لیکوال : ذبیح الله پیمان
نن یې دریمه ورځ وه چې په دې دښته کې له خپل درانه پنډ سره روان وو . په څیره کې یې دستړیااوژورې ستومانۍ نښې له ورایه ښکارېدې خوکله به یې چې خولې هم ورسره ګډې شوې نودبدن په هره برخه کې به یې داسې احساسوله لکه خیرنې جامې یې چې له اغزیوډکې وي ،کله به چې په دښته کې دساړه بادکومه څپه راغله نودمساپرپه توررنګ کې به وینه وچلیده خپل پنډبه یې داوږوپه لورپورته کړ، په شونډوبه یې موسکاخوره شوه اوله ځان سره به دلیوني په څیرپه خبرولګیاشو .
نوررالنډشوی یم ...نن له دې نه خلاص یم چې دبیابان په ګرمو شګوله ویرې ډکه شپه تیره کړم ...له هاغه وړاندې غونډې به خامخادکلي چنارونه راښکاره شي ...که مې ووینې څومره به خوشحاله شي ...دلته یې خبره په خوله کې ورکه شوه سریې ځوړندکړاوخپل قدمونه یې نورهم ګړندي کړل له هرقدم سره یې له درنوڅپلیوګردپورته شو په نرۍ لاره چې ډیروخت کوم انسان نه ورباندې تللی یوازې درمواوصحرايي حیواناتو دپښوخاپونه ښکارېدل کله کله به دلارې په دواړوغاړوکې دبوټواوواښوراغځیدلې څانګې هم دهغه ترپښو اودرنوڅپلیولاندې شوې .
دمساپربه ذهن کې هره شیبه ددښتې دستومانه دوه روځني سفراوددوشپویادونه ګرځیدل چې د غلواوصحرايي حیواناتوله ویرې یې خوب له سترګوتښی وو ،یوازې په وچه ډوډوۍ اوګرمواوبویې ګزاره کوله ډیره موده وروسته په دې لاره کلي ته روان وو،هغه فکرکاوه چې کلیوال به اوس هم دپخواپه څیرپه دغه لاره ځي راځي ، خوکله یې چې لومړۍ ورځ ترمازدیګره مزل وکړورته څرګنده شوه چې له خلکونوردغه لارهیره شوې ده اودهرډول حیواناتو پلونه ښیي چې نوردغه لاریوازې دوی ته ورپاتې ده
مساپرپه همدې فکرونوکې دغونډۍ سرته ورسیده په قدمونوکې نوردوړاندې تلوسیک نه وو خوکلونه وروسته دخپل کلي دلیدلوتلوسې دغونډۍ په مخ پورته اوچت کړوړاندې یې په یوه وړه دره کې په ترټولومخکیني کلي سترګې ولګېدې دچنارونوپه لیدویې په وچوشونډوموسکاوغوړیده نوواوخوږوهیلویې په زړه کې نوی سیک پیداکړ.
راورسیدم ....نورنودومره لاره نه ده پاتې دهمدې غونډۍ په سرپوره دمه جوړوم اوبياورځم ...مورجانه مې بایدهیڅکله هم په دې ستړي اوستومانه حالت کې ونه ګوري .
شاوخوایې وکتل دیوې لويې ډبرې ترڅنګ یې په خوروشګو پنډله اوږې کوزکړاوبیاکلی ته مخامخ اوږده وغځید پرلپسې څوستړې ساګانې یې ویستلې له جیبه یې یوګلابي دستمال اودنصوراغټ کوتی چې په سریې دګردې هندارې شاوخواشنه غمي قطار وو راویستل .
دګلابي دستمال په څنډه یې په ستنه دګلاب کښل شوی ګل په وچوشونډوښکل کړاوپه زړه کې یې دخواږه درد څپه تیر شوه ترډیره یې ګل ته کتل چې اوس یې ګلابي تارونه یوڅه سپخېدلي وو بیایې دستوڼي اوغاړې خولې پرې وچې کړې ، لږنصواریې ترلاندینۍ شونډه لاندې کیښودل ،دنصوارودکوتي هنداره یې مخ ته ونیوه خپلې ببرې ږيرې اوسرته یې په ځیرځیروکتل ،دږیرې دواړوخواوو ته یې سپین ویښتان ترسترګوشول ټنډه یې یوڅه لویه شوې وه دغوږونوترشایې هم له خولۍ سپین تارونه راوتلي وو ، چې ګردونه پرې خواره وو دمساپرپه شونډوخوږه موسکاورکه شوه له ځان سره یې دلومړي ځل لپاره حس کړه چې عمرپه ډیره تیزۍ سره پرې تیرشوی .
دخیال مرغه یې ډیروپخوا وختونوته لاړ((نږدې دوولس کالونه وړاندې چې له کلي وته نوپاسنۍ شونډه یې نوې توره شوې وه دځوانۍ له یوعالم کبراوغرورسره دکلي په کوڅواوکروندوکې ګرځېده اوپه دماغ به یې دنوې ځوانۍ خمار خوروو،دورځې به یې څوځله په هنداره کې کتل اودخپلوبریتونوننداره به یې کوله په ځمکه به یې داسې قدمونه ایښودل لکه په ځمکه یې چې ډیرلوی احسان کړی وي خواوس داسې ورته ښکاریده لکه دمساپرۍ ،مجبوریت اودچایادونوچې بې وخته دهغه نه دځوانۍ شتمني لوټلې وي وریادشول چې یووخت به یې کلي ته دغه راغلې لار له سپیدوتر تیاره ماښامه وهله خواوس خبره ان دریمې ورځې ته رسیدلې وه بیایې ځان په دې ډاډه کړچې ددې علت دروندپنډ، لوږه اوپرلپسې ستړیاده .
