د قرآن کريم د حفظ او حسن قرائت مسابقه ترسره سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38355
داودجبارخیل
دخبریدو نیټه : 2010-08-28

د قرآن کريم د حفظ او حسن قرائت مسابقه او ډله ييزه روژه ماتې پروګرام


د افغانستان د اسلامي فرهنګي مرکز لخوا د رمضان المبارک او قرآن کريم د يادښت او درنښت په مناسبت د حفظ او حسن قرائت سيالى د جمعې په مبارکه ورځ د رمضان المبارک په ١٧ نيټه چې د سنبلې د مياشتې د ٦ نيټې سره برابره وه د ماسپښين له دوه نيمو بجو څخه تر ماښامه پورې د يوې شاندارې غونډې په ترڅ کې ترسره شوې چې د پيښور ساحې ګڼو مخورعلماء دعوتګران،ليکوالان، شاعران ، دليسو مديران ، محصلين، شاګردان، او دديني مدارسوطالبانو په شمول 350 تنه  ورته رابلل شوې ؤ .

د پروګرام لومړۍ برخه د حفظ او حسن قراءت  مسابقې ته ځانګړې شوي وه چې د دوه تنه جيد استاذان هريود بحرالعلوم د مدرسي استاذ قاري صاحب شاه محمد او د اسلام آباد د نړيوال پوهنتون د ماسترۍ دورې د اصول الدين پوهنځې د تفسيرقسم محصل قاري نصرمن الله د مسابقې د حکم هيئت په حيث ټاکل شوي ؤ . پروګرام د قاري وحيدالله حسام لخوا د قرآن کريم په تلاوت پيل شو او ورپسې د حافظانواو قاريانو ترمنځ دګډون کوونکو په حضورسيالي ترسره شوه او نتايج يې په لاندې توګه اعلان شو

دحفظ مسابقه کې:
کرامت الله – ضابط :       اول
محمد عمر-  انيس احمد:   دويم
عبدالجليل – محمد يعقوب: دريم

او حسن قرائت په مسابقه کې:
فضل الهادي- عبدالکافي:  اول
تاج محمد- نور محمد     : دويم
رحيم الله – امين الله       :  دريم

د پروګرام دويمه برخه د قران پيغام کانفرانس ؤ چې په سر کې يې د جمعيت اصلاح د مرکزي شورى غړې د الفلاح د مدرسي مهتمم پياوړې عالم شيخ القرآن مولوي عبد الصبور د قرآن پيغام او اقامت دين او د جمعيت اصلاح د دعوتي او تربيتي هلو ځلو په اړه هر اړخيزه مفصله علمي او ارزښتناکه وينا وکړه او ويې ويل(( مونږ د مسلمانانو په حيث ددين د اقامې هر اړخيز او شامل کار د ټول هيواد په سطحه روان کړې دي غواړو دخپل ملت مخه اسلام سره د مينې او د الله د عظمت او لويې لورې ته راواړوو، څوک چې د الله عظمت او لويي ومني د هغه ټولې هلې ځلې بيا د هغه د راليږلي نظام د قيام

او ددين د غلبې لپاره شي.او زياته يې کړه چې ورونو! دا دروند کار په يوازې ځان په بي نظمه او مقطعې توګه ممکن نه دى، د ټولو يو بل ته لاس ورکولو او يو والې ته ضرورت دى د پلان او نظم سره سره د مستمر کاراو د مسلمانانو وحدت او يووالې ته اړتيا ده .

ورپسې د افغانستان د اسلامي فرهنګي مرکز مسـئول قاضي محمد حسن اسلامي د روژې په فضايلو ، دقرآن د تلاوت په ادابو خبرې وکړي او  محترمو حافظانو نه يې په مکرر ډول غوښتنه وکړه چې د قرآن د عظمت خيال وساتې او ددغه ستر نعمت چې در په برخه شوې دى قدردانې پکار ده. موجوده مروج د تراويحو ختمونه چې په زيات سرعت اوبيړې سره ترسره کيږي چې د قرآن دالفاظو او اد تجويد د احکامو رعايت په کې نه ساتل کيږي اوريدونکو ته هغه کيف او لذت نه شي وربخـښلې کوم چې دقرآن د اوريدو نه مسلمان اخلي. نو مونږ ته په کار دي چې د قرآن حق ادا کړو په تدبر سره يې ولولو د همدې کتاب په وسيله په هيواد کې ديوه رغنده او مثبت بدلون لپاره هلې ځلې وکړو.

محترم قاضي صيب همدارنګه د مرکزفرهنګې په هغه رمضانې برنامو او پروګرامونو هم رڼا واچوله چې په روانه روژه کې ترسره شوي يا به ترسره کيږي نوموړي د همدې رمضان د ٤ نه تر ١٤ پورې د سيرت هغه لس ورځنۍ دوري ته اشاره وکړه چې د محترم استاذ پوهندوى عبدالواسع صابر لخوا يې هره ورځ يونيم ساعت درسونه وړاندې کيدل او په شاوخوا ٢٠٠ تنو مينه والو په کې برخه اخيسته چې په  برخه والو به يې نن اسناد او ډالۍ وويشل شو.

او دادې نن تاسي د حافظانو اوقاريانو ترمنځ د سيالۍ شاهد ياست او همدا ډول مرکز د رمضان المبارک په آخري عشره کې د اجتماعي اعتکاف تابيا هم کړيده ان شاءالله .

قاضي صب په پاى کې د ټولو حاضرينو نه مننه وکړه چې په پروګرام کې يې ګډون وکړ. او له هغه ورونو نه يې هم مننه وکړه چې دحفظ مسابقې او سيرت دورې لپاره يې د جوايزو برابرولو کې مالې مرسته کړيوه په ځانګړې توګه استاذ لعل محمد شهيد زوي ، ضابط دورانى ، ق ارسلا خان او استاذ بلال صيب او نورو ، همدا رنګه يې د روژه ماتې د مصارفو په اړه د ( الندوة العالمية للشباب الاسلامي) نه شکريه ادا‌ء کړه.

ورپسې د حفظ او حسن قراءت مسابقې په ګډون کوونکو نقدې جايزې، جامې او دستمالونه وويشل شول او د سيرت دورې ګډونوالو ته اسناد او ځينو ته يې ديوالې ساعتونه ډالۍ شول.

په پاى کې د اسلامي امت تير مجد او عظمت ته د رسيدلو ، د روژې او عباداتو د قبليدو په  اړه دعاء وشوه .

له دعاء نه وروسته ميلمانه هغه افطار ته راوبلل شو چې د مرکز لخوا تيار شوي وو او پروګرام په جماعت سره د ماښام لمونځ په ادا کيدو پاى ته ورسيد.

د يادونې وړ ده چې د حفظ او حسن قرائت مسابقې مسئوليت د قاري شکرالله مخلص او د سټيج چارې ډاکتر عطاء الرحمن فطرت د خدمت چارې  داستاد عبد الظاهر الاثري او استاذ نوراحمد حميدي په مشر‌‌ۍ د ځوانانو يو منظم ټيم پرمخ بيولې . د ميلمنو استقبال ته  ځوان استاذ عبدالناصر ولاړ ؤ .

پروګرام کې د پوره نظم او ډسپلين ترڅنګ يوه ايماني او روحاني فضا خوره وه چې په پاى کې ګډون کوونکې په داسې حالت کې رخصت شول چې د مرکز د منسوبينو نه يې د دا ډول تربيوي برنامو د برابرولو ستاينه کوله او دلا برې هيله يې څرګندوله