زه ډیر سرتیري عراق ته لیږم خو ډیری به له عراق څخه وباسم.
د سپینې ماڼۍ ویاند فلیپ کرولي ویلي چې پس له دې به امریکا په عراق کې د بیارغاونې په پروسې کار کوي او اصلي تمرکز به یې هم په همدغه برخه کي وي.