سرچینه : نیویارک ټایمز ورځپاڼه
دا لومړی افغان چارواکی نه دی چي په اختلاس تورن دی او د SIA سره اړيکي لري.
»ورځپاڼي د نه نومول سوو افغان او امریکايي چارواکو د خولي ليکلي دي چي،د افغانستان د ملي امنيت د شورا اداري ريس محمد ضيا صالحي چي اوس د رشوت په تور نيول سوی د کلونو راپدېخوا د CIA پيسې تر لاسه کولې.
نيويارک ټايمس ورڅپاڼه ليکي چي د حامد کرزي يو مشاورچي اوس د رشوت خوړلو په تور تر پلټونو لاندي دی د CIA د معاش خوړونکو په ليست کي شامل دی.
دغي بربنډوني د امريکا د متحده ايالاتو د هغو غوښتنو په هکله پوښتني رامنځ ته کړي چي، د افغان حکومت څخه د اداري فساد په وړاندي د کلکي مبارزې غوښتنه کوي، پداسي حال کي چي په دې فساد کي داسي کسان لاس لري چی ددوﺉ سره تړاو لري.
صالحي د هغه يو شرکت د پلټونو د درولو د مخنيوی هڅه کوله چي امريکايي پلټونکو يې په اړه څېړني کولې.
په افغانستان کي (نوی انصاري شرکت) په دې تورن دي چي د افغان مشرانواو زورواکو کسانو پيسې دباندي ئې دباندي لیږدولې
ورځپانه ليکي چي د صالحي داسي ږغ ثبت سوی چي، ده نوموړي شرکت ته ويلي دي چي د هغه زوی ته د يو موټر په ورکولو سره کولای سي د شرکت په اړه د امريکايي پلټنو مخنيوی وکړي.
ټايمز ليکي چي هغه د جولای په مياشت کي تر نيولو ۶ ساعته وروسته د کرزي په مداخلې خلاص سوی و.
ورځپاڼه وايي چي د امريکا استخباراتي ادارې ويلي دي چي موږ دده په خلاصون کي کوم رول نه درلودی.
د ورځپاڼي په حواله ښايي کرزي په دې خاطر مداخله کړې وي چي داسي نه سي چي دی بيا د افغانستان د حکومت ځني رازونه افشا کړي.
نيويارک ټايمز وايي چي دا تر اوسه معلومه نه ده چي صالحي د CIA د پاره څه ډول خدمتونو کولو. آيا ده يوازي معلومات راټولول او که د امریکا نفوذ يې د افغانستان په حکومت کي پراخاوه.
خو دی لومړی افغان چارواکی نه دی چي په اختلاس تورن دی او د CIA سره اړيکي لري.
دغه راز د کرزي ناسکه ورور احمد ولي کرزی هم د پلټونکو لخوا په دې تورن دی چي د قاچقبرو سره لاس لري او د CIA څخه پيسې اخلي خو هغه دغه دواړه تورونه رد کړي دي.
د CIA اړيکي دداسي کسانو لکه د صالحي او احمدولي کرزي سره پداسي وخت کي بربنډيږي چي د بارک اوباما د ادارې په دننه کي په دې هکله يو شخړيز بحث روان دی چي، ايا د رشوت او اداري فساد له منځه وړل په افغانستان کي د ثبات لپاره يوه کلېدي موضوع ده که نه.
په سپينه ماڼۍ کي ډير کسان په دې عقيده چي په افغانستان کي د اداري فساد پرضد کلکه مبارزه تر ټولو ښه لاره ده، تر څو افغانان د طالبانو څخه ليري وساتل سي.
هغوﺉ وايي چي شفافيت او حساب ورکونه د ثبات بهترينه لاره ده. خو نور بيا دغه ډول لاره د افغان مشرانو د کمزوره کولو په مانا ګڼي په څانګړي توګه هغه کسان چي د امريکا نژدې شريکان دي.
خو سره له دې هم امريکايي پلټونکي په افغانستان کي د اختلاص په پلټنو سخت مشغول دي.