نیویارک ټایمز: د امریکایانو د خروج پلان طالبان زړه ور کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38323

دخبریدو نیټه : 2010-08-28

سرچینه: نیویارک ټایمز

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

افغان ولسمشر حامد کرزي په خپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایایي سرتیرو د خروج خبرو طالبان زړه ور کړي دي.

ټاکل شوي چې امریکا د ۲۰۱۱ کال په جولاۍ کې له افغانستان څخه دخپلو سرتیرو د ایستلو لړۍ پیل کړي.

کرزي د امریکا د کانګرس له یوې ډلي سره په کابل کې د خبرو پر مهال وویل چې د امریکا د خروج آوازو د طالبانو مورال لوړ کړی او هغوي په بریدونو کې هم زیاتوالی راوستي.

کرزي همدا راز ویلي چې ترهګر باید د افغانستان له پولو هغې غاړې ته خطم شي او د افغانستان په کلیو او بانډو کې باید په عملیاتو کې مخکښ رول د افغان سرتیرو وي او بهرنی سرتیري باید ملاتړ کونکی رول ولوبوي.

کرزي په خپله دغه مرکه کې ویلي چې د ترهګرو د خطمولو یوازنۍ لاره د پولې هغې غاړې ته چې په قوي ګمان نوموړی پاکستان ښیې نغښتي ده .

د امریکا د کانګرس یو شمیر غړي د پنجشنبې په ورځ کابل ته را رسیدلي ول چې کرزي ورته دغه څرګندوني کړي دي.

د کرزي دغو خبرو اوس په نړیواله کچه د اوبهاما په ادارې نیوکې زیاتي کړي چې وایې که چیرته په جولاۍ کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو لړۍ پیل شي نو له دې سره به طالبان یو ځل بیا قدرت ته د رسیدو چانس تر لاسه کړي او خپل فشارونه به زیات کړي.

اوبهاما د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال له افغانستان اوعراق څخه د امریکا د سرتیرو د با عزته را ایستلو ژمنه کړي وه .