هرېپور کمپ کې اوسېدو. تازه مې بايسکل زده کړى و . زموږ د کور او بازار ترمنځ ايله ٧ دقيقې لاره وه .
خو د اختر د کاليو ګنډلو لپاره ، يو بل ځاى ته تلم . دا ځاى ته يې نوى کمپ وايه ، تازه ورته ډکې – ډکې لارې کډې راتلې .
کمپ د غره بيخ کې و او زموږ له کوره ورته نږدې يو ساعت د بايسکل لاره وه . دا لاره د وچو خوړونو او پيچومو څخه تېرېده .
دې کمپ کې د نور اغا بغلاني په نوم يو خياط و ، هغه ډنګر قد درلود په غاړه کې به يې تل فيته ( پلاستيکي متر) پرته وه ، په خپل کار کې ډېر ماهر و . ما به داختر کالي په همدې خياط ګنډل .
د پاکستان اوړى ډېر ګرم وي او هغه وخت روژه او اختر هم په ډېره توده هوا کې راتلل . خو ما په همدې توده هوا کې پيډل وهه ، کله به مې خولو سترګې تروې کړې ، لاره به رانه ورکه شوه ، دمه به مې وکړه او بيا به روان شوم .
ما به دکاليو ترګنډلو پورې ، څو ځلې دغه لاره وهله او د خپلو نوو کاليو احوال به مې اخيست .
پرون شپه ، ټيلفون ته زنګ راغى او چې کله مې پورته کړ ، نو ملګري مې ويل : دوه اونۍ کېږي کالي دې ګنډل شوي او ستا درک نشته ؟
دې مکالمې په هرېپور کې د ماشومتوب دورې ته تم کړم ، چې څنګه به پر وچو پېچومو نور اغا خياط ته روان وم ؟
کابل
د وږي ١٩مه