له پوره ستړیاوروسته یې دمه کړې وه ساه یې ارامه شوه اوبیادکلي په لورروان شو په مخ ځوړندې لاریې لوی لوی قدمونه اخیستل نیم ساعت وروسته چې دغرمې ګرمي په خوریدووه مساپرپه کلي ورننوت له خوښۍ ټوله ستړیاترینه هیره وه اوزړه یې په زوره زوره درزاکوله په کروندوکې څوک نه معلومیدل اونه یې هغه پخوانی شورغوږونوته رسیده .
دیوه کوچني باغ دچيلې مخې ته يې پنډله اوږې ښکته کړاوبیاله ځان سره په خبروشو .
مورجانې به اوس بیخي زماڅیره هیره کړې وي زماپه لیدوبه څومره خوشحاله شي په دې هم نه پوهیږم چې اوس به په باغچه کې څه کارکو ي دانګوروتاکونه به اوبوي اوکه په ټوکرۍ کې به رالویدلې میوې ټولوي نه پوهیږم ....
خبرې یې بس کړې اودچیلې دټکولولپاره یې ډبرې ته لاس کړزړه یې غوښتل چې خپلې مورته په زوره غږکړي خوبیاڅه فکرورسره پیداشوډبره یې له ګوتوپریوته .
نه ...نننه تردیوال وراوړم ټوکه ورسره کوم پریږده چې همداسې ناڅاپي ورسره مخ شم چې زماپه لیدلوڅه کوي ..له ځان سره یې وخندل
پریږده ....
چې بیاپه مخ درنې څپېړې راکړي اوکلونه وروسته مې په مخ کې یوځل بیادهمغه څپیړوتودوخه خوره شي .له چیلې نه څومتره هاخواولاړاوددیوال په لږڅه ټیټه برخه یې لاسونه بندکړل ددیوال په سررااوښتې څانګې یوه برخه یې راونیوله اولاندې یې ټوپ کړل .
خوپه باغ کې دپخواپه څيردمرغانوشورماشورنه وو هلته یوډول ویرونکې چوپیتاخوره وه ددیوال په څنګ کې وړاندې لاړهره خواپرې شوې څانګې اودوسپنې ټوټې پرتې وې دتانګوروټول تاکونه داسې ښکاریدل لکه چاچې ټول په بیخ کې ریبدلې وي ،دباغ هغه وړه کوټنۍ چې ده به په کې دغرمې خوبونه کول اوس په بل مخ رانسکوره وه اوتیرانویې اسمان ته خولې نیولې وې څومتره وړاندې دوه درې ژورې کندې ښکاريدې چې په څنډویې بادوچې پاڼې اوڅانګې خوځولې ، پاس په هواکې دیوې ډلې کارغانوشورماشوروو ، هرڅه وچ وو داوبولښتي اودمرغانوځالې ړنګې بنګې وې ، ددغه خواشینوونکې منظرې په لیدو دمساپرزړه له ژړادراډک شو چیغې یې کړې .
مورجانې !
مورجانې چیرته یې ؟
زماغږنه اورې ستازوی یم ګلمیر
زه راغلم..مورې ! ........مورې !
غږیې دباغچې په څلوردیوالۍ کې انګازې وکړې بې دخپل غږله انعکاسه یې بل هیڅ وانه وریدل یوځواب یې هم ترغوږونورانغی
په منډه ددیوال یوې نړیدلې برخې ته ورغی له باغچې ووت دکورپه لور روان شو دکورنږدې ټول کورونه نیمايي نړیدلي وو مخامخ دیوه جوړکوردروازه یې وډبوله هغه دروازه چې له ټولو دروازورباندې ګرانه وه .
ترورې !ترورې ! دروازه خلاصه کړه مورمې چیرته ده؟ ګلمیریم
شېبه پس یوه زړه ښځه راووته ګلمیرته یې په ځیرځیروکتل
ګلمیریوقدم وروړاندې شواوپه لړزیدلي غږیې وویل ترورې مورمې چیرته ده مورمې .
دزړې ښخې په شونډوموسکاخوره شوه
ګلمیریې؟
په تندي یې ښکل کړاوپه خبروشوه
ګلمیربچیه ولې داسې نااشناغوندې راته ګورې راځه ګاونډیان خو دخپل کورپه ځیروي بیادکلونومساپرراغلی یې راځه په کورکې به خبرې کوو ږ
دواړه دکورله کوچنۍ دروازې انګړته ننوتل
یوه شیبه وروسته دانګړله مینځه دوړوکې کوټې له کړکۍ نه دګلمیردسلګیواوازونه راتلل موریې په بمبارکې دباغچې ترکوټنۍ لاندې شوې وه اودګل اندامې دواده دوه کاله پوره کیدل چې اوس یې ماشومانوکړکۍ ته نږدې په انګړکې لوبې کولې
۱۳۸۷-۳-۱۰ چک