واشنګټن پوست:په امریکاییو جامو کې د طآلبانو بریدونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38458
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2010-09-01

Washington post:په امریکاییو جامو کې د طآلبانو بریدونه

سرچینه: واشنګټڼ پوست ورځپاڼه

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندي چې طالب جګړه مار  د امریکایې سرتیرو په جامه کې په امریکایې پوځي مرکزونو بریدونه کوي یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه په خوست ولایت کې د امریکا په دوو هډو برید یادوي.

دغه برید د شنبې په ورځ تر سره شو .

 د ولسمشر کرزي د دفتر ریس عمر داودزي له واشنګټن پوست ورځپاڼي سره په مرکه کې ویلي چې دی مطمین نه دی هغه تګ لاره چې ناټو له طالبانو سره دجګړې په برخه کې غوره کړي کارنده واقع شي .

داودزي د افغانستان لپآره د امریکا د ستراتیژۍ د بدلون غوښتنه کړي ده اواوسنۍ تګ لاره یې د نه بریالي کیدو وړ بللي ده .

داودزي ویلي چې که چیرته  په ستراتیژۍ کې بدلون رانشي افغان حکومت به ناکامه شي.

واشنګټن پوست له نوموړي په حواله لیکي چې حالات ډیر نازک پړاو ته رسیدلي او لږ غفلت او نا سم حرکت به هر څه په بل مخ واړوې.

په دې ورستیو کې د کابل او واشنګټن تر منځ د اړیکو د ترینګلتیا په اړه ګڼ رپوټونه د مطبوعاتو له لوري خپاره شوي دي.

داودزی په دې باور دی چې دغو ګنګوسو د افغانستان په اوسنیو حالاتو ناوړه اغیزې  شیندلي او ګډ ماموریت یې نور هم پیچلی کړی  دی.

واشنګټن پوست لیکي چې د شنبې په وسله  والوطالبانو په خوست ښار کې دننه د بهرنیو سرتیرو په دوو مرکزونو بریدونه وکړل.

ورځپاڼه د حامد کرزي د دفتر له ریس عمرداودزي څخه په حواله لیکي چې وایې ناټو باید شپنې عملیات بندکړي  او د خلکو له ورځني ژوند څخه  واټن و نیسي او دا هغه غوښتنه ده چې د افغانستان لپاره د ناټو د عمومې قوماندان جنرال دیوید پتریوس له کړنلارې  سره اړخ نه لګوي.

دیوید پتریوس د نوې ستراتیژۍ له مخې هڅه کوي چې بهرني سرتیري کلیو ته ور مات کړي تر څو دغلته د خلکو امنیت وساتي.

داودزي ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي چې ده تیره اونۍ له دیوید پتریوس سره په خپله کتنه کې هغه ته ویلي چې د افغانانو د زړونو لاس ته راوړل د یوه  افغان دنده ده نه د یوه بهرني.


داودزي واشنګټن پوسته ته یلي چې کرزي ځیني شرایط د ایتلافي ځواکونو د ماموریت پر وړاندي ایښي او که چیرته هغوي ورته پام و نه کړي مونږ به په نه معلوم لوري همداسي حرکت کوو.

ورځپاڼه لیکي چې دغوپوښتونو د امریکا د ستراتیژۍ د دوګوني توب په اړه پوښتنې را ولاړې کړي دي.

دواودزي واشنګټن پوست ته مرکې پر مهال ویلي چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې  د ۵۰۰ تنو کارکونکو له ډلي څخه یو هم له بهرنیو موسسو معاش نه اخلي.

تیره هفته نیویارک ټایمز داسي یو رپوټ خپور کړ چې د کرزي ډیر ملګري د امریکا د څارګرې ادارې معاش خواره دي.

خو داودزی دغه خبره په کلکه ردوي.

د ولسمشرۍ  په ماڼۍ کې د سې  اې اې د معاشونوپه باب وروسته تر هغه آوازې را پورته شوي چې ویل کیږي د ولسمشر کرزي سلاکار ضیا صالحې د دغې ادارې معاش خور وخوت.

هغه خبره چې صالحې تر اوسه نده منلي.

واشنګټن پوست له یو شمیر افغان چارواکو چې نه غواړي نومونه واخیستل شي په حواله لیکي چې کرزی اوس په روانه جګړه کې د بریالي توب پولې ته له رسیدو ستومانه شوی او اوس غواړي چې د جګړې بڼې ته په معکوس ډول بدلون ورکړي